د قرآن کریم نومونه او صفتونه، ­ښوونيز­– روزنيز نقش او آثار د محترم استاد محمد اصف صمیم تقریظ


 تقریظ 

قرآن کریم، روښانه لمر

هغه کتاب چې رحمة للعلمین، رحمة للناس، رحمةللمؤمنین، هدی للعلمین، هدی للناس او هدی للمؤمنین دی، د الله لخوا د بشر د نېکمرغۍ، پرمختګ او پرمختیا لپاره بنسټ، د ژوند لارښود او د نېکمرغه ژوند انځور دی.

د همدې خبرې د زباتنې لپاره لله الحمد زموږ فاضل او عالم ادیب استاد مولانا محمد ناصر حلیمي په دغه ليکنه کې په هسکه علمي بڼه پراخه علمي څېړنه کړې ده.

دا ټولګه مې سر تر پایه ولوسته، په لنډو ټکیو کې ترې زما اخیستنه دا ده چې:

د ژوند په ګڼو اړخونو کې زموږ د وروسته پاتېوالي اساسي لامل له قرآن کریم سره د ټولنې د چلوونکو بې پامي او نا ژمنتیا ده.

د شرعیاتو پوهنځي، مدارس، ممبر او نور ارګانونه د قرآن کریم په ترویج ژمن دي ؛ خو متاسفانه د قرآني لارښوونو رنګ پکې د شخصي اندونو او ګټو په پرتله ډېر تت دي.

داچې افغاني ټولنه مسلمانه ټولنه ده، خلک یې له اسلام سره لېونۍ مینه لري او خپل اولادونه قرآن کریم ته کېنوي ؛ خو متاسفانه بې خونده اداره او وچه رهبري د پایلو په ترلاسولو کې خطرزېږی خنډ دی.

د اسلامي هېوادونو مشران، د وزیرانو شوراګانې، نړېوال حقپال او علم پال سازمانونه باید قرآن کریم د خپلې لارې مشال کړي ؛ ځکه هر انسان او هره ټولنه د خپلې عقلي وړتیا او عاطفي سپېڅلتیا له مخې ترې هومره پند او خوند اخلي.

دا د مسلمانانو انحصاري کتاب نه دی ؛ بلکې د ټولې نړۍ لپاره د رحمت او هدایت سرچينه او ژونددود دی. هر اصلاحي او پرمختیایي سازمان چې په فساد او ظلم لتاړ نه وي، قرآن کریم ته په عملي مراجعې په لږ وخت او لږې انرژۍ د وګړو او ټولنو نېکمرغي تضمینیدای شي.

د ټولنې د فکري دنګې مانۍ له رغوونکیو قلموالو او لیکوالو، هنرمنو او حکاکو شاعرانو مې هم هیله ده، چې پخپلو هنري پنځونو او تخلیقاتو کې د خپل اسکېرلي او نتلي اولس بېوزلي او کونډې رنډې چې دا څه باندې څلور لسېزې د هر ماښام ډوډۍ له اوښکو سره خوري-له پامه ونه باسي او د خپلو ویاړلیو قلمونو په څاڅکي څاڅکې وینه د دوی د ملي او سیاسي برخلیک سازۍ ویاړ وګټي.

له اقبال نه پوښتنه وشوه چې ستاسې شعرونه ولې دومره خوندور او اغېزمن دي؟ هغه وویل چې زما د پلار په نصیحت چې:

بچېه! قرآن کریم داسې لوله لکه پر تا چې نازل شوی وي.

ادیبان، لیکوال، خطیبان او شاعران دې قرآن کریم ته مخه کړي، چې هم د اقبال په څېر خپله عاطفه خړوبه کړي او هم عقلي توازن وساتي او خپله ټولنه د ښو او بدو له پلوه وارزوي او خلکو ته په مورنیو ژبو وګړیز، ټولنیز او طبیعي حقایق ښکاره، حقونه اداء او ژمنې ترسره شي.

قرآن کریم د دې لپاره نازل شوی چې د بشري ژوند هر اړخ خوندي، عزتمن، پتمن، پرمختللی او د بشر د سعادت پر محور يې وڅرخوي، مخالفتونه کابو کړي او اختلافات داسې هوار کړي، چې د بشر د مادي پرمختیا او معنوي لوړتیا لامل او قرآنپوهان د بشري سعادت محور شي.

دولت او دولتی چارواکو ته وړاندیز او هیله ده، چې که پوهیږي چې د دوی ملي کړنلار او پلانونه د دې ځپلي، غولیدلي او منتظر اولس د سوکالۍ تضمین نشي کولای ؛ نو د همغه ذات په پار دې-چې دوی يې خپلې ویناوې په نامه پرانځي. پر خپلو مسلکي ژمنو، ټولنیزو تعهداتو، منتجو کړنو او سیاسي برنامو د زړه له تله په پوره سپېڅلې مینه یوه ژوره بیا کتنه وکړي.

 اوس هم دولت باید داسې مسلکي اداره رامنځته کړي چې د افغاني ټولنې د روان کړکېچ د هواري لپاره له قرآن کریم نه نسخې را واخلي، رنځونه تشخیص کړي او د درملګرو ځانګړنې په ګوته کړي. او قرآنپوهنه له وړکتونه تر پوهنتونه وغزوي، د ټولنې مشر او کشر باسواده او بې سواده د روغمن ژوند د رامنځته کولو لپاره پرې یو شان پوه شي او د قرآني حلقاتو په سمبالولو سالم عدلپال، مظلومپال او علمپال چاپېریال رامنځته کړي.

همداشان د خپل اولس درمنو، ژمنو او متعهدو ځوانانو ته ځولۍ غوړوم، چې د خپلې ټولنې د یوه سوکاله او سیال ژوندانه د ښکلا لپاره پر خپلو هڅو او فکري تعهد له اولس سره یوه نه ماتېدونې او کوټلې ژوره کتنه وکړي.

د خپلې ملي ټولنې د زانګو زنګوونکیو میندو او پتمنو خویندو مې تمه او هیله ده چې د نوي عصر د ننګوونکیو پرمختیاوو ته په پام خپلو بچېو او اولادونو ته د پرون پر خلاف په زانګو کې د للو للو د زمزمو پرځای ژوند بښاندې او ژوند ځلاندې ترانې سندریزې کړي.

د دغې سترې هیلې او ارمان د ترسره کولو لپاره د مولینا حلیمي دغه ارزښتناک اثر یو ښه تطبیقي لارښود او روښانه تګلار ده.

د درانه مولینا په قلم دې برکت شي چې د خپلې رنځېدلې او ناورین ځپلې ټولنې د درملنې لپاره دغسې ډېرې نورې حاذقانه نسخې وړاندې کړي.

د یوه پرمختللي، سوکال او بسیا افغانستان په هیله

محمد آصف صمیم

۱۳۹۸\۲\۱۵

No comments:

Post a Comment