لیکوال: محمدناصر حلیمي
د قرآني تعریف تشریح
پورته آیت کې چې قرآن کریم تعریف
شوی دی، موږ یې د تعریف هر عنصر په لنډه توګه شنو.
١. د کایناتو د رب
له لوري
قرآن کریم د ټولو کايناتو د رښتينو حقایقو، حقونو، مسؤولیتونو، وړتیاوو، بشري سرچېنو، ټولنیزو اړینو مفاهيمو او طبیعي حقایقو لپاره واقعي لارښوده هر اړخيزه او
روزونکې ټولګه ده. قرآن کریم بشريت ته د ټولو کايناتو د کره، پوره، ګټورې پېژندنې او سالمې روزنې عملي تګلار ده. قرآن کریم د ګردې نړۍ د ټولو شیانو موندنې او د روزنې اسرارو ته مو د ګټنې په موخه ځیروي
او اسرار يې راښيي.
د انسان د هر اړخیزې ودې لپاره په کایناتو کې د شتو شیانو د تسخیر او استفادې ځواکمنه اراده، سپېڅلى احساس او عالمانه هڅه وربښي یا په بله ژبه د کایناتو د ژوندیو او نا ژوندیو د لیدلو او نالیدلیو پلټونکي او روزونکي ته د کایناتو د اسرارو ښوونیز، پوهنيز او
روزنیز لارښود دی.
د انسان، حیوان، نبات، انرژۍ، پلوشې په پلټنه، پېژندنه، روزنه او سالمه استفاده د
قرآن کریم له غوښتنو، حقایقو او پوښتنو څخه ده.
له قرآن کریم نه د بشري نوابغو لرېوالی د ټولو مادي او معنوي ستونزو
سرچينه او اساس دی. بشر هومره نېکمرغه دی، چې عقل او عاطفه يې له قرآن کریم سره
تړاو ولري او هومره بدمرغه دی چې له قرآن کریم نه لرې دی. د بدن غړي هومره برکت لري چې د قرآني احکامو د
تطبیق له لارې د انسان په تربیه، د ژويو
په روزنه او د طبعيت په تسخير او سالمه استفاده کې بوخت وي.
No comments:
Post a Comment