تقریظ
الحمدلله الذی
انزل القرآن على عبده محمد من بني عدنان عليه افضل التسليمات و صلوات المنان ، و
اودع فيه حکمه من شتى علوم القرآن ، و شرح نبيه و صفيه ببسط و بيان و على آله و
ازواجه و ذرياته و صحابته و امته من الانس و الجان.
و بعد:
د ] مَنُّ الْحَلِيمِ الْمَنَّانِ فِيْ عُلُومِ
الْقُرْآنِ [ لړۍ د (د قرآن کریم نومونه او صفتونه،
ښوونيز – روزنيز نقش او آثار) اثر چې د قدرمن استاد محمد ناصر حليمي ليکنه
ده ، د علومو اکاډمۍ د مشرتابه لخوا د کره کتنې په موخه د تفسير او حديث مرکز ته
راستول شوى و ، نوموړى اثر د تفسير او حديث مرکز له خوا په شپږو برخو وويشل شو او
هره برخه يې يوه استاد ته د کره کتنې لپاره وسپارل شوه ، چې يادو استادانو:
څېړنوال عبدالرحمن عادل
څېړنپوه نورالحق عزيزي
څېړندوى محمد امان رسولي
څېړنوال ويس الدين نوري
څېړنوال نجيب الله امين
څېړنوال عبدالرحمن حامد
له خپله اړخه خپل نظرونه جوت کړي ، چې په
ټوليزه توګه يې نوموړى اثر د قرآني علومو په برخه کې ډېر مهم او په زړه پورې بللى
دى.
د علوم القرآن موضوع ډېره مهمه موضوع ده ، چې
علماوو په دې اړه زيات کتابونه او رسالې ليکلي دي ؛ خو د ښاغلي مولوي محمد ناصر حليمي ليکنه ځکه ډېره د ستاينې وړ
ده ، چې په روانه او عام فهمه خوږه پښتو ژبه يې داسې په زړه پورې او ارزښتناک بکر
اثر ليکلى دى ، چې سارى يې کم ليدل کېږي او په افغاني ټولنه کې د اسلامي فرهنګ په
بډاينې کې ستر رول لري.
نوموړي په خپل دې اثر کې د افغاني ټولنې له
اوسني روان کړکېچ څخه د بريالي راوتو يوازنى نسخه په قرآن کې تشخيص کړې ده ، چې په
تطبيق سره به يې د دې ناورين ځپلې ټولنې
مړاوې هيلې او اميدونه يو ځل بيا راتاند او د ژوند اصلي موخه به ورسره تر لاسه شي.
نوموړي اثر ته ډېر په زړه پورې نوم غوره شوى د
]من الحليم المنان فى علوم القرآن[ لړۍ (د قرآن
کريم نومونه او صفتونه، ښوونيز-روزنيز نقش او آثار) چې دا د دې څرګندونه کوي ، چې د
نوموړي اثر لوستل هر انسان لپاره ډېر مهم دي.
په دې اثر کې قرآني آيتونه ، نبوي احاديث او د
علماوو اقوال په ډېره امانتدارۍ د شاهد او دليل په توګه راوړل شوي ، هر نقل قول او
په لمنليک کې او دغه راز د اثر په اخر کې د ماخذونو په ليکلړ کې ذکر شوي دي.
د عناوينو او فصلونو ترتيب ته پوره پاملرنه
شوې ده ، مطالبو ته له عنوان سره سم منطقي تړاو ورکړ شوى دى ، په کومو آيتونو چې
استدلال شوى له مطلب سره د هغه ارتباط او مناسبت ته پوره پاملرنه شوې ده او
پاراګرافونو ته هم پوره توجه شوې ده.
تر هر څپرکي لاندې د لنډې سريزې په توګه د
موضوع د ښه وضاحت لپاره څو کرښې ليکل شوي دي ، چې د کتاب ارزښت يې څو برابره زيات
کړى دى.
د پورتنيو ښېګڼو په لرلو سره د نوموړي اثر چاپ
ته وړاندې
کېږي ، چې ګټه يې عامه او د علم خپرونه تر سره شي.
د يادونې وړ ده ، چې نوموړو استادانو د مولوي محمد ناصر حليمي له احساس او اخلاص څخه
چې له قرآن کريم ، هېوادوالو سره يې لري ، د زړه له کومې مننه کوي او د رب العزت
له درباره ورته د زياتو برياوو غوښتونکي دي ، قلم يې تاند په ژوند ، علم او عمر يې
برکت شه.
په
درنښت
د تفسير او حديث مرکز رياست
No comments:
Post a Comment