قرآن کریم له یوې شعور پارونکي زاویې نه:
د وخت د کمي او د روژې مبارکې تنګو فرصتونو باوجود ما د استاد محمد
ناصر حلیمي کتاب [د قرآن کريم
نومونه او صفتونه، ښوونيز – روزنيز نقش او آثار] ولوست.
کتاب په څو ژوندیو
تاثرونو ونازولم:
اول تاثر
دا چې په افغانستان
کې د شوروي اتحاد لښکرو د ماتې په حساب د هجرت یعنې د پېښور د بې وطنو
افغانانو په ماحول کې چې د بلا منفي تاثراتو تر څنګ یې مثبتې میراثې درلودې ، یوه پکې همدا وه چې زموږ خلک په هجرت کې د قرآن ، قرآني
درسونو او په مجموع کې ددینپوهنې له فیوضاتو نه بهرمند شول او هجرت موږ ته د قرآن
، مسجد او لمانځه سره اشنا نسل د یوه سوغات په توګه راکړ ، چې یو هم له دغه
ځوانانو نه چې د سیدجمال الدین په شان ژوندیو لېسو کې د هجرت په کور کې يې اسلام او علوم لوستي ، استاد ناصر
حلیمي دی چې دا زموږ په لاس کې کتاب یې یوه ژوندۍ نمونه ده.
استاد
حلیمي له قرآني ارزښتونو نه ډېر ژور تاثر اخېستی دی او د همدې
ژور تاثر له هسکو نه د قرآن کریم او الهي هدایاتو خلاف تلونکو افغانانو
باندې په همدې کتاب کې داسې خطاب لري:
همدومره بس دی چې
مسلمانانو پېړۍ پېړۍ له
ښکنځلمارو قیادتونو نه خپل ژوند او پت ځار کړی (۸1) صفحه.
واقعاً په کچه او
خامه کې روان مجاهدین او قیادتونه له همدې قرآني ارزښتونو سره له فاصلې نه په کږو سر شوي دي.
دویم تاثر
دا چې استاد محمدناصر
حلیمي په قرآن کریم کې د قرآن کریم لپاره له منتخبو نومونو او صفتونو نه په
الهام د دې اسماني کتاب سجل شوي مؤثریتونه پخپله طریقه درک ، راټول او مطرح کړي چې
په لوی سر کې د قرآن کریم لویې موخې هم پکې
همدا دي.
درېیم تاثر
او تر ټولو پر ځای
تاثر هغه دا چې استاد ناصر حلیمي په یوه ډېره تکرار هڅه کې د کتاب په زیاتو برخو کې د قرآن ، لمانځه
او نورو قرآني ارزښتونو په اړه او له هغو نه د ګټنې او ددغو د اغېز د بشپړولو لپاره یوه غوره لاره انتخاب کړې او هغه دا
چې قرآن کریم او لمونځ دواړه باید په بشپړه
توجه ولوستل شي.. او زده شي.. او د عمل لارښود شي.. یعنې چې قرآن کریم د عمل او تطبیق
لپاره زده کړو او ددغه ایمان پالونکي اغېز په لړ کې خلک اسلام او قرآنپوهنې
ته دعوت کړو.
دا ټول د استاد له
نظره هغه څه دي چې قرآن کریم د دغسې سړیو په
وسیله ایله په ټولنه کې د مثبت بدلون او پخپل ماحول کې د یو اغېزمند دعوت اولنی
ګام اخېستی شي.
څلورم تاثر
دا چې دا لیکنه د
قرآن کریم او دعوت شوې ټولنې په منځ کې د تعامل او متبادل اغېز او په مشخص ډول له قرآني هدایاتو سره د استقبال کوونکو
او بېباکه تصادم کوونکو په اړه د هدایت او عمه [د عقل
کوڼوالی]
متفاوت کردار ته په یو صوفیانه ژور تحلیل کې هغه څه
راټول کړي چې لوستونکی پخپله تجربه کې نوي عمل او نوي نظر ته هڅوي هغه له هدایت نه د محرومو سلسلو په لړ کې د
متکبرینو نوم اخلي او په دې اړه هغه هاغه کسان هم په ګوته کوي چې په ناخبرۍ کې د
کبرجنو د سجل برخه دي.
(كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰى كُلِّ
قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ).[1]
متکبر
د خلکو حق خواړه ،
غاصب انحصارګر ،
غله رشوتخواره ،
هر حق خور متکبر دی ،
د اولادونو په اړه بې
پروا پلار ، مور ، نیا او نېکه کبرجن دي.
د شاګردانو د حقونو د
اداء په اړه بې پروا مؤسس ، مدیر ، معلم او استاد متکبر دی(۴۰۱).
په همدې موخه حلیمي
صاحب الهي هدایات له هغې معمولي تقلیدي جغرافیې نه (یعنې انسان لوړو
اخلاقو ، عباداتو ، مشروع معاملاتو ته دعوت او د محرماتو له سلسلې نه د انسان
خبرول) یوې نوې جغرافیې ته وړي وای.
هدایت یوه عامه
لارښوونه ده چې په قرآن کریم کې په (هدی للناس) تعبیر شوې او بله معنا یې عمل ته چمتو کوونکی او هدف ته رسوونکی دی ، چې قرآن
کریم پکې د ژوندانه دنیوي او اخروي اړخونو ته لارښوونه ده، بل ځای وایي: د کائناتو هره ذره موندل او د انسان لپاره د هوسا او
پرمختللي ژوند بښل د کائناتو د تسخیر هدایت دی.(۴۱۶ )
انسانانو چې پخپله
اوږده تجربه کې څه راټول کړي او د هغوی نن چې د پرون او بل پرون سره
توپیر لري دا د هغو استعدادونو چانسونو د شرایطو او ماحول ګډ اغېز دی چې لوی او وخت بدلونکی خدای همدا اشرف المخلوقات د
هغه لپاره همدغسې پیداکړي دي.
(اقْرَأْ بِاسْمِ
رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (١) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (٢) اقْرَأْ
وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (٣) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (٤) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ
مَا لَمْ يَعْلَمْ (٥)). [2]
د "مالم یعلم " د رنګین تحول پاتې پړاوونه کېدای شي تر دې هم بوږنوونکي او زړه راښکونکي وي.
ولې کله کله لنډفکري په دې رنګین تحول کې ځان ویني او خدای نه.
پنځم تاثر
د حلیمي صاحب په
لیکنه کې او د کتاب په مختلفو فصلونو کې له یوې انساني پدیدې نه ډېر شاکي دی ، هغه دا
چې دا قرآن کریم سره له دې چې د ټول انسانیت د نیکمرغۍ او سعادت لپاره راغلی ، انسان دغې اسماني پیرزوينې ته په همدې لحاظ چې هغه د خالق او مالک خدای پیرزوینه
ده ، هغسې چې مناسب ده ، توجه ونه کړه او هغسې چې مناسب ده ، چا یې په آیتونو او هدایاتو کې له تدبر نه کار وانخېست او تر
ټولو زیاته شکوه او یا ګیله یې پخپله له هغو
مسلمانانو نه ده چې دا قرآن کریم په لمونځونو کې لولي او له ممبرو یې اوري ، بیا هم په عملي انداز کې خپل ژوند ددغو قرآني
ارزښتونو سره برابر نه کړای شو او حلیمي صاحب په همدې لیکنه کې له هغو مذهبي او سیاسي مشرانو نه ګيله من دی چې د دې
قرآن کریم او مذهب په پلمه یې ځانونه لوړو
ځایونو ته رسولي دي ، ولې هغوی د قرآن
کریم د لارښوونو خلاف دا امت د خپلو ښکنځلمارو ویناوو او لیکنو په اختلاف او جګړه
کې روان کړی دی.
که دغه تقریظ نه
اوږدېدای ما به د کتاب نه نورې ډېرې بېلګې رانقل کړې وای.
په
دې امید چې د کتابونو لیکونکي پر همدغسې یوې تعمیري لار روان شي او د دې کتاب
لوستونکي
تر دې زیات پکې پیدا او تر ما زیات د یو تصور له مخې پخپل ژوند ، پخپل عمل او
پخپلو روابطو ؛ بلکې پخپل لوست او لیکنه کې نوى نظر وکړي او قرآن ، ژوند ، عبادت
او معاملاتو ته له سره نوی نظر واچوي او هر څه د عمل ، انساني خدماتو او د لوی
پروردګار د خوشحالۍ په موخه تعقیب کړي.
حلیمي صاحب ته د لا نورو لیکنو توفیق غواړم.
محمدزمان مزمل
۱۳۹۸\جوزا\ ۱۷
No comments:
Post a Comment