د قرآن کریم نومونه او صفتونه، ­ښوونيز­– روزنيز نقش او آثار ( سریزه: د قرآن کریم ارزښت، د څېړنې ارزښت، د څېړنې ریښې سرچینې توکي او تګلارې، د څېړنې پوښتنې، د لیکوال اندېښنه او باور)


سریزه

الحَمدُ لِلهِ الذِي له العِزة وَالْجَبَرُوْتِ، وَبِيَدِهِ الملك والملكوت، وله الأسماء الحسنى والنعوت، العالم فلا يعزب عنه ما تظهره النجوى أو يخفيه السكوت، القادر فلا يعجزه شيء في السموات والأرض ولا يفوت، أنشأنا من الأرض نسما، واستعمرنا فيها أجيالا وأمما، ويسر لنا منها أرزاقا وقسما، تكنفنا الأرحام والبيوت، ويكفلنا الرزق والقوت، وتبلينا الأيام والوقوت، وتعتورنا الآجال التي خط علينا كتابها الموقوت، وله البقاء والثبوت، وهو الحي الذي لا يموت، والصلاة والسلام على سيدنا ومولانا محمد النبي العربي المكتوب في التوراة والإنجيل، المنعوت الذي تمخض لفصاله الكون قبل أن تتعاقب الآحاد والسبوت، ويتباين زحل والبهموت، وعلى آله وأصحابه الذين لهم في صحبته وأتباعه الأثر البعيد والصيت، والشمل الجميع في مظاهرته، ولعدوهم الشمل الشتيت، صلى الله عليه وعليهم ما اتصل بالإسلام جده المبخوت و انقطع بالكفر حبله المبتوت وسلم كثيرا أما بعد: [1]

د قرآن کریم ارزښت

قرآن کريم ټولې بشري نړۍ ته د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې یو ګټور، ژور او هر اړخیز پېغام دی.

خوږ اسلوب، خوندور ادبي ژانر او هضمېدونکې مفاهیم لري.

علمي قوانين، فلسفي قواعد، ښوونیزې، روزنیزې، پوهنیزې، عملي او منتجې لارښوونې، حقیقت انځوروونکې، حق پلټونکې او حقپالونکې محتوى لري.

روان ډاډمنوونکې، عقل پوهوونکې، ضمیر ویښوونکې او روزونکې لارښوونې لري.

د ګڼو معجزو، ډېرو نومونو او صفتونو له پلوه، ګټور، خوندور او حيرانوونکى دی. له جامع، هر اړخيز، حیرانوونکیو، مفاهیمو، حقایقو او ګټورو لارښوونو څخه ډک دی.

خوږ سبک یې روزونکی، پوهوونکی، ويښوونکی، هوښیاروونکی، تاندوونکی او فعالوونکی دى.

د کایناتو پټو اسرارو، ژوندیو موضوعګانو، اړینو حقایقو تر لاسي ته لارښوونکی، ځیروونکی او استفادې ته په فردي او ټولنیزه بڼه چمتو کوونکی دی.

د منځپانګې او سبک له پلوه تر ځلېدلو ملغلرو ځلاند دى او د الماس تر اتومي جوړښت منظم، کلک او منسجم دى. د لمر غوندې د انساني ژوند ټول اړخونه، ټول استعدادونه او د نړۍ تياره اړخونه، د فردي او اجتماعي پرمختیاوو لارې ګودرې په زرینو وړانګو رڼوي، په ګلورینو پلوشو يې ښایسته او د خیر پر محور یې څرخوي.

قرآن کريم د کايناتو د پټو اسرارو او د بشري ژوند د ټولو اړخونو دقیق، مجمل، مفصل، روښانه، په زړه پورې رښتینې لارښودیزه، روزنیزه او پایله واله پوهنیزه ټولګه ده. وګړي او ټولنې ترې د عقلي وړتيا او عاطفي سپېڅلتیا هومره اصلاحات، پراختيا، عملي پرمختیا او منتجې لارښوونې اخستلای او د ژوندانه په چارو کې بریالی کېدلای شي.

پرون ورځ چې مسلمان د بشريت لپاره د خیر او هدایت سرچينه او د پرمختګ ذریعه وه، لامل یې همدا و، چې قرآن کریم په عقلي وړتیا او عاطفي سپېڅلتیا په نبوي تګلارې د تطبیقي موخو لپاره اخستل شوی او پلي شوی و. نن چې د مسلمان عقل او عاطفه له قرآن کریم سره نا بلده ده، خپلې چارې يې ګډې وډې دي، خپلې چارې نشي پېژندلای، سرته رسول او سمبالول ؛ خو لرې خبره ده، لامل يې له نبوي دود څخه لرې والى دى.

قرآن کریم خپل لوستونکي لوړو چارو، سترو کارونو، عالي ویناوو او ګټورو طرحو ترسرولو او ترلاسولو ته ځير او چمتو کوي او مخې ته یې پراته خنډونه په نښه او هواروي. ګټورو ویناوو، منتجو چارو او نتیجه ورو افکارو ته د چمتووالي او ځیرنې خوږې، لنډې او اسانه لارښوونې لري.

سترستر نوابغ او فیلسوفان ځان د قرآن کریم په رڼا کې داسې ویني، لکه په وړه بېړۍ کې ناسته سپرلۍ چې له سمندره یوه لپه اوبه را اخلي.

لوړ استعدادونه، خواږه ادبي ذوقونه، خدماتي او علمي ځواکونه په بېساري خوږه، معقوله او منتجه بڼه له حقايقو او حقوقو سره په عملي بڼه تړي په زړه او دماغ کې یې پراته اوهام له منځه وړي، تخیلات او تصورات د عقلي وړتیاوو تابع او عقلي وړتیاوې په عاطفي وړتیاوو او عاطفي وړتياوې په عقلي وړتياوو تاندوي او مضبوطوي.

د ژوند د هر ډګر علمي تخصصونو لپاره د پندونو خواږه تعبیرونه لري. د انسان د شخصیت د کره پېژندنې حيرانوونکې، رښتینې او په زړه پورې منظرې لري. د ژوندانه د پرمختیا او ستونزو د حل لپاره حقايق ښکاره ژمنې څرګندوي او حقوق یې په ګوته کوي.

د بشري ناورینونو د له منځه وړولو او د پرمختګونو رامنځته کولو لپاره د تطبیق وړ غوره او کره معلومات، قواعد، کړنلارې او موخې لري. قرآن کریم فردي او اجتماعي ګټې د یوې سیکې دوه مخه ګڼي. کارنده، هوښیار، لوړ همته او دردمن لوستونکي ترې د خپلې عقلي وړتیا او عاطفي سپېڅلتیا په کچه د ژوند په عملي ډګرونو کې په پراخه پېمانه پند، پلان د چار سازۍ تګلارې، کړنلارې او آرونه په داسې بڼه اخلي چې هر دم او هر قدم یې په بشر او طبیعت کې د پرمختیا خوښوونکى جريان، رښتینې پیلامه او ګټوره نتيجه وي.

څومره چې د یو انسان عقل کنګل، بدن یې سست او عاطفه يې ړنده وي، هومره له قرآني رڼاوو بې برخې وي، د داسې خلکو ژوند چې وڅېړې، ویناوې، سوچونه او چارې يې د حقتلفۍ کرغېړن انځورونه او د حقتلفۍ پر مخ روان وي.

څومره چې انسان هوښیار او ضمیر یې د قرآن کریم د پيغام په خوږو خړوب وي، هومره د حق او حقپالو ملګری، ظلم غندونکی او ظالم ځپونکی وي.

د قرآن کریم رښتیني لوستونکي په قرآن کریم کې د سوچ له لارې خپل عمل، فکر او وينا سموي، خپل نیت او اراده سپېڅلې کوي، په عملي بڼه بشري پرګنې د لوړو چارو تر لاسي ته هڅوي، فکري او عاطفي تشې ډکوي، عاطفي تنده خړوبوي، بشري وړتیاوې د بشري اړتیاوو حل ته چمتو کوي او بشري عواطف د خير ښېګڼو او لاسته راوړنو په لور، د حقونو او ژمنو کره ادایېنې ته چمتو کوي.

د قران په څېر بشپړ کتاب به څوک پيدا نه کړي، چې د کمال او ښکلا په دومره لوى ثبوت داسې تلپاتې هر اړخيزه صادقانه ادعا وکړاى شي او بيا يې د ادعا ثبوت په هره کلمه، جمله، فقره، آيت او سورت کې داسې روښانه او ښکاره وي، چې د نزول پرمهال او لسګونه پېړۍ وروسته يې پر حقانیت دوست، دښمن، ستر کادري شخصیتونه او علمي ارګانونه له نړېوالو علمي نورمونو سره برابر عالمانه او عادلانه اعتراف وکړي.

د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ لپاره يې داسې ځانګړنې، شرایط او ضوابط وړاندې کړي، چې هېڅوک به عقلاً ترې انکار ونه کړای شي، په دې شرط چې د تعصب خړې لوخوړې يې زړه او عقل په ناپوهۍ نه وي پوښلی.

دا مثال ډېر پر ځای دی، چې وايي: هر ماشين چې جوړېږي، یوه لارښود کتابچه ورسره وي، چې که ماشين د لارښوونو له مخه وکارول شي، د ماشين لاسته راوړنې او عمر زیاتیږي او که د کېټلاګ له لارښوونو سره سم استعمال نشي، ماشين له منځه ځي او ناوړو پایلو سره مخ کېږي، همداسې قرآن کریم دی.

قرآن کریم له رڼو عقلونو او سپېڅلو عواطفو څخه په علمي دقت او سیستماتیک آفاقي او انفسي پرمختيايي بدلونونو، پرمختیاوو او د ګټورو چارو په ترسرکولو کې تطبیقي امنتج فعالیتونه غواړي.

د څېړنې ارزښت

د قرآن کریم د پېژندنې او کره پوهېدنې لپاره د قرآن کریم د نومونو او صفتونو تحلیلي پېژندنه د بشري پرمختګ ستره اړتیا او د بشري جنايتونو او جرمونو د مخنيوي بنسټ دی. هر نوم او صفت يې په همغه څانګه کې بشر ګټورو اهدافو، عادلانه تصامیمو، عالمانه تګلارو او مخلصانه چارو ترلاسونې ته هڅوي او چمتو کوي، چې هغه د بشري اړتیاوو حل او د کایناتو مادي او معنوي وړتیاوو ته د اړتیاوو د رژولو لپاره وده ورکول دي.

د قرآن کریم نومونه او صفتونه د قرآن کریم اهداف، موضوعات او معیارونه دي. د قرآن کریم نزول کوم هدف چې د انسانانو په فردي او اجتماعي ژوند کې لري ښکاره ځلېږي، یعنې قرآني نومونه او صفتونه د قرآني موخو او موضوع ګانو لنډيز، عنوانونه او سرټکي دي.

هر نوم او صفت يې له بشري اړتیا او وړتیا سره، پوهنیز، ښوونیز او روزنیز تړاو لري، چې د قرآني علومو محور دی. د خپلو لوستونکو عقلونه، زړونه او غړي عمل، اخلاص او نتايجو ته هڅوي او چمتو کوي.

د مادي، معنوي، دنیوي او اخروي چارو، ویناوو، فکرونو او نتایجو تر لاسونې ته یې داسې سیخوي چې فردي ګټې ټولنیزې ګټې وپالي او ټولنیزې ګټې فردي ګټې خوندي کړي، هر نوم او صفت یې د حق پېژندنې او ژمن ادایېنې کره او په زړه پورې ننداره ده.

د وينا، باور، کار، هدف او حرکت پر ښه والي او بدوالي صادقانه، عالمانه او عادلانه قضاوتونه لري.

قرآني نومونه او صفتونه د انساني پرمختیاوو موخې، معیارونه او کړنلارې دي. د دې عظیم کتاب او بشري پرګنو وروستي هدفونه قرآني نومونه او صفتونه دي، په ښو او بدو د قضاوت د معیارونو نښې او نورمونه قرآني نومونه او صفتونه دي، په دې معیارونو د ځان برابرولو او د اهدافو تر لاسولو کړنلار قرآني نومونه او صفتونه دي. د فرد، ټولنې او حکومت د پرمختګ د بشري او طبیعي منابعو د انکشاف لارې چارې قرآني نومونه او صفتونه دي چې دا د قرآن کریم تر ټولو معجزو ستره معجزه ده.[2]

د قرآن کريم د ځان ستاینې او ځان نومونې بله ځانګړتيا دا ده، چې د نومونو او صفتونو سياق او سباق[3] يې وضاحتي عنصر، د اثبات دلايل، د سبک ښکلا او د تعبیر د خوږوالي او روڼوالي نه بېلېدونکي توکي دي.

موږ دلته هغه مثالونه د قرآن کریم د لوستونکو ژورې ځيرنې ته پرېږدو، چې د قرآن کریم په نومونو او صفتونو کې له ژوند او تخصص سره په تړاو وسنجوي او عملي اقدام وکړي.

د موضوع د لا روښانتيا لپاره اړتيا ده، چې نومونه او صفتونه يې له ژباړې او رڼې تبصرې سره درنو لوستونکو ته وړاندې کړو. د خیر او شر، د سپېره والي او برکت، ښو او بدو، ګټورو او مضرو، دوستيو او دښمنیو، مینې او کرکې، کاميابۍ او ناکامۍ، برلاسۍ او لاسپوڅۍ، د عمل او نتیجې، د سمې او پوره پېژندنې لپاره د قرآن کریم نومونه او صفتونه د حق او حقيقت پېژندنې معیارونه او سیستمونه دي.

مثلا وايو: قرآن کریم له انسان نه مجد، درنښت، پوهه، پرمختګ، رحم، ښې، خوږې، پخې او ګټورې خبرې، چارې او آندونه، رڼا، درنښت، هدایت، عزتمن کېدنه او پرمختيا غواړي. د سالمو فطرتونو انسانان همدې پورته اهدافو ته د رسېدو له لارې د بشريت د ژوند سپېڅليو اهدافو په لور بيايي، قرآني نومونه او صفتونه د دې لارې مشالونه دي. دغه ټولې ځانګړتیاوې د قرآن کریم په نومونو او صفتونو کې روښانه ځلېږي. دغه لنډه لیکنه د همدې موضوع په اړه شوې ده.

قرآني نومونه او صفتونه ؛ بشري اهدافو ته د رسېدو عملي کړنلار، کره معیار، د رسېدا او نه رسېدا د اروزنې اصول دي. د قرآن کریم نومونه او صفتونه د انساني ژوند پېژندنې، ارزونې او لارښوونې لپاره اسانه نښې، ښکاره لارښوونې او روزنيز بنسټونه دي، چې علمي او متخصص خلك تر غیرعلمي خلکو ډېر او ښه پرې پوهېږي. د علمي خلکو لپاره يې د ژوندانه ټولو برخو ته د ګټورو علمي او عملي طرحو د وړاندې کولو لپاره هڅاند او زړه راښکونکی روزنيز لارښود دی.

قرآني نومونه او صفتونه په اعتقادي، عبادي، حقوقي، اقتصادي، حربي، صحي، تعلیمي، تحصیلي، تحقیقي، اداري، سیاسي، طبيعي، اجتماعي، امنیتي، کورني نظام، حکومتي پرمختیا او پراختیا لپاره هغه پوهنیزه، لارښوونکې او روزنيزه ټولګه ده چې نتیجه یې بشري سعادت، طبیعي ښکلا، ټولنيز امن او سوکالي ده. یا په بله وینا قرآني نومونه او صفتونه د ژوندانه هر اړخيزه تفسیر، کامل لنډیز او د نېکمرغه ژوند لپاره اهداف، معیارونه او تګلارې دي.

د دې نومونو په کتو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې په حقیقت کې دغه نومونه او صفات د قرآن کریم لنډيز او نتیجه ده چې د ژوندانه د هرې برخې او په انسان کې د انساني مواصفاتو، ژمنو او حقونو د پېژندنې لپاره محک او معیار، هدف او هدف ته د رسېدو تګلار او د چارو او ویناوو د هر اړخیزې ارزونې کره او پوره روزنیز لارښود، متوازنه ښودانه او سعادت تضمینوونکی جریان دی.

یا په بل تعبیر د قرآن کریم نومونه او صفات د انسان د عاطفي ودې، عقلي ارتقاء، رواني ثبات، روحي پياوړتیا، جسمي سلامتیا او اجتماعي نظم لپاره یو منظم فهرست دی، چې هر څوک پکې خپل ماضي و حال او استقبال لیدلای او ارزولای شي، چې پرمخ ځي، که پر شا، لوړ ځي، که ځوړ، وده کوي او که له منځه ځي؟ همداسې هم د ژوند په ټولو فردي، اجتماعي، سیاسي، اقتصادي، صنعتي او زراعتي اړخونو کې در واخلئ.

د څېړنې ریښې

یو شخص د قرآن پالنې مدعي دی، وايي چې زه د پېغمبر ﷺ وارث او قرآن پال يم، ګورو چې دی د قرآن کریم د څو نومونو عملي انځور دی ؛ ځکه پېغمبري وراثت شعار، تقریر او لیکوالي نه ده، پېغمبري وراثت د حقوق الله او حقوق العباد په اړه کره کار، پوره زیار او ګټوره ټولنیزه مېوه ده، تشه دعوه، غوړې خبرې او بې انتظامه چارې نه دي؟

موږ ګورو چې د شعار ورکوونکي په فردي او اجتماعي ژوند کې څومره قرآني نومونه او صفات په پایلیزه بڼه څومره او څرنګه لیدل کېږي، یا په بله ژبه د خپلو ویناوو څومره او څرنګه ممثل دی؟ ايا څه چې وايي همغسې دى، د خپلو خبرو عملي او منتج ترجمان دى او که د ساحرانه خبرو اتل؟

مثلاً: قرآن کریم هدی للناس او رحمة للناس دی، نو ایا د وراثت مدعي هم د خلکو لپاره د هدایت ذریعه او د رحمت وسيله دى او که نه؟ قرآن کریم رحمت دی د وراثت د مدعي د رحم وزرې پر څومره خلکو خورې شوې دي؟ قرآن کریم عزيز دی، د پت ساتنې، پالنې او درناوي کچه یې څومره ده؟

د وراثت مدعي د څومره خلکو لپاره يې د پتمن، پرمختللي او خوږ ژوند لار هواره کړې ده؟ ایا د الله تعالی د اوامرو پر اساس یې په اعتقادي، عبادتي، اخلاقي، تجارتي، صنعتي، تولیداتي او وارداتي هڅو له انساني چم څخه يې د فقر، بېوزلۍ او بېوسۍ سپېره ټغر په ورټولولو کې ونډه لري او کنه؟

قرآن شفاء ده، ایا دغه مدعي د خلکو د رواني، روحي، عقلي او جسمي رنځونو تشخیصوونکی، د دوا عالمانه تجویزوونکی او حاذق معالج دی او کنه؟ او يا لږ تر لږه یې د ځان درملنه کړې ده، خپلې جسمي، عقلي، روحي، رواني او اجتماعي نیمګړتیاوې يې پوره کړي دي کنه او یا لږ تر لږه د دې لپاره هڅه او هاند لري او کنه؟ ايا دغه قرانپوه د لوړو او عالي صفاتو خاوند دی، ایا دغه شخص، ګوند او رهبر د نړۍ د لوړو او عالي ستونزو په حل کې نقش او په بشري پرمختیاوو کې ونډه لري او کنه؟

د بشريت د مادي او معنوي سعادت لپاره يې څه کړي دي؟ بشري خولو، اوښکو او وینو ته څومره درنښت لري، خوندي کېدا ته یې څومره ژمن، اندېښمن او څومره ورته عملا کار کوي؟ د فقر، رنځ، ظلم او نورو تورتمونو په له منځه وړلو، د شتمنۍ، روغتیا او عدل په ځواکمنولو کې څومره ونډه لري؟

د فردي، اجتماعي، سیاسي، تعلیمي، تحصیلي او تحقیقاتي بحرانونو او کورنيو کړکېچونو د مهارولو لپاره، په عقلي او روحي پرمختیا او انکشاف کې د اجتماعي وحدت او انسجام لپاره څه ډول او څومره ونډه لري؟

د تفرقې او اختلاف د له منځه وړو لپاره یې د هڅو او هاند کچه څومره او څرنګه ده؟ یعنې هر څوک، هره ډله، هر فکر او هر نظر بايد د قرآني نومونو په هنداره کې و ارزول شي او بیا پرې د ښو او بدو، ګټور او مضر قضاوت وشي.

ویلای شو چې قرآني نومونه او صفتونه د ښو او بدو د پېژندنې، تشخیص، ټاکنې او ارزونې لپاره یوه رڼه هنداره ده، چې هر څه پکې د څوینې (کمیت) او څه ینې (کیفیت) له پلوه تلل او ارزول کېږي.

ز قرآن پیش خود آیينه آویز دګر ګون ګشته از خویش بګریز [4]

د قرآن هنداره ونیسه خپل مخ ته په اوښتې دنګه وتښته له ځانه

قران کریم یوه عجیبه نسبي بڼه لري، ګټور خلک او ښې چارې پکې د خپلې ګټورتیا په تناسب ستایل کېږي او مضر د خپل ضرر په پرتله پکې غندل کېږي، دا د قرآن کریم د لومړیتوب پېژندنې اعجاز دی، چې د نجات ساحل ته بشريت د پورې ایستو لنډه لار ده، مګر ځانګړې څېړنه غواړي او دا د قرآن کریم روزنیزه معجزه ده چې د پوهې پر بنسټ تطبيقي نتیجه غواړي، چې موږ مسلمانان په دې ډګر کې د بشريت او قرآن کریم پوروړي يو.

په داسې تعبیر چې هم خپل لوستونکي لوړو اهدافو، سپېڅلو تګلارو، ګټورو چارو، درنو ویناوو او منتجو ټولنیزو جوړښتونو ته هڅوي، هم د هدفمنو او سپېڅلو انسانانو لپاره نهايي، لوړ، سپېڅلي، اړتیا حلوونکي او وړتیا غوړونکي موخې او مسير ټاکي.

دغه نومونه ګټورو او عملي موخو ته د ځان رسونې خوندور، هڅانده، فردي، اجتماعي پوهنیز او روزنیز طرز لري، د بشر د عقل او عاطفې قوتونه له فردي او اجتماعي پرمختیاوو سره د علم او عمل پربنسټ ګنډي.

د فردي او اجتماعي ژوند، د سمو او کږو انسانانو، د ګټورو او مضرو ډلو ټپلو د پېژندنې او ارزونې لپاره له یوې خوا معیار او له بلې خوا جبران ته هڅوونکی جريان دی، یا په بل تعبیر د ژوندانه په ټولو اړخونو کې په دنیوي او اخروي چارو کې د بریالیتوبونو د لاس ته راوړنې نه بدلېدونکی او نه غلطیدونکی معیار او لارښود دی.

سرچینې توکي او تګلارې

د دې موضوع ګانو د ثبوت لپاره مې د ځینو غربي علماوو ویناوې هم د شاهد په توګه رانقل کړي.

ښايي لوستونکي دا خبره وکړي، چې د دوی د دغو اعترافاتو په پرتله څلورګوني امامان، شاطبي، ابن رشدالجد، ابن رشد الحفید، ابن خلدون، غزالي، ابن تیمیه، ابن الجوزي، ابن سینا بلخي، جلال الدین بلخي، فاريابي، سیوطي، رازي، طبري، ابن کثیر، ابن مسکویه، ابن جماعة.. (رحمهم الله) او د اوسنيو معاصرو علماوو ډېرې پخې، په زړه پورې او پر ځای خبرې کړې دي.

ولې د دوی په وینا استدلال نه کېږي، چې اجتماعي اعتبار، سپېڅلی تاریخ، د مسلمانانو په درد دردمند عواطف او د مسلمانانو د خلاصون لپاره غوره کړنلار او د اسلام له اساسي منابعو سره تړلي نظريات او منلي شخصیتونه لري!؟.

زما باور دا دى، چې لويديځ د مسلمانانو د شاګردۍ له برکته په علمي او پرمختیايي ډګرونو کې د نړۍ علمي، اداري، حربي او سیاسي مشري په لاس کې ونېوله او وځلېده.

د قرآن کریم په اړه د دغو مسلمانو نابغه علماوو د ویناوو راټولول د اوسنيو علمي کادرونو او څېړنیزو ارګانونو وجیبه ده، د اسلامي امت د نجات لار د همدوی درنو په ویناوو کې څارلای او موندلای شو.

د دې کتاب د څېړنې په جریان کې مې د دې علماوو په ویناوو کې داسې خبرې ولوستې چې د نن ورځې خبرې دي، متأسفانه د دوی درنې او پخې خبرې د فرعي اختلافاتو په خړو وریځو او د خاینو واکمنانو د کاري غفلت او مالي خیانت په سپېرو دوړو کې پټې او زموږ له نسلونو ورکې دي.

 متأسفانه د دوی له ارزښتناکو لارښوونو څخه زموږ ولسونه بې برخې او دیني علماء خپلو مسلمانو ولسونو او بشري پرګنو ته په دې پړه دي. د لويديځوالو عالمانو ویناوې مې د دې لپاره را واخستې، چې درانه لوستونکي دا ومني چې د قرآن کریم پر لمر د مسلمانانو د میینتوب لامل ړنده مینه، میراثي لېوالتیا، اجتماعي جبر، دروغجن تسکین او علمي تشه نه ده.

د نړۍ هغه څېړندويان او پوهان چې له ماشومتوبه تر مشرۍ ورته د قرآن کریم په اړه منفي تبلیغ شوی، احساس يې له قرآن کریم سره د کرکې له مخې روزل شوی، مګر کله چې قرآن کریم تر دقیقي علمي او عادلانه څېړنې لاندې نيسي، د حقپالنې انساني جوهر چې موږ یې ضمیر ګڼو، پر حق ورته د اعتراف امر کوي او دی ورته غاړه ږدي او په پوره جرأت د قرآن کریم پر حقانیت اعتراف کوي.

    دا چې قرآني نومونه او صفات د انساني اړتیاوو حل او د ودې، معیار او هدف ته د رسېدو لپاره یې تګلاره ده، په دغه لنډه او ځغلنده لیکنه کې د موضوع حق نه دی اداء شوی.

یواځې همدومره ویلای شم، چې په قرآن کریم کې دې اړینې موضوع ته د ژوند او پرمختګ تضمینوونکيو سیستمونو د ایجاد توضیحي ښوونه، تشریحي وړاندیز او سرسري کره کتنه ده.

د قرآني علومو متخصصینو په دې اړه د وګړیزو او ټولنیزو اړتیاوو حل له همدې لارې بشريت ته ورکړی دی. د بشريت د نېکمرغۍ لپاره دغه له خیر او برکته ډک لمر (قرآن کریم) له مسلمانانو سره امانت دی، دا باید بشريت ته په عالمانه، حکیمانه، کریمانه او رحیمانه بڼه وړاندې کړي او اساس يې دا دی، چې زموږ د دیني مدارسو په نصاب، تدریسي مېتود، شخصیت جوړونه او هدف ټاکنه کې له نبوي اصولو کار واخستل شي، چې د قرآن کریم تدریسي دود د پېغمبر په ژوند کې مطالعه کړو ؛ چې عزت بښنه، مینه، پالنه، لورنه، پېرزوينه، پوهونه، ویښونه او هوښیارونه یې اساسي
توکي وي.

دا کتاب په درېو ټوکو کې لیکل شوی دی، چې لومړنی ټوک یې پنځه نومونه او ۲۵ صفتونه دي او دوهم ټوک يې ٤٠ صفتونه لري، درېيم ټوک يې ٣٨ صفتونه لري چې هریو یې ځانګړې سریزه، پایله او منځپانګه لري.

لومړی ټوک يې یوه سریزه، څلرویشت فصلونه، پایله، ماخذونه او لړلیک لري:

په شپږو فصلونو کې پنځه نومونه او په اتلسو فصلونو کې (۲۵) صفتونه توضېح شوي دي هر نوم او هر صفت يې له ژوندانه سره په تړاو توضېح شوی دی.

احادیث یې د حکم له پلوه د صحیح، صحیح لغیره، حسن لذاته او حسن لغیره او قوي الاسناد دي، احادیث مې اصلي او فرعي منابعو ته عزو[5] کړي دي.

د څېړنې پوښتنې

موږ چې خپله ټولنه ګورو او ټولنیزه وضع پکې شنو، د حقتلفۍ کچه پکې دومره لوړه ده، چې قرآني او نبوي لارښوونو ته په کتو هېڅوک نشي ویلای چې په دې ټولنه کې به خلک له قرآن کریم او نبوي احاديثو سره اشنايي ولري، حتی هغه ادارې چي قرآن کریم او سنت پکې تدريسېږي، د حق ادايېنې په عملي کولو کې پاتې راغلي، له نورو ارګانونو خو هېڅ ګیله نشته.

په داسې حال کې چې د نړۍ تر ټولو کتابونو د حقونو د دفاع او اداء جامع او هر اړخیزاسانه او هضمېدونى کتاب قرآن کریم دی، چې د انسان د عقل، عاطفې او جسم د پیاوړي کولو له لارې ټولنې ته په لوړه کچه حقوقي برخو کې پرمختیا او سپېڅلتیا بښي. د نړۍ د عدالت د مخکښانو او مدافعانو عواطف چې هومره د قرآن کریم په چينه خړوب شوي دي، هومره يې عادلانه کړنې، منصفانه چارې منتجې او د ستاینې وړ کارنامې لري. اروپا ته چې لا قرآن کریم لار نه وه موندلې د ظلم، جهل او استبداد ستر مرکز و اما د قرآن کریم په برکت، دوی نن د علمي، صنعتي او څېړنیزو پرمختیاوو نړېوال اتلان، مشران او مخکښان دي. ای کاش اروپایانو قرآن کریم د ايمان پر بنسټ منلى واى اوس به یې د بشر د سياسي ثبات، اقتصادي پرمختیا او اجتماعي عدالت مشري يې هم کولاى شوه، په امريکا، کاناډا، اسيا او افريقا کې د نسل وژنې تور داغ به يې پر علمي لمن نه واى.

نن چې مسلمانان د عقيدې په میدان کې په اعتقادي نامه د خپل ورور وینه ځان ته مباحه ګڼي او د کلمه ویونکي د وژنې له لارې د جنت د لوړو مقامونو د ګټلو درواغجنې هیلې په زړه کې پالي، اسلام په اسلام ځپي، مسلمان په مسلمان وژني، کورني اور ته په مختلفو پلمو، شعارونو، ډنډورو، چلونو او نومونو لمن وهي، عبادات د معاملاتو او چارو د سمون لامل نه، بلکې عکس یې د عمل په هر ډګر کې کتل کېږي، پایله يې دا شوه چې د حقتلفۍ شرمېدلې کچه د حقپال کتاب ترڅنګ تر اټکل پورته شوه، که له مسلمانانو پوښتنه وشي، چې عملي حقوقي وضع مو اسلامي ده او کنه؟ پخپله پر دې اعتراف کوي، چې نه ده.

د مسلمانانو اقتصادي وضع دومره بدرنګه ده، چې ځينې یې د اسراف لوړې کچې ته رسېدلي او پړسيدلي دي او ډېری یې له لوږې مري، په څېړنیزو، صنعتي او زراعتي تولیداتو کې خو شهکاري له سره لري نه.

ښوونیز او روزنیز جریان مو بې کیفیته، بې خونده، بې پنده دی او د ژوند په سمون کې یې نقش ډېر بې خونده او تت ثمره دى، متأسفانه په ډېرو برخو کې ښوونه او روزنه اغزنه بڼه او زهرجنه پایله لري. اداري، مالي، زراعتي، صنعتي او تجارتي فساد مو پر مورګو اوړي. اجتماعي جوړښت مو د فساد، بې نظمۍ او بې عدالتۍ بدرنګې بېلګې دي.

حربي او امنیتي وضع مو ډېره خرابه ده، په پردیو پانګو او وسلو د پرديپالو او ظالمانو په طرحو او نقشو د خپلو بېوزلو او بې وسو خلکو وینې تویوو او د پردیو په لمسه د غمیو په څېر ښکلي شاه زلمي د ړندو جنګونو د ښامار خولې ته ورکوو، په درواغجنو شعارونو مو نسلونه تباه کړل، خونې مو ورانې، وینې مو ضایع او اوښکې مو بهانده دي.

د کورني نظام تاسیس او پيل یې شرعي او جریان يې کاملاً د قرآن کریم له اصولو سره اړخ نه لګوي. که مسلمانانو ته د سالمې کورنۍ د جوړښت مخه پاکه شي، ځانونه څه چې نړۍ هم سمبالولای او منظمولای شي. د پاکو میندو او پاکو پلرونو شتون زموږ ویاړمنه ځانګړتیا ده، نه شراب شته، نه د خنزیرغوښه نه زنا شته او نه پت پلورنه، داسې سپېڅلی قوم باید د بشريت ښوونکی، روزونکی او لارښود وي او وای. متاسفانه د پراخه مالي غدر له امله چې په اسلامي هېوادونو کې د مفسدو چارواکو لخوا رهبري کېږي زموږ نسلونه یې په عقلي، روحي او جسمي خوار ځواکۍ اخته کړي دي. د ټولنیزو او مالي چارو رهبري د غدر، ظلم، استبداد په ګريسو چلېږي، کله چې يې ګریس وچ شي، بیرینګ ماتېږي.

د لیکوال اندېښنه او باور

بشريت تر هر څه د مخه د قرآن کریم ژوندي تفسیر ته اړتیا لري د ژوندي تفسیر معنی دا ده، چې د قرآن کریم له لارې د بشر عقلي، عاطفي، فزيکي او اجتماعي وړتیاوې، سپېڅلې، غښتلې او کارنده کړي، بشري ستونزو ته د حل عاقلانه، عالمانه، کریمانه او رحیمانه لار پیدا کړي. رښتينی مؤمن د قرآن کریم ژوندى تفسير او د قرآني آیتونو ممثل دی، مؤمن پر قرآن کریم د فردي، کورني، ملي او بین المللي ستونزو حل او نعم البدل رامنځته کولو ته ژمن دی، که دا تشې ډکې نشي ؛ نو معنا يې دا ده چې موږ قرآن کریم ته شا کړې، د قرآن کریم اعجاز مو تر پوښتنې لاندې راوستی، له قرآن کریم سره یواځې لفظي او ژباړنۍ اړیکه لرو، نتیجه او عمل چې اساسي عناصر او د قرآن کریم نهايي موخې دي شاته غورځول شوي دي، که څه هم داسې کسان شته چې حرامو ته د حلالو او غیر علمي تحلیلونو ته ژوندی تفسیر وايي چې قرآنپوهان ورته تحریف وایي د قران اجيرانه تفسير د قران ژوندی تفسير نه دی.

دا هغه حقیقت دی، چې برناردشاو انګلیسي فیلسوف داسې اعتراف کوي: «محمد ﷺ د بشري نړۍ ناجي دی».[6] استاد مونتګیمروات وايي: «اسلام اوسنی او راتلونکی دین دی، د نن او د سبا دین دی، د ګرد انسانیت دین دی او د انسانانو د پالونکي تر ارادې پورې به دا دین حاکم وي». [7]

د قرآن کریم تطبیق د بشريت لپاره د نجات یوازینۍ لار ده، دغه لیکنه په دې لار کې یو ګام دی، چې د ژوندانه د ټولو ستونزو د حل لپاره باید بشريت ورته په عمومي توګه او مسلمانان په ځانګړي توګه د قرآن کریم د نومونو او صفتونو له لارې هدفمنه مراجعه وکړي.

چارې مو هله سمېږي چې د ژوندانه اهداف، د ښو او بدو د پېژندنې معیارونه او د پرمختیايي او پراختیايي چارو کړنلارې قرآني کړو، که داسې مو وکړه پایله به یې د ژوند په ټولو ډګرونو کې د برياوو او لاس ته راوړنو ویاړونه وي.

که مو قران ته تطبقي او هدفمنه مراجعه ونه کړه ژوند به مو ځان او بشر ته ګواښنده او د خطرونو زېږنده شي. موږ به هله قرآنپال یو چې داسې نظام جوړ کړو چې د هر انسان ژوند، عقل، مال، حیثیت، دین د ساتنې او هر اړخیزې پالنې او سمبالنې ضمانت وکړای شو. دیني مدارس راته انسانپال، ټولنپال او وګړپال مؤمنان راکړي. البته له ژوند سره په تړاو د قرآن کریم په اړه لا نورو لیکنو ته هم اړتیا ده خپله دغه لنډه پيلامه د قرآن کریم په دې آیتونو رانغاړم:

« كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آَيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ (٢٩) ».[8]

(او دا كتاب، چې مو در لېږلی، ډېر برکتناک كتاب دی، د دې لپاره چې د ژوندانه انځورونه مو پکې وګورئ، د رڼو عقلونو خاوندان پرې ځان پوهولای او عملي کولای شي.

« وَهَذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (١٥٥) أَنْ تَقُولُوا إِنَّمَا أُنْزِلَ الْكِتَابُ عَلَى طَائِفَتَيْنِ مِنْ قَبْلِنَا وَإِنْ كُنَّا عَنْ دِرَاسَتِهِمْ لَغَافِلِينَ (١٥٦) ».[9]

( بیا ونه وایئ چې اسماني كتابونه ؛ خو له موږ مخكې پر دوو ډلو نازل شوی وو او موږ ترې بې خبره وو، په الهي آیتونو کې د هغو له پلټنو او څېړنو نه بې خبره وو).

« أَوْ تَقُولُوا لَوْ أَنَّا أُنْزِلَ عَلَيْنَا الْكِتَابُ لَكُنَّا أَهْدَى مِنْهُمْ فَقَدْ جَاءَكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَّبَ بِآَيَاتِ اللَّهِ وَصَدَفَ عَنْهَا سَنَجْزِي الَّذِينَ يَصْدِفُونَ عَنْ آَيَاتِنَا سُوءَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يَصْدِفُونَ (١٥٧) ».[10]

(او دا بهانه هم نه شئ كولاى، چې که موږ ته اسماني کتاب راکړل شوی وای، تر هغو به ډېر پر سمه لار روان وو. تاسو ته د پروردګار له لوري رڼې لارې، د هدایت چارې او د مهربانۍ د ترلاسه کولو برنامې درښودل شوي دي، تر هغه به لوی ظالم څوك وي، چې د الله آيتونه دروغ ګڼي او د عمل په ډګر کې مخ ترې اړوي. هغوی چې مو له آيتونو مخ اړوي، په دې مخ اړونه به ورته سخته سزا وركړو).

صد جهان باقیست از قرآن هنوز اندر آیاتش یکي خود را بسوز

باز افغان را از آن سوزی بده عصر او را صبح نوروزی بده [11]

په درنښت

محمدناصرحليمي



[1]. ابن خلدون عبدالرحمن بن محمد بن خلدون ، مقدمه بن خلدون ، ص12.

[2]. د دې معجزې په اړه ځانګړې لیکنه ونه موندل شوه ، چې باید ځانګړې لیکنې پرې وشي.

[3]. روستاړی او مختاړی.

[4]. اقبال ، محمد اقبال ، کليات اقبال ، محمد بقايي صالحان ، ص ۲۳۰.

[5]. عزو: خپلو اصلي مصادرو ته د احادیثو رسول.

[7]. رشید جبرالاسد ، محمد رسول الاسلام و الانسانیة فی شهادات علماء العالم ، ص ۲۵.

[8]. ص: ۲۸.

[9]. الأنعام: 156.

[10]. الانعام: ۱۵۵.

[11]. لاهوری ، اقبال ، ګنجور رومیزي ، انترنیت پس چه باید کرد. 

No comments:

Post a Comment