درېیم فصل: الکتاب د قرآن کریم دویم نوم .


(حليمي)ليكوال: محمىناصر

 
درېيم فصل

الکتاب د قرآن کریم دوهم نوم دی، چې په دې فصل کې يې لغوي، اصطلاحي معنا او د الکتاب اړونده مفاهیم راوړل کېږی، په لغت کې راټولولو ته وايي، قرطبي رحمه الله وايي: «وَالْكِتَابُ: الْفَرْضُ وَالْحُكْمُ وَالْقَدَرُ» [1]. (کتاب: فرض، فيصله او اندازه نیولو ته وايي).

په اصطلاح کې امام سیوطي رحمه الله لیکلي دي: (قرآن کریم ځکه کتاب نومول شوی دی، چې د بلاغت له پلوه په لوړه کچه ګڼ علوم، راز راز کیسې، پېښې او خبرې پکې راټولې شوي دي او کتاب په لغت کې راټولولو ته وايي).[2]



[2]. السيوطي عبدالرحمن بن ابي بکرجلال الدين ، الزمخشري الإتقان في علوم القرآن: ج ۱ ص ۱۸۱. عربي متن يې: «فَأَمَّا تَسْمِيَتُهُ كِتَابًا فَلِجَمْعِهِ أَنْوَاعَ الْعُلُومِ وَالْقِصَصِ وَالْأَخْبَارِ عَلَى أَبْلَغِ وَجْهٍ وَالْكِتَابُ لُغَةً الْجَمْعُ».


No comments:

Post a Comment