د استاد حلیمی پر اثر څو کرښې
که څه هم د حلیمي
صاحب پر اثر څه لیکنه که هغه هر ډول کره کتنه وي. زما څانګیزه دنده نه ده. خو د
فرهنګیانو او لوستي قشر تر منځ د استاد
حلیمي شخصیت دومره خوږ او ټولمنلی دی چې هېڅوک هم ترې لمن را ټولولی نشي. زه يې له ډېر وخت را هیسې آن د استاد
صمیم د ګرځنده مدرسه عالیه له وخته پېژنم. چې
څومره دروند او راښکونکی شخصیت لري.
د مولانا حلیمي
دغه اثر یواځې ماته نه باید هر خواخوږي افغان ته د دلچسپۍ
وړ وي. ځکه چې پکې له روزنیزو تحلیلونو ډېر
کار اخېستل شوی دی.
دا یوه ډېره د پام وړ خبره ده چې روانو فرهنګي یرغلونو موخه زموږ ځوان کهول یی لري او پدی هېواد کې د پېړيو پېړيو د دین اهمیت، احساس او د ملي ارزښتونو د را ټیټولو او له منځه وړلو هڅه ده، پدې اثر کې که همدې یوې خوبۍ ته وکتل شي
د لیکوال مسؤولیت اوژمنتیا
پوره کیږي.
څرنګه چې د ګردو شرقي
ژبو اساس عربي ده. داستاد متن کلاسیک رنګ خپل کړی، پدی معنا چې دپېړیو به هره پوړۍ کې به خپل ارزښت له
لاسه ورنکړي. د استاد
الفت په وینا پرخپل ادبي
او علمي منطق سربېره
دپښتو، دري او اردو پر شوې
بېلګو هم استناد کوي، او خپلو ځوانو لوستونکو ته
ښیي، چې زموږ دیني
قرابت او فرهنګي هماهنګي له پولو
اوښتې ده. د اسلام مقدس دین په غيږ کې ټوله نړۍ ځاییدلی شي.
پر ځای ایتونو، حدیثونو او د علماو ویناو نقل
قول، د لیکوال پراخه مطالعه او د لیکنې
توثیق په نښه کوي همدارنګه متلونو، کیسو
او بېلا بېلو
اقوالو دغه غوښنه او پنډه لیکنه زړه ناستې کړې، او د
اثر سپېڅلی مرام یې په
ولسي او کولتوري رنګونو ښکلی او رنګېنه کړی دی.
په کتاب کې له (۱۴۰)اخځونو استفاده
شوې چې دومره ګڼو
ماخذونو يې د تحقیق او څيړنې پله ډېره درنه کړيدهږ پېچلي مسايل په ډېره ښه ژبه
تحلیلوي او پدې توګه د لوستوالو په پوهيدا کې هېڅ ستونزه نه پریږدي.
تر ټولو غوره دا ده چې په ټولنه کې رواني ستونزې
ګام پر ګام څېړي. که څه
هم د اثر موضوع د قران نومونو او صفتونو بنسټیزه
څېړنه ده او
دا را زده کوي چې اسلام بشپړ دین او داسې ستونزه نشته، چې حل یې پکې ونه
موندل شي.
دعلامه اقبال په وینا : (( صد جهان
باقیست در قرآن هنوز ))
هره زمانه د خپل روح په ژبه خبرې کوي چې له عظیم الشان قرآن به دخپلې اجتهادي پوهې په برکت نړیوالو ته نوي جهانونه د ژوند تګلاره او د
ټولنې
جوړښتونه ورپېژني.
دا غنيمت اثر
د ځوانانو لپاره لیکل شوی، لیکوال د ټولنې
نباض په توګه د ټولنې
په شا رګونو هم د خپل ارواپوهنيز تفکر ګوتې ږدي او د ناروغه ټولنې دروغتیا لپاره ډول ډول علومو ته سر ورښکاره کوي.
له درانه حليمي
صاحب د (هم خرما او
هم ثواب ) اثر ډېره مبارکي وايم، او
له نورو پوهانو هم غواړم چې خپله مخه ټولنې او ځوان قشر ته راواړوي او د ده دغه مبارک یون بدرګه کړي.
جزاک الله
پوهاند فضل ولي ناګار
پوهنتون
مېنه
۱۴۰۰/۴/۱۰
No comments:
Post a Comment