لومری فصل: د عمر بن خطاب په اند د قرآن نهایي موخه



لیکوال: محمدناصر حلیمي

عاقل انسان د عمر بن الخطاب دولس نیم کلن عادلانه نظام ته حیرانیږي، نصاب سره په تړاو چې د هغه نظر په مستندو روایتونو کې لولو پوهیږو چې د هغه د دې سترې بریا لامل څه شی و؟

د عمر بن خطاب په نظر د قران نهايي موخه دا ده چې ګټور امین او با اعتباره شخصیتونه په ټولنه کې تر حده ډېر شي، لاندې روایت په دقت ولولئ په دې پوهیږو چې د بشري پرګنو د نجات لپاره باید څه وکړو:«عن زيد بن أسلم عن أبيه أن عمر بن الخطاب قال لأصحابه تمنوا فقال أحد أتمنى أن يكون ملء هذا البيت دراهم فأنفقها في سبيل الله فقال تمنوا قال آخر أتمنى أن يكون ملء هذا البيت ذهبا فأنفقها في سبيل الله قال تمنوا قال آخر أتمنى أن يكون ملء هذا البيت جوهرا أو نحوه فأنفقه في سبيل الله فقال عمر تمنوا فقالوا ما تمنينا بعد هذا قال عمر لكني أتمنى أن يكون ملء هذا البيت رجالا مثل أبي عبيدة بن الجراح ومعاذ بن جبل وحذيفة بن اليمان فاستعملهم في طاعة الله قال ثم بعث بمال إلى حذيفة قال انظر ما يصنع قال فلما أتاه قسمه ثم بعث بمال إلى معاذ بن جبل فقسمه ثم بعث بمال يعنى إلى أبي عبيدة قال انظر ما يصنع فقال عمر قد قلت لكم أو كما قال».[1]

( زید بن اسلم چې له خپل پلار نه روایت کوي، خپلو ملګرو ته داسې وویل: څه هیله لرئ؟ یو صحابي وویل: هیله مې دا ده چې دغه کوټه له درهمونو نه ډکه وي او زه یې د الله په لار کې خیرات کړم، بیا يې وویل: څه هیله لرئ؟ بل صحابي وویل: هیله من یم چې دغه کوټه له سروزرو ډکه شي او زه یې د الله په لار کې خیرات کړم، بیا یې وویل: بل څوک څه هیله لري؟ بل صحابي وویل: هیله من یم چې دا کوټه له جواهرو ډک وي او د الله په لار کې يې لګوم، بیا یې وویل: بل څوک څه هیله لري؟ هغوی وویل: زموږ همدغه هیلې وې. عمر بن خطاب وویل: زما هیله دا ده چې دغه کوټه له أبوعبيدة بن الجراح، معاذ بن جبل او حذيفة بن اليمان نه ډکه وي چې د الله په لار ترې کار آخلم، بیا یې حذیفه ته مال ور واستاوه او ویې ویل: وګوره چې څه پرې کوي؟ هغه ټول مال پر بېوزلو ووېشه، بیا یې څه مال معاذ ته واستاوه هغه هم ووېشه، بیا یې ابو عبیده بن جراح ته واستاوه او وویل: وګوره چې څه پرې کوي هغه هم پر خلکو ووېشه، عمر خلکو ته وې ویل: ومو کاته چې خبره مې رښتیا شوه).

له بشري سپېڅليو منابعو نه د ولسونو په ګټه کار اخستل د یو ملت ستره پانګه ده، سره، سپین او جوهر دومره یوې ټولنې او حکومت ته بقا نشي بښلای څومره چې کارنده سپېڅلې بشري منابع يې ورته بښي.



[1]. البخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل، التاريخ الصغير الأوسط , ص, 34.

No comments:

Post a Comment