د قرآن کریم اصطلاحي تعریف
قرآنپوهان وایي: «کلام الله المعجز،
المنزل على النبي، محمد، المکتوب فی المصاحف، المنقول عنه بالتواتر، المتعبد
بتلاوته».[1]
(قرآن
کریم د الله تعالی هغه معجز کتاب دی، چې پر محمد ﷺ نازل شوى، په صحيفو کې ليکل شوى، موږ ته پرله پسې راوړل شوى او تلاوت يې عبادت دى).
له
پورتني تعریفه
د قرآن کریم لاندې معناوې اخستل کېږي:
۱. قرآن کریم د الله تعالی معجزانه خبرې دي، داسې خبرې چې انسانان یې په راوړلو او جوړولو کې پاتې راغلي او راځي د
بشریت د سعادت لپاره يې بدیل څوک نشي وړاندې کولای.
۲. پر محمدﷺ باندې نازل شوی دی.
۳. په صحیفو (پاڼو) کې لیکل شوی دی.
۴. له پېغمبرصلی الله عليه وسلم نه په تواتر سره نقل شوی دی.
۵. تلاوت یې عبادت دی.
د
قرآن کریم جامع تعریف امام طحاوي رحمه الله
داسې کوي: «وَإِنَّ الْقُرْآنَ كَلَامُ اللَّهِ، مِنْهُ بَدَا بِلَا كَيْفِيَّةٍ
قَوْلًا، وَأَنْزَلَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَحْيًا، وَصَدَّقَهُ الْمُؤْمِنُونَ عَلَى
ذَلِكَ حَقًّا، وَأَيْقَنُوا أَنَّهُ كَلَامُ اللَّهِ تَعَالَى بِالْحَقِيقَةِ، لَيْسَ
بِمَخْلُوقٍ كَكَلَامِ الْبَرِيَّةِ، فَمَنْ سَمِعَهُ فَزَعَمَ أَنَّهُ كَلَامُ
الْبَشَرِ فَقَدْ كَفَرَ، وَقَدْ ذَمَّهُ اللَّهُ وَعَابَهُ، وَأَوْعَدَهُ
بِسَقَرَ».[2]
(قرآن د الله هغه خبرې دي چې څرنګوالی يې نه دی معلوم،
خپل پېغمبر ته يې د وحې په واسطه واستاوه، مسلمانانو حق او ريښتیا وګاڼه، باوري شول چې
د الله تعالی حقیقي خبرې دي، د خلکو خبرې نه دي، چا چې د بشر خبرې وګڼلې کافر شو، الله
داسې انسان قرآن کې رټي، نیمګړی یې ګڼي او په دوزخ کې يې په سوزېدو تهديدوي).
No comments:
Post a Comment