تقريظ
الحمدالله وحده والصلاة والسلام على من لا نبى بعده!
اما بعد: د الله جل جلاله شانه ؛ د دې ستر کتاب اعجاز په همدې کې دى ، چې علماوو د خپل تخصص په چوکاټ کې له وخت او زمان سره سم د دې کتاب (قرآن کريم) د خدمت لپاره په علمي ډګر کې مټې رانغښتې او د دې کلام له مادي او معنوي خدماتو څخه يې خلک خبر کړي او د دې کلام (قرآن کريم) د خدمت لړۍ به تر قيامته غځېږي او خلک به ترې استفاده کوي.
دا دى د همدې علمي ليکنو او د قرآني علومو د خدمت په لړ کې د الله د کتاب (قرآن کريم) د يو بل خادم محترم مولـــنا محمد ناصر (حليمي) صاحب د تاليف (د قرآن کریم نومونه او صفتونه، ښوونيز– روزنيز نقش او آثار) يادونه کوو ، چېډېرهګټوره او خوندورهليکنه ده.
زه د نوموړي ليکنې او تاليف په هکله خپل نظر په لاندې توګه څرګندوم.
اول: نوموړى تاليف ځکه مهم او معياري دى ، چې د قرآن کريم له نومونو او صفتونو سره مو اشنا کوي او د قرآن کريم نومونه او صفتونه يادول د هر مسلمان لپاره حتمي دي ، چې ورسره بلد او د نوموړو نومونو او صفتونو عملي او ژوندۍ بېلګه وګرځي.
دويم : نوموړى تاليف ډېر غوره مطالب او اوچت مسايل رانغاړي ، چې د مؤلف په پراخه معلوماتو او لوړ احساس دلالت کوي.
درېيم : دغه ليکنه په ډېر لوړ ادبي سبک او علمي مېتود ليکل شوى ، چې لوستونکى ترې په رښتيا هم خوند او پند اخلي.
څلورم : په ليکنه کې په قرآني آيتو او نبوي احاديثو یې ډېر معقول استدلال کړى ، چې د تاليف ارزښت يې لا زيات کړى.
پنځم: په اخر کې د محترم ليکوال لپاره په علمي او فرهنګي ډگر کې د لا زياتو برياوو او پرمختګونو هيله کوم او الله دې یې دا تاليف په حسناتو کې حساب کړي ، قلم دې فعال او احساس دې تاند او ځلاند وي.
په درنښت
پوهاند دوکتور دل آقا وقار
د ننګرهار پوهنتون د دکتورا د برنامې آمر
١٠ / ٩ / ١٣٩٨
No comments:
Post a Comment