لیکوال:محمدناصر حلیمي
د قرآن کریم (قرآني) تعريف
د قرآن کریم تعریف په قرآن کریم او نبوي
احادیثو کې په ګڼو عبارتونو سره شوی دی، چې تر نورو عامو تعریفونو ډېر جامع او هر
اړخیز دي.
الله تعالی قرآن داسې
راپېژني: «وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ (١٩٢) نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ
الْأَمِينُ (١٩٣) عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ
الْمُنْذِرِينَ (١٩٤) بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ
(١٩٥) وَإِنَّهُ لَفِي زُبُرِ الْأَوَّلِينَ (١٩٦)». [1]
(دا قرآن کریم د ټولو کايناتو د پالونکي له لوري نازل شوى، دا کتاب روح الامين جبرائيل راښکته
کړى، ستا پر زړه یې نازل کړی دی، چې ته ډاروونکی شې، په ښکاره روانه عربي ژبه او دا په پخوانیو
کتابونو کې هم وو).
No comments:
Post a Comment