(۱) القرآن
په قرآن کریم کې د قرآن لفظ (٧٠) ځله ياد شوى دى.[1] چې د سیاق او سباق له
مخې پر ګڼو معناګانو او موضوعګانو دلالت کوي.
لیکوال: محمدناصر حلیمي
د قرآن لفظي تحليل
۱- قرآن اسم علم دی، یوه برخه عالمان د قرآن
کریم لفظ غیر مشتق او عَلَمْ ګڼي.
د الاتقان مؤلف وايي:( قرآن اسم علم دی
نه مشتق، د الله تعالی کلام
ته قرآن
ویل کېږي او همزه نه لري).[2]
۲- قرآن اسم مشتق دی، نور عالمان د قرآن کریم لفظ
مشتق او علم ګڼي، دوی وايي: قرآن یعنې المَقروء، (لوستل شوى).
الله تعالی
وايي: «وَقُرْآَنًا
فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنْزِيلًا(۱۰۶)».[3]
(او دغه قرآن موږ بېلابېل كړى لېږلى دى چې ته يې
په وقفه وقفه خلكو ته واوروې او دا موږ (د
وخت له
غوښتنو سره سم) په تدريج سره نازل كړی دى).
نو بايد موږ
هم قرآن کريم د شته ستونزو سره مل او حليارو سره په تړاو تدريس کړو او نسلونه وروزو.
قرآن مصدر او د فُعلان په وزن
دى او (غُفران) ته ورته، د
قراءة او لوستلو په معنا.
الله تعالى وايي: «لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ (16) إِنَّ
عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآَنَهُ (17) فَإِذَا
قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآَنَهُ (18) ثُمَّ
إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُ (19)».[4]
(اي پېغمبره! په بيړه د دغې وحې يادولو لپاره خپله ژبه مه خوځوه، د
قرآن کریم راجمع كول او درباندې لوستل یې زموږ پر غاړه دي، نو كله چې قرآن کریم
لولو، ته یې قرائت په غور سره اوره، بيا یې په مطلب باندې پوهول هم پر
موږ دي).
د «قَرَأَهُ
يَقْرَؤُهُ ويَقْرُؤُهُ، قَرْأً و قِراءة قُرْاٰنًا، فهو مَقْرُوءٌ».[5] له باب نه، دى.
قرآن له قرأ مصدر دی
(تلاوت یې وکړ) په معنا، یا د راټولولو په معنا دی. داسې ویلاى شو: «قَرَأَ
قَرْأً، وقُرْاٰنًا، كما تقول: غَفَرَ غَفْراً وغٌفراناً».[6]
نو په لومړني تحلیل سره مصدر د مفعول
اسم په معنا راځي، یعنې متلو او یا د
جمعې په معنا سره راځي، نو مصدر به یې د مفعول اسم په معنا سره شي ؛ یعنې لوستل شوی.
د پورتني آيت د ترجمې په
اړه ابن عباس رضي الله عنهما وايي: «کله چې مو په ښکاره بڼه تاته ولوست ؛ نو په هغه
څه عمل وکړه، چې درته
مو لوستلي دي». [7]
له دی تحليله معلوميږي چې د قرآن لوستل عملی لوستل دي، نه ترنمي، يادښتی او حفظوي.
چې په لاندې څلورو معناو سره راغلی:
ځکه سمه ژباړه ده، چې قرآن کریم د زمکې
پر مخ تر ټولو کتابونو ډېر لوستونکي، شنونکي او مینوال لري، د مختلفو علمي کچو
او مسلکونو خلک يې د زړه په مينه په پوره باور او اعتماد لولي،
لوستنه يې د
عملي ژوند له هرې حقوقي
او علمي قضيې سره د
علمي منبع او عملي
سرچينې په ډول تړاو لري، د
هرې څانګې متخصص يې لوستو ته ځان اړ ویني او له
مسلکي پلوه
یې ځان ته پوهنيزه، ښوونیزه
او روزنیزه سرچينه ګڼي.
زجَّاج[8] وايي: د فُعْلَان وصفي حالت دی له قَرْءِ
مُشْتَق دی د راټولولو
او جمع په معنا.
يعنې د بشري ستونزو د کره تشخيص،
صادقانه تجويز او عالمانه درملنې ټولګه او ريښتنې هېنداره ده.
عرب وایي: «قَرَأْتُ الْمَآءَ
فِي الْحَوْضِ». (اوبه مې په ډنډ کې
راټولې کړې).
راغب[9] وايي: «وَإِنَّمَا سُمِّيَ قُرْاٰنًا لِكَوْنِهِ جَمْعٌ ثَمَرَاتُ الْكُتُبِ
السَّالِفَةِ الْمُنَزَّلَةِ».
(قرآن ځکه قرآن کریم ونومول شو چې د پخوانیو نازل شویو
کتابونو غورچاڼ دی)
ځینې وايي: (قرآن کریم ته ځکه قرآن کریم وايي چې ټول علوم
پکې
نغښتي دي).[10]
أَبو إِسحق النحوي
وايي: (د الله تعالی هغه کلام چې پر خپل رسول ﷺ يې نازل کړى"كتابًا، قرآنا او فُرْقانا"نومول شوى دی او د قرآن کریم معنا جمع کول او راټولول دي).
قرآن ځکه ورته وايي، چې سورتونه يې سره راټول کړي او يو له بل سره يې يو ځاى
کړي دي او د الله تعالی دا وينا چې: «لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ
لِتَعْجَلَ بِهِ (16)
إِنَّ
عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآَنَهُ (17) فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآَنَهُ (18) ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا
بَيَانَهُ (19)».[11]
(اي پېغمبره! په بيړه د دغې وحې په يادولو خپله ژبه مه خوځوه، ستا په زړه او عقل کې
راټولول لوستل زموږ کار دى، كله چې یې لولو په هغه وخت یې ته قرائت په غور سره اوره، بيا یې په مطلب پوهول پر موږ دی).[12]
د بشري نېکمرغیو ټولګه ده
د مادي او معنوي نېکمرغیو ټول عوامل پکې راټول او بشريت ته ورښودل شوي دي.
(جَمَعَ) مصدر دی، دوی معناوې لري: د
فاعل اسم په معنی سره ؛ یعنې د اخبارو او احکامو جمع کوونکی. که د مفعول اسم په معنی سره راشي، د مجموع (راټول شوي په معنا راځي، ځکه چې په مصاحفو او سینو کې راټول شوي دي).
که د راټولولو يا جمع کولو په
معنا شي:
بیا يې هم ژباړه ځکه سمه ده، چې نور ټول کتابونه يوه موضوع رانغاړي او په اړه یې
خپل نظر، فرضيات، مفاهیم، اصطلاحات، دعوې، قضيې او ثبوتونه وړاندې کوي، چې د وخت
له تېرېدو سره يې بيا موضوعات يا زړېړي، يا يې سبک له منځه ځي ؛ خو د ټولې نړۍ په
کچه يواځنی کتاب قرآن کریم دى، چې ټول روغتیايي، اخلاقي، عملي، سياسي، اجتماعي، علمي،
اعتقادي، عبادي، ادبي، مادي، معنوي، دنیوي او اخروي مطالب په داسې خوږه، ادبي ژبه،
هر اړخيز سيستمونه رانغاړي، چې ګټور، خوندور، عالي او خوږ اسلوب لري، چې هېڅ څه يې نه دي پريښي، درنې
خبرې او ټولې ښېګڼې يې په منظمه توګه راټولې کړي دي.
د کايناتو په تېره له بشر سره تړلي طبیعي او اجتماعي قوانین یې داسې دقیق
انځور کړي، چې پټ او ښکاره شیان یې ټول ثبت او ښکاره کړي دي.
ځينې مطالب پکې تفصیلي او ځینې اجمالي بیان شوي دي، هغه مطالب
چې انسانان يې په اسانۍ سره زده کولاى شي، په اجمال او چې په تفصيل پوهېداى شي، په تفصيلي توګه وړاندې
کړي دي.
د ژوند په کومو اړخونو کې چې انسانان کُلي لارښوونو ته
اړتيا لري، هلته يې کُليات په اجمالي بڼه بیان کړي او چېرته يې چې جزيياتو ته
اړتيا ده، هلته يې په جزيياتو توضېحات ورکړي دي.
هغه کلیات او جزیيات چې د انساني هلو ځلو په
نتیجه کې رامنځته کېږي، الله تعالی ورته انساني استعدادونه ځیر کړي دي، د څېړنې، پلټنې او ارزونې
امر يې ورته کړی چې د عقل د کره او علمي استعمال له لارې حقایق او حقوق یې بشري نړۍ ته داسې
وړاندې کړي، چې انسان، حیوان او نبات ته ژوند منظم، خوږ، اسانه او سم کړي.
د اجمال مثال
عمومي قواعد، اجمالي کلمات، اجمالي جملې، اجمالي
آیتونه، اجمالي سورتونه، اجمالي موضوعات.. او داسې نور چې يو څو مثالونه يې
بيانوو:
«وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ فَمَنِ
اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا الله وَاعْلَمُوا
أَنَّ الله مَعَ الْمُتَّقِينَ (١٩٤)».[13]
(او حرمتونه چې تلفیږي بدله لري، باید جبران
شي ؛ كه څوك پر تاسې تيرى وكړي، تاسې هم هماغومره او هماغسې پرې تيرى وكړئ، البته د الله تعالی له انتقامه ځان وساتئ او په دې وپوهېږئ چې الله تعالی د هماغو خلكو
ملګرى دى چې حدودو يې نه ماتوي).
د تفصیل مثال
پورته اجمال چې
حرمتونه بدله لري په لاندې ډول تفسیر شوي دي چې همدې ته تفصیل وايي.
«وَكَتَبْنَا
عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ
بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ
فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا
أَنْزَلَ الله فَأُولَئِكَ هُمُ الظالمونَ (٤٥)».[14]
(په تورات كې موږ پر يهوديانو دا حكم ليكلى و، چې د نفس په بدل كې نفس، د سترګې په بدل كې
سترګه، د پوزې په بدل كې پوزه د غوږ په بدل كې غوږ، د غاښ په بدل كې غاښ او د ټولو
زخمونو لپاره برابر بدل دی. نو كه څوك قصاص وبښي هغه ورته (كفاره)[15] ده او ظالمان دي چې د الله تعالی له نازل كړي حکم سره سمه فيصله ونه كړي همغوی ظالمان دي).
د بشر يو موټى کوونکی
که قرآن کریم د راټولولو په معنا شي ؛ نو ټولې هغه نقطې يې په ګوته کړي، چې بشريت پرې پر يوه ټغر سره راټولېداى شي، د انسانانو ترمنځ د مينې او مهربانۍ عامولو او د دوستۍ فضا ځواکمنولو له لارې يې د پرمختګ هغو لوړو پړاوونو ته خېژوي، چې د دوی ګډې هڅې يو بل ته مرستندویه او د همکارۍ هغه توکي شي، چې يو بل لپاره د ودې او پرمختګ ذريعه شي.
انسان او انساني ټولنه د کمال داسې مرحلې ته رسوي، چې هر انسان د بل انسان له پالنې، نازونې مینه ناکې، منتجې روزنې او هڅونې څخه برخمن شي. د مختلفو ژبو، رنګونو، سيمو او پرګنو خلک يې پر ځان راټول کړي دي او يو له بل سره يې ورونه ګرځولي، داسې يوه جمله پکې نشته چې د ټولنيزو رنځونو[1] پر اساس خلک د يو بل په مقابل کې ودروي، یا د يوه د ذلت، بل ته د کبر او بل ته د کمترۍ احساس پياوړى کړي ؛ بلکې فردي عزت او ټولنیز درنښت يې د انسانانو د ویناوو، کړنو او انګېرنو په ګټورتیا او سپېڅلتيا تللى او ارزولى دى. ټول بشريت یووالي ته را بولي، اهل کتاب د عاقلانه محاورې او علمي مناقشې هغه ډګر ته رابلي، چې په مشترکو ټکو سره راټول شي او د اختلاف نقطې له پامه وغورځوي.
الله تعالی په لاندې آیت کې وايي: «قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا الله وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ الله فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ (٦٤)».[2]
(ای پېغمبره! دې اهل کتابو ته ووایه، یوې داسې خبرې ته راشئ چې موږ او تاسو ته برابره ده دواړه پرې یوه خوله یو، چې یواځې د یوه الله تعالی عبادت به کوو او هېڅوک به ورسره نه شریکوو او له الله تعالی پرته به بل څوک په رب والي نه نیسو، که چېرې له دې خبرې مخ اړوي، نو تاسې ورته ووایئ! تاسې ګواه اوسئ، چې موږ مسلمانان يو).
د انسانانو د مادي او معنوي ښېرازيو، ودانیو او پرمختګونو عوامل يې په داسې خوږه، ګټوره او هدفمنې محتوا او هر اړخیزه بڼه څېړلي، راسپړلي او راټول کړي دي، چې هر عاقل انسان ته د قناعت او مننې وړ دى چې د مادي او معنوي ګټو ساتونکى او وده ورکوونکی دى.
شتمن، نېسمن، سياستوال، روزونکي، شاعران، اديبان، نابغه ګان، فيلسوفان، پوهان او ناپوهان، کسبګر، کرګر او بزګر ټول يې پر يوه ټغر سره را ټول کړي دي.
درېیمه معنا
قرن د تړون، تړاو او تړلي په معنا
قرآن له «قرن» نه مشتق دی، چې معنا یې یو له بل سره تړل او پيېل دي، عملا که وګورو د قرآن کریم سورتونه، آیتونه، کليمې، جملې او حرفونه یو له بل سره تړل شوي او پېيل شوي دي، د انسان عقلي، جسمي او عاطفي ځواکونه یو بل سره پيوندوي، یو پر بل يې مضبوطوي او وده ورته ورکوي.[3]
د نږدې کولو او يو ځای کولو په معنا ځکه راځي، چې علماء وايي: سورتونه او آيتونه يې يو له بل سره تړلي او يو ځاى شوي دي. په دې سره د انسان عقلي، جسمي او رواني قوتونه یو بل سره تړل کېږي او د یوې کتلې په توګه متوازنه یو پر بل بسیا او یو بل ته د ملاتړ په توګه متوازنه وده ورکوي.
ټولنه په وګړو او وګړي په ټولنو مضبوطوي، وګړي له وګړو سره، ټولنې له ټولنو سره، وګړي په ټولنه او ټولنه پر وګړو بسیا کوي، وګړیزې ګټې په ټولنیزو ګټو پالي او ټولنیزې ګټې په وګړیزو ګټو پای ته رسوي.
طبیعي سرچینې له بشري سرچینو او بشري له طبیعي سره تړي. الهي وحې له بشري څېړنو او پلټنو سره او بشري هغه له الهي وحې سره، الهي حقونه له بشري او بشري حقونه له الهي حقونو سره تړي.
څلورمه معنا
له قراین نه، د سره ورته په معنا، قرآني آیتونه ځکه حیرانوونکي دي چې په ۲۳ کلونو کې نازل شوي، د لومړي ورځې او د اخرې ورځې آیتونه یې د بدیع، بیان، فصاحت او معانیو له پلوه دومره سره ورته دي، چې فکر کېږي ټوله یوه جمله ده، ټولنیز او طبیعي قوانین، الهي او بشري حقونه، د عروج او زوال لاملونه، د انسانانو ترمنځ توپیرونه، حقونه او وجائب سره ورته تشریح کوي.
فراء وايي: « له قرآئن نه مشتق دی، ځکه یوه برخه يې بله رښتینې ګڼي او یو بل ته سره ورته دي، همزه نه لري او نون یې اصلي دی”.[4]
(له قرائن نه اخستل شوى دى: ځکه چې آيتونه يې يو بل سره ورته دي، هر يوه يې بل ته د ثبوت قرينه ده).[5]
[1].
محمد فواد عبدالباقي ، المعجم المفهرس لالفاظ القرآن ص.
[2].
السيوطى عبد الرحمن بن أبي بكر ، جلال الدين ، الإتقان في علوم القرآ ن
ج 1 ص181 عربي متن یې: «هُوَ اسْمُ عَلَمٍ غَيْرُ مُشْتَقٍّ خَاصٌّ بِكَلَامِ الله
تعالی فَهُوَ غَيْرُ مَهْمُوزٍ وَبِهِ قَرَأَ ابْنُ كَثِيرٍ وَهُوَ مَرْوِيٌّ عَنِ
الشَّافِعِيِّ أَخْرَجَ الْبَيْهَقِيُّ وَالْخَطِيبُ وَغَيْرُهُمَا عَنْهُ أَنَّهُ
كَانَ يَهْمِزُ قَرَأْتَ وَلَا يَهْمِزُ الْقُرْآنَ وَيَقُولُ: الْقُرَانَ اسْمٌ
وَلَيْسَ بِمَهْمُوزٍ ولم يؤخذ من قرأت وَلَكِنَّهُ اسْمٌ لِكِتَابِ الله مِثْلَ
التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ».
[3].
الإسراء: 106.
[4].
القيامة: 16 – 19.
[5]. السيوطى عبد الرحمن بن أبي بكر ، جلال الدين الاتقان فی علوم
القرآن ج ۱ ص۱۸.
[6]. السيوطى عبد الرحمن بن أبي بكر ، جلال الدين الاتقان فی علوم
القرآن ج ۱ ص۱۸.
[7]. ابن المنظور ، ابوالفضل
جمال الدپن بن محمد بن مکرم: لسان العرب ج ۱ ص ۱۲۸. عربي متن يې:« يُسمى كلام الله تعالی الذي أَنزله على نبيه ، صلى الله عليه وسلم ، كتاباً
وقرآناً وفُرْقاناً ، ومعنى القُرآن معنى الجمع ، وسمي قُرْآناً لأَنه يجمع
السُّوَر ، فيَضُمُّها. وقوله تعالى) إِنَّ علينا جَمْعه وقُرآنه ، أَي جَمْعَه
وقِراءَته ، فَإِذا قَرَأْنَاهُ فاتَّبِعْ قرآنهُ ، أَي قِراءَتَهُ. قال ابن عباس
رضي الله عنهما) فإِذابيَّنَّاه لك بالقراءة ، فاعْمَلْ بما بَيَّنَّاه لك ، فإِذابيَّنَّاه
لك بالقراءة ، فاعْمَلْ بما بَيَّنَّاه لك».
[8]. الأصفهاني الراغب
الحسين بن محمد بن المفضل ، أبو القاسم الأصفهاني (أو الأصبهاني) په (الراغب) شهرت لري ، أديب ، حکیم او عالم د اصبهان وو.
[9]. الزَّجَّاج (241 - 311 ه = 855 - 923 م) کلونو کې اوسېدلی دی ، إبراهيم
بن السري بن سهل ، أبو إسحاقپه (الزجاج) شهرت لري ، د نحوي او لغوي علومو عالم او
بغداد کې ومړ.
[10]. السيوطي عبد الرحمن بن أبي بكر ، جلال الدين ، الإتقان في علوم
القرآن ج۱ ص ۱۸۴. عربي متن يې: «الزَّجَّاجُ: هُوَ وَصْفٌ عَلَى
فُعْلَانٌ مُشْتَقٌّ مِنَ الْقَرْءِ بِمَعْنَى الْجَمْعِ وَمِنْهُ قَرَأْتُ
الْمَاءَ فِي الْحَوْضِ أَيْ جَمَعْتُهُ. قَالَ أَبُو عُبَيْدَةَ: وَسُمِّيَ
بِذَلِكَ لْأَنَّهُ جَمَعَ السُّوَرِ بَعْضَهَا إِلَى بَعْضٍ. وَقَالَ الرَّاغِبُ:
لَا يُقَالُ لِكُلِّ جَمْعٍ قُرْآنٌ وَلَا لِجَمْعِ كَلِّ كَلَامٍ قُرْآنٌ قَالَ
وَإِنَّمَا سُمِّيَ قُرْآنًا لِكَوْنِهِ جَمْعٌ ثَمَرَاتُ الْكُتُبِ السَّالِفَةِ
الْمُنَزَّلَةِ. وَقِيلَ: لْأَنَّهُ جَمَعَ أَنْوَاعَ الْعُلُومِ كُلَّهَا».
[11]. القيامة: 16 – 19.
[12]. ابن منظور ، محمد بن مکرم بن على ابوالفضل جمال الدين، لسان
العرب ، ج ۱ ص ۱۲۸. عربي متن يې داسې دی: « قرأ: القُرآن: التَّنْزِيلُ
الْعَزِيزُ ، وَإِنَّمَا قُدِّمَ عَلَى مَا هُوَ أَبْسَطُ مِنْهُ لشَرفه. قَرَأَهُ
يَقْرَؤُهُ ويَقْرُؤُهُ ، الأَخيرة عَنِ الزَّجَّاجِ ، قَرْءاً وقِراءَةً وقُرآناً
، الأُولى عَنِ اللِّحْيَانِيِّ ، فَهُوَ مَقْرُوءٌ. أَبو إِسحاق النَّحْوِيُّ:
يُسمى كَلَامُ الله تعالی الَّذِي أَنزله عَلَى نَبِيَّهُ ، صلى الله عَلَيْهِ
وَسَلَّمَ ، كِتَابًا وقُرْآناً وفُرْقاناً ، وَمَعْنَى القُرآن مَعْنَى الْجَمْعِ
، وَسُمِّيَ قُرْآناً لأَنه يَجْمَعُ السُّوَر ، فيَضُمُّها. وَقَوْلُهُ تَعَالَى:
إِنَّ عَلَيْنا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ ، أَي جَمْعَه وقِراءَته ، فَإِذا قَرَأْناهُ
فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ ، ، أَي قِراءَتَهُ. قَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ رضي الله
عَنْهُمَا: فإِذا بيَّنَّاه لَكَ بالقراءَة ، فاعْمَلْ بِمَا بَيَّنَّاه لَكَ».
[13]. البقرة: ١٩٤.
[14]. المائده: ٤٥.
[15] . کفاره: د ګناهونو بښنه ده.
No comments:
Post a Comment