لیکوال :محمدناصر حلیمي
۴. قرآن کریم، زړه
او ایمان
قران كريم كې چې د زړه خبره راځي موخه یې عقل او عاطفه ده. د قرآن غوښتنه له
مسلمان نه همدا ده چې څه وايي باید پوه شي او که په خپلې وینا نه پوهیږي امام رازي
رحمه الله وايي:«أجمعت الأمة على أن الدعاء اللساني الخالي عن الطلب النفساني قليل
النفع عديم الأثر».[1]
(د اسلامي امت اجماع ده چې د هغې دعاء ګټه کمه او اغېز یې نشته چې له عقل
او عاطفې څخه را ونه ټوکېږي).
قرآن کریم د رسول الله صَلَّى
اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم عقل او زړه ته د جبرائيل علیه السلام په واسطه ورننوت.
قرآن کریم دننه انساني عواطف پنځوي،
ارادې، هوډ او پرېکړې غښتلې او سپېڅلې کوي، کله چې د انسان زړه ته کېوځي، انسان د
خیر چينه او د برکتونو منبع شي، د نورو انسانانو ضميرونه پرې سمولای، درنو اعمالو او مثمرو
نتايجو ته چمتو کولای، یوه معیاري، روغه او شخصیت سازه ټولنه جوړولای شي.
که په لنډه توګه ووایو قرآن کریم د
عقل او عاطفې د ځانګړتیاوو پېژندنه، د رنځونو درملنه، د وګړو او ټولنو جوړونه ده
او بس.
ابن قيم الجوزي رحمه الله داسې وايي: «أن جماع أمراض
القلب هى أمراض الشبهات والشهوات، والقرآن شفاء للنوعين». [2] (د زړه رنځونه یا شبهات دي یا د نفس بدې غوښتنې دي او قرآن
کریم دواړو
ته شفاء دی).
«فلا شيء أنفع للقلب من قراءة
القرآن بالتدبر والتفكر».[3]
(زړه ته په تدبیر او فکر سره د
قرآن کریم تر لوستلو ګټور کار نشته).
د زړه قوتونه
د انسان زړه يعنې هغه رواني او فكري قوتونه او
ځانګړنې چې په اوسنيو علومو کې
ورته عقلي او عاطفي قوتونه وايي، قرآن د انسان
عقل او عواطفو ته وده ورکوي، د عاطفي، جسمي او عقلي قوتونو سره يې مرتبط او منسجم
کوي او د ځانګړي توازن پر بنسټ منتجه وده ورکوي، چې يو څو عاطفي قوتونه يې د بېلګې
په توګه دريادوو:
مینه
مینه د هر انسان په زړه کې شته، قرآن کریم د انسان په زړه کې د مینې احساس ته وده ورکوي، د ړندې مینې سترګې رڼوي، د
مینې احساس هوښیاروي، د الله
تعالی، پېغمبر، خدمت، عبادت، د پاکو ارزښتونو او سپېڅلي ارمانونو په مینه يې خړوبوي، سپېڅلي خویونه او عالي ارزښتونه
پکې پالي او بیا انسان په ژوند کې د الله تعالی له عبادت
او د مخلوقاتو له خدمت او پرمختګ سره مینه پیدا کوي، چې نتیجه یې دنیوي، اخروي، ټولنیزه او وګړیزه نېکمرغي، پرمختیا او په نېکو چارو کې د بشر د ظاهري او معنوي ځواکونو پنځول، غوړول او ګټور استعمالول د غمځپلیو لاسنیوی، د اړمنو د
اړتیاوو په حل، د بشري او طبیعي وړتیاوو په وده او کارنده کولو کې د نقش ترسره
کول دي.
کرکه او دښمني
قرآن کریم د انسان په زړه کې له ناوړه چارو او کرغېړنو سوچونو او سپورو ویناوو څخه د ځان ژغورنې احساس پياوړى کوي، د انسان ضمیر داسې
روزي چې، دروغ، تومت، چغلي، غیبت، خیانت، جفا، ریا، ظلم، جهل او غفلت ته په کرکه وګوري او له منځه یې یوسي، شیطان او د حقتلفۍ ټول عوامل، علتونه او عاملین د یوه واقعي دښمن په توګه ورپېژني، د شیطان او شیطاني کړنو او ویناوو کرکه يې په زړه کې له یوې خوا وده کوي او له بلې خوا
په ټولنیزه او فردي بڼه د کرکې، رخې، بدبینۍ،
ظلم او دوکې هڅه او غوښتنه له منځه وړي.
تورتم ته، سباوون
قرآن کریم د ظلم، جهل، رنځ، شرک، کفر، بد اخلاقیو د تورتمونو له منځه
وړلو اراده د انسان په زړه کې په طبیعي او تدریجي بڼه پالي، د عدل، علم، روغتیا، توحید او ایمان رڼا د ایجاد لپاره
شته استعدادونه په طبیعي او منتجه بڼه پنځوي، د
حقوق الله او حقوق العباد اداېنې ته یې روزي او چمتو کوي.
همدا لامل دی چې مؤمن
اول له الله تعالی نه رڼايي غواړي بیا د خپلو ګناهونو بښنه، لاندې قرآني دعاء ته
ځیر شئ:«رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ
لَنَا».[4] (الهي رڼا مو را پوره او بښنه راته وکړه).
زړورتیا
قرآن کریم د فرعون، قارون او هامان په اړه مؤمن ته جرأت
ورکوي، چې په دوى پسې
ورشه او مه یې پرېږده، چې په حکومت کې د فرعوني استبداد
په اور کې ولسونه وریته کړي او د څارویو په څېر یې وڅروي، په سیاست کې د هامان غوندې
ملتونه ولوبوي او پخپلو کې يې په جګړو او
شخړو ښکېل کړي، په اقتصاد کې د قارون غوندې ټول ولس وزبېښي او بشري حقونه په تېري، لوټنې او انحصار تلف کړي، د هغو ظالمانه نظامونو د جوړېدو مخه ډب کړئ چې د عامو خلکو جسم او روان مال او ايمان يې ځپي.
عامو خلکو ته جرأت ورکوي چې ظالمانه حکومتونه له
منځه یوسئ، ظالم واکمنان يې وغندئ او د خلکو د مصونیت او خوندیتوب لپاره جرأتمندانه هڅه
او عاقلانه ګام پورته کړئ. خوځنده او متحرکو شخصیتونو ته د ظلم د نسکورولو لارې چارې
ورزده کړئ، دومره یې زړور کړئ چې خلک د ظالمانو له تورو او نېزو بې له وېرې حقپال، حق او حقپالنه پیاوړي کړي او د حق د ثبات لپاره تطبیقي او نتیجورې طرحې
جوړې او پلي کړي، په دې توګه د ولسونو مادي او
معنوي هڅې یو له بل سره ګډې، منسجمې، ګټورې او د الهي او بشري حقونو پر محور وڅرخوي.
په لنډه توګه وايو: قرآن کریم انسان داسې ویښوي، پوهوي او روزي، چې د هېچا زر، زور، منصب او ظلم يې ونشي ډارولاى او نه يې پلورلای او
پېرلای شي، له حقپالنې، حق وینې، حق مننې او د حق چارو د ترسرونې مخه يې نشي ډب کولای، ځکه چې په حق پالنه، ظلم ځپنه او مظلوم پالنه کې زړورتيا
د قرآني موخو او شخصيت جوړونې نه بېلېدونکي توکي دي.
برخور از قرآن اګر خواهي ثبات
در ضمیرش دیده ام آب حیات
میدهد ما را پیام لاتخف مېرساند بر مقام لاتخف[5]
که غواړې چې ټینګ ووسې قرآن هضم کړه قرآن کې دننه مې ژووب( اب حیات) لیدلی
دی
راکوي موږ ته پیغام د لا تخف رسوي
مو تر مقام د لا تخف
د حقپالنې په اړه د بې پروايۍ او حقتلفۍ له بدو پایلو څخه يې ډاروي، له دنیوي او اخروي عذابونو، له ظالمانه ټولنیزو سیستمونو، اقتصادي اختناق، سياسي استبداد، فرهنګي ناولتيا او د جهالت له ناوړو پایلو يې ډاروي. که جرم نه وي ؛ نو بیا
دی ډاډمن او زړور ګرځي چې دا متل يې ښه انځوروي:«خائن، ډارن وي».
[1]. المناوي القاهري زين
الدين محمد المدعو بعبد الرؤوف بن تاج العارفين بن علي ، فيض القدير شرح الجامع
الصغير ج1 ، ص 229.
[2]. ابن قيم الجوزية محمد
بن أبي بكر بن أيوب بن سعد شمس ، إغاثة اللهفان من مصايد الشيطان ، ج ۱ ، ص 44.
[3]. ابن قيم الجوزية محمد
بن أبي بكر بن أيوب بن سعد شمس ، مفتاح دار السعادة ج1 ، ص187.
[4]. التحریم: ۸.
[5]. لاهوری ، اقبال ، ګنجور
رومیزي ، انترنیت پس
چه باید کرد.
No comments:
Post a Comment