لیکوال: محمدناصر حلیمي
څومره چې انساني ټولنه
له مادي او معنوي رڼاوو بې برخې او فقیره وي، هومره انساني ټولنه په شخړو کې اخته
او په ناندريو ښکېل وګڼه. همداسې چې
مادی تور تم معنوی تورتمونه زيږوي معنوی تورتم مادی تورتمونه زيږوی همداسې چې
معنوی رڼا مادی رڼا زيږوي مادی رڼا معنوی رڼا زيږوي، موږ مسلمانان الله تعالی او
خلکو ته ژمن يو چې نړۍ او نړېوالو ته
د قرآن کریم پیغام په رغنده بڼه کټ مټ لکه قرآن کریم چې ویلي هماغسې وړاندې
کړو چې پورته څلور موخې پکې
ترلاسه شي، چې دا لاندې تطبيقي طرحې او موخه ايز جريان غواړي:
1.
حقپالنه: د حقوق الله او حقوق العباد
په
ادايينه کې عادلانه او عالمانه اقدام د بشر روزنه او په
دنیوي او اخروي چارو کې پراخه تحقیقي، عملي او منتج علم، په عملي او منتجه بڼه
ترویجول، ځکه الله تعالی وايي: «وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ
مُعْتَدٍ أَثِيمٍ(۱۲)».[1] (له دې قرآن نه هغه څوک انکار کوي، چې د خلکو پر حقونو ملنډې وهي او الهي
حقونه تلفوي).
له
دې آيته
معلومېږي چې حق خواره او حقتلفه خلک له قرآني
لارښوونو انکار کوي. له دې آیتونو څخه هغه خلک انکار کوي، چې د خالق
پرحقونو تېرى کوي او د بنده ګانو
حقونه خوري. نو تر قرآنپوهنې وړاندې انساني عواطف باید د حق پالنې پر عدلپاله احساس وروزل شي.
2.
اجتماعي عدالت: د داسې ټولنې رامنځته
کول چې هېڅوک پر هېچا د ظلم جرأت و نه لري، پر کږو وږو لارو تلل چا ته ویاړ ونه برېښي،
پر پخو او ګټورو لارو تګ یو اجتماعي ارمان او افتخار وي.
الله تعالی وايي: «سَأَصْرِفُ عَنْ اٰيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي
الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِنْ يَرَوْا كُلَّ اٰيَةٍ لَا يُؤْمِنُوا
بِهَا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لَا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِنْ يَرَوْا
سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا
بِاٰيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ (١٤٦)».[2]
(زه د هغو خلکو زړونه له خپلو آیتونو څخه اړوم
چې نا حقه په زمکه کې کبر[3] کوي، چې د الله تعالی هر آیت وویني ایمان پرې
نه راوړي او که سمه لار وي پرې نه ځي، کږه لار چې ګوري ورباندې ځي ؛ دا ځکه چې دوی
زموږ له آیتونو انکار وکړ او ترې بې خبره وو).
3.
اسراف او درواغ د هدایت مخې ته خنډونه
د اسراف او درواغو لاملونه ورک او عاملین اصلاح نشي قرآني موخې نشي ترلاسه کېدای، اسراف په حرامو ځان پالل او درواغ د حق
او حقیقت پر خلاف چلن، عمل او فکر کول دي، الله تعالی وايي: «إِنَّ الله لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ (٢٨)».[4]
مسرف هغه انسان ته وايي چې خپله
وړتیا ضایع، وخت عبث او امکانات په هوس لګوي، په داسې حال کې چې وړتیا، وخت او
امکانات د الهي او بشري حقونو د اداء لپاره الهي امانتونه دي.
کذاب
ډېر درواغجن ته وايي، البته دلته د آیت دلالت عام دی، هغه سیاسي، ټولنیز، دیني او اقتصادي درواغجن ترې ډېر مراد دي، چې دوى په یوه وخت کې میلیونونو خلکو ته دروغ
وايي.
4.
انابت
انسان هومره له قرآن کریم نه ګټه
اخلي چې ارمانونه، هوډ او اراده یې د زړه په مينه د الهي احکامو تطبیق ته چمتو وي
او ګټې اخیستنې ته لېواله وي.
«هُوَ الَّذِي يُرِيكُمْ اٰيَاتِهِ وَيُنَزِّلُ لَكُمْ مِنَ
السَّمَاءِ رِزْقًا وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَنْ يُنِيبُ(١٣)».[5]
(الله تعالی هغه ذات دی، چې تاسو ته د خپلو
قدرتونو نښې درښيي، له آسمانه روزي درکوزوي او له منیب[6] پرته بل څوک ترې پند نشي اخستلی).
(امام طبري رحمه الله دمنیب د
پېژندنې په اړه لیکلي دي): «مُنِيبٌ رَجَّاعٌ
إِلَى طَاعَتِهِ».[7]
منیب هغه دی، چې د زړه تنابونه يې له الله تعالى سره وصل وي، الله تعالی ته بیا بیا رجوع کوي ؛ یعنې پرله پسې د
الله تعالی اطاعت کوي.
منیب هغه دی چې یو نېک کار چې په
کره او نږه بڼه ترسره کړي د بل نېک کار د کولو په هڅه کې شي. کله د خیر طرح جوړوي،
کله خیر خپروي، کله خلک خیر ته هڅوي، کله یې عملي کوي او کله یې ارزونه کوي.
بل ځای داسې لیکي: «أَيْ مُقْبِلٌ
بِقَلْبِهِ إِلَى اللَّهِ». [8]
منیب هغه ته وايي چې د زړه او عقل مراندې یې له الله تعالی سره تړلي وي، حقوق الله او حقوق العباد په
مینه اداء کوي.
د طبري رحمه الله لاندې جملې ته ځير شئ:«راجع إلى ربه بالتوبة
والإخلاص، وخص النيب لأنه المنتفع بالتفكر».[9]
(الله ته توبه باسي مخلصانه ورته رجوع کوي او د انابت خاوندان ځکه یاد شول چې دوی ګټور تفکر کوي).
د طبري له وينا نه معلومېږي، چې انابت عقلي او عاطفي فعاليت دى، چې د شويو چارو ارزونه کوي، د فردي
او ټولنيز پرمختګ لپاره يې په کاروي او راتلونکي ښېګڼو ته يې چمتو کوي.
5.
له شک نه ځان ساتنه: د مسرف تعریف مخکې وشو، مرتاب خپله قرآن کریم تعریفوي، هغه څوک چې الهي دین په
بې دردۍ، بې علمۍ او غیر تطبیقي بڼه تحلیلوي او تفسیروي، ټولنیز جوړښت د کبر او
جبر پربنسټ جوړوي او بیا يې الله تعالی ته منسوبوي، دوی بې له کوم دلیله له قرآن کریم څخه انکارکوي.
«الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي اٰيَاتِ الله
بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ الله وَعِنْدَ الَّذِينَ
اٰمَنُوا كَذَلِكَ يَطْبَعُ الله عَلَى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ (٣٥)».[10]
(او دغه خلك د الله تعالی د آيتونو پر سر شخړې كوي بې له دې چې كوم سند يا دليل ورته راغلى وي. دغه كړنلار الله تعالی او مؤمنانو ته سخته كركجنه ده. همداسې الله تعالی د هر متكبر او جبار پر زړه مهر وهي).
په کبر، بې نظمۍ او ناپوهۍ د ژوندانه بهیر ته ننوتل د پوهانو د زړه پر سر او د عوامو د عقل پر سترګو هغه توره پرده ده، چې
زړه ته د قرآني هدایت رڼا او سترګو
ته د حقايقو د ليدلو څرک نه پرېږدي.
که غواړو قرآني ټولنه جوړه کړو
باید د حقتلفۍ، بې نظمۍ، بې کارۍ او ناپوهۍ ټول اسباب له
منځه یوسو، د حقپالنې، نظم، کار،
پوهنې او روزنې لپاره اسباب او کاری تشکيل چمتو کړو.
د عمر بن خطاب په اند د قرآن نهایي موخه
عاقل انسان د عمر بن الخطاب دولس نیم کلن عادلانه نظام ته حیرانیږي، نصاب سره په تړاو
چې د هغه نظر په مستندو روایتونو کې لولو پوهیږو چې د هغه د دې سترې بریا لامل څه
شی و؟
د عمر بن خطاب په نظر د قران نهايي
موخه دا ده چې ګټور امین او با اعتباره شخصیتونه په ټولنه کې تر حده ډېر شي، لاندې
روایت په دقت ولولئ په دې پوهیږو چې د بشري پرګنو د نجات لپاره باید څه وکړو:«عن
زيد بن أسلم عن أبيه أن عمر بن الخطاب قال لأصحابه تمنوا فقال أحد أتمنى أن يكون
ملء هذا البيت دراهم فأنفقها في سبيل الله فقال تمنوا قال آخر أتمنى أن يكون ملء
هذا البيت ذهبا فأنفقها في سبيل الله قال تمنوا قال آخر أتمنى أن يكون ملء هذا
البيت جوهرا أو نحوه فأنفقه في سبيل الله فقال عمر تمنوا فقالوا ما تمنينا بعد هذا
قال عمر لكني أتمنى أن يكون ملء هذا البيت رجالا مثل أبي عبيدة بن الجراح ومعاذ بن
جبل وحذيفة بن اليمان فاستعملهم في طاعة الله قال ثم بعث بمال إلى حذيفة قال انظر
ما يصنع قال فلما أتاه قسمه ثم بعث بمال إلى معاذ بن جبل فقسمه ثم بعث بمال يعنى
إلى أبي عبيدة قال انظر ما يصنع فقال عمر قد قلت لكم أو كما قال».[11]
( زید بن اسلم چې له خپل پلار نه روایت کوي، خپلو ملګرو ته داسې وویل: څه
هیله لرئ؟ یو صحابي وویل: هیله مې دا ده چې دغه کوټه له درهمونو نه ډکه وي او زه
یې د الله په لار کې خیرات کړم، بیا يې وویل: څه هیله لرئ؟ بل صحابي وویل: هیله من
یم چې دغه کوټه له سروزرو ډکه شي او زه یې د الله په لار کې خیرات کړم، بیا یې
وویل: بل څوک څه هیله لري؟ بل صحابي وویل: هیله من یم چې دا کوټه له جواهرو ډک وي
او د الله په لار کې يې لګوم، بیا یې وویل: بل څوک څه هیله لري؟ هغوی وویل: زموږ
همدغه هیلې وې. عمر بن خطاب وویل: زما هیله دا ده چې دغه کوټه له أبوعبيدة بن
الجراح، معاذ بن جبل او حذيفة بن اليمان نه ډکه وي چې د الله په لار ترې کار آخلم،
بیا یې حذیفه ته مال ور واستاوه او ویې ویل: وګوره چې څه پرې کوي؟ هغه ټول مال پر
بېوزلو ووېشه، بیا یې څه مال معاذ ته واستاوه هغه هم ووېشه، بیا یې ابو عبیده بن
جراح ته واستاوه او وویل: وګوره چې څه پرې کوي هغه هم پر خلکو ووېشه، عمر خلکو ته
وې ویل: ومو کاته چې خبره مې رښتیا شوه).
له بشري سپېڅليو منابعو نه د
ولسونو په ګټه کار اخستل د یو ملت ستره پانګه ده، سره، سپین او جوهر دومره یوې
ټولنې او حکومت ته بقا نشي بښلای څومره چې کارنده سپېڅلې بشري منابع يې ورته بښي.
[1]. ن: ١٢.
[2]. الاعراف: ۱۴۶.
[3]. کبر: حق تلفي ، حق تروړنه د نورو خلکو د حقونو خوړل يا شته حقونه
، نه ادا کول. رسول الله فرمايي: » الکبر بطر الحق و غمط الناس « 〈 کبر د حق تروړل او خلکو ته سپک کتل دي 〉.
[4]. المؤمن: ۲۸.
[5]. المؤمن: ۱۳.
[6]. منيب: هغه عقلي ، جسمي او عاطفي قوتونه چې الله تعالی ته مايل او
د الله تعالی حکمونو تطبیق ته په پوره لېوالتیا چمتو وي.
[7]. الطبري ، محمد بن جرير بن يزيد بن كثير بن غالب الآملي ، أبو
جعفر الطبري ، تفسير الطبري جامع البيان ج 12 ص 493.
[8]. الطبري ، محمد بن جرير بن يزيد بن كثير بن غالب الآملي ،
أبو جعفري ، تفسير الطبري جامع البيان ج 21 ص 410.
[9]. القنوجي ، أبو الطيب محمد صديق خان بن حسن بن علي ابن لطف
الله الحسيني البخاري القِنَّوجي فتح البيان في مقاصد القرآن ج 11 ص 168.
[10]. المؤمن: ۳۵.
[11]. البخاري ، جعفي ، محمد
بن اسمعيل، التاريخ الصغير الأوسط , ص, 34.
No comments:
Post a Comment