دویم فصل: د قرآني‌ تعریف تشریح (۲)


 

 

٢. د روح الامين په واسطه

    د الله تعالی له لوري د عزتمنې ملائکې په واسطه قرآن نبي علیه السلام ته انتقال شو.

«إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ (١٩) ».[1] (دا قرآن کریم د عزتمن استازي وینا ده).

اوس هم قرآن کریم باید انساني عقل او عاطفې ته د داسې کسانو له لارې ننه ایستل شي، چې د قرآن کریم لفظي او عملي ترویج ته ژمن، امین او مؤمن وي، د شخصیت له پلوه درانه او د اهدافو له پلوه عالي او سپیڅلي وي، له وهمي او تخیلي نظریاتو، سپکو چارو او تشو ویناوو څخه پاک وي، د ځان او نورو روزنې او ژغورنې ته هوډمن وي، په حرامو کې لتاړ، په ظلم کې ښکېل او د هوس په لومه کې ایسار نه وي.

الله تعالی د قرآن کریم لومړنی مدرس داسې ستايي: «ذِي قُوَّةٍ عِنْدَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ (٢٠) ».[2]

(هم زور لري او هم د عرش له خاوند سره لوړ مقام).

باید چې د قرآن کریم زده کوونکي د جسم، عقل، روح، روان او ټولنیز دریځ له پلوه پیاوړي او سپېڅلي وروزل شي، که پر دې بنسټ مو د قرآن کریم زده کړې ته لار هواره کړه، په دې پوه شئ چې د بشري کړکېچونو سترې برخې ته مو د حل لار پرانستې ده.

«مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ (٢١)».[3] (هره خبره يې منل کېږي او امانتکار دی).

سپېڅلي او امین خلک اوس هم بايد دا روزنه او پيغام نورو خلکو ته ورسوي، که دا پيغام د هغو خلکو له خوا ورسېږي، چې د خدمت، عبادت او اخلاقو له پلوه کمزوري د حلال او حرامو په اړه بې پروا او د ژوند لوری یې پر نارواو او د حق پالنې پرځای زر پال او زور پال وي او لاسونه یې د بې ګناه انسانانو په وینو سره او په حرامو ککړوي. وجدانونه يې په حرص او هوس رنځور او ضمیرونه يې د ظلم او ناپوهۍ په خیرو خيرن وي. داسې خلک د قرآن کریم د حفظ، علم او معلوماتو له لارې ټولنې ته هېڅکله ګټه نشي رسولای ؛ بلکې په کومو رنځونو، ناوړه اخلاقو او حرامو کې چې خپله اخته وي، شاګردان او پلویان يې هم په شرعي استدلال اخته او په تقلیدي بڼه روږدي کېږي، له عامو ګنهګارانو سره په دې توپير چې دوی به په ګناه، حیاء نه احساسوي، یعنې ګناه ته به ګناه نه وايي.

داسې ښوونکي چې عمل او وينا يې د ایمان په تله له قرآني لارښوونو سره برابره نه وي، عمل يې له وينا او وینا يې له باور سره ټکر ولري، قرآن کریم او قرآني پيغامونه د خلکو حافظو او عقلونو ته په زیانمنه، ستغه او سپوره ژبه رسوي، د لفظ د اداء ماهرین وړاندې کولای شي، داسې مدرسین او مدرسې د نظري تحلیل او ترنم له پلوه کره او پیاوړي اتلان ټولنې ته وړاندې کولای شي ؛ مګر زړونو ته د عمل ځواکمنه اراده، عملي طرحې، تطبیقي پړاو او ګټورې پايلې نشي ورانتقالولای او داسې ګټور او بېلګه انسانان ترې نشي جوړولاى، چې وګړي او ټولنې د پوهې، نېکمرغۍ او لورینې پر بنسټ د هوسا ژوند خاوندان کړي.

   علم چون بر دل زند ياری شود     علم چون برتن زند ماری شود[4]

***

علم که په زړه کېناسته یار شي    که پر ځان کېناسته مار شي



[1]. التکویر: ۱۹.

[2]. التکویر: ۲۰.

[3]. التکویر: ۲۱.

٢. بلخي ، محمد بن محمد (۱۲۰۷-۱۲۷۳م) مولانا جلال الدین ، مثنوي ، ص

No comments:

Post a Comment