دویم فصل : د قرآن کریم (قرآني‌) تعریف (۳)


لیکوال: محمدناصر حلیمي

۳. امين او امانت

جبرئیل امین دی، محمد ﷺ امین دی، اصحاب امناء دي، نو د قرآني مدرسې سرمدرس، ښوونکي او روزونکي باید امین، باوري او د اعتماد وړ خلک وي. د امانت په احساس پالل شوی انسان کولای شي، چې د قرآن کریم له لارې د امانت ساتنې، پالنې او سمبالنې په احساس وګړي او ټولنې وروزي، د هوسا او پرمختللي ژوند په لور یې سیده او ملتونه له ناورینونو وژغوري.

د جاهلیت په دوره کې هر صحابي تر مسلمانېدو مخکې امین و او هر یوه ته د امانت، مېړانې، مېلمه پالنې، .. ډېرې بېلګې منسوبې دي. د یوسف کاندهلوي رحمه الله حیاة الصحابه کتاب ولولئ، تاسې ته به جوته شي، چې لومړني صحابه کرام تر وروستنيو مسلمانو او نامسلمانو هوښیار، امین او سپیڅلي وو.

د پېغمبر د اصحابو تاریخ چې ولولئ، نو امین خلک د پېغمبر ملګري او خاینان یې د دعوت مخې ته خنډ شوي ؛ نو ویلای شو چې په انسان کې څومره د امانتدارۍ حس غښتلی شي، هومره قرآن کریم زده کولای او عملي کولای شي. د ابو جهل مالي خيانتونه په مکه کې او د عبدالله بن ابی اخلاقي فساد په مدينه کې په تاريخ کې
ثبت دی.

څومره چې انسان خاین وي هومره له قرآني رڼاوو بې برخې، په ټولنه کې يې نقش منفي او د حقتلفۍ اتل وي، که څه هم قرآن کریم يې زده، په تحلیل او تفسیر کې تر نورو ډېر پوه وي. نن چې مسلمان مسلمان وژني، د مسلمان عمل د اسلام د پرمختګ مخې ته تر ټولو خنډونو جړ او پېچلی خنډ دی، مسلمانان د مسلمانانو په لاس ځپل کېږي او له منځه ځي لامل يې همدا قرآنپوه خاينان دي.

د ژمنو او سپېڅليو قرآنپوهانو دنده د بشري پرګنو ترمنځ د حسنه اړیکو ایجاد او د متبادلو ګټو او له توپير پرته متوازن انکشاف د اصولو ټینګښت دی، د دوى په اړه دا پوښتنه به نه پیدا کېږي چې دوی مسلمان له مسلمان څخه د يوې شېبې لپاره جلا کړي. اسلام امانت دی، مسلمان امانت دی، د مسلمانانو ترمنځ د یووالي ټینګښت امانت دی څوک یې چې په هره پلمه ماتوي خاین دی.

تحلیل او تفسیر د عقل په ژبه کېږي، امانتداري د سپېڅلې عاطفې او پاک ضمیر دنده ده، قرآن کریم لومړی عاطفې او ضمیر ته کوز شوی بیا عقل ته پکې د تدبر (ګټور او منتج سوچ) امر شوی دی، ځکه په ناولي لوښي کې پاکې اوبه تویول نورې اوبه هم خیرنوي. اسلام د سپېڅلو موخو د تر لاسي او د سپېڅلو وسیلو د کارونې توصیه کوي. رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم وايي:«زړه ته لومړی امانت ښکته شو بیا قرآن».

زموږ لويه ستونزه او د شرمېدلې ماتې لامل دا دى چې زده کوونکيو ته قرآن کریم پرته له امانته ښيو، په تدريسي دود کې د امانتدارۍ د حس د پياوړتیا تطبيقي طرح بيخي نه لرو. قرآن کریم چې په خاین زړه کې ځای شي، له خاینانه پایلو پرته بل څه ترې نه ترلاسه کېږي.

داسې خلک د خيانت لپاره شرعي دلايل لټوي، فقط په ښکاره متقي او پټ کارونه يې ستر جنايتونه دي، د الله تعالی ستر امانت انسان دی، دا يې وژني، له اساسي حقونو يې بې برخې کوي، د تسخیرولو پلمې يې جوړوي. خاین ضمیر او خیرن وجدان قرآن کریم د خپلو خاینانه موخو او هوسي ارمانونو د خړوبولو لپاره کاروي امین قیادتونه د قرآن د تفسير له لارې بشري ځواکونه د بشری ستونزو پر تشخیص او درملنې روزي او حل لپاره يې پر کاري سیستم راټولوي، خائن شخصيتونه د قرآن له لارې خلک پر ځان راټولوي.

د قرآن کریم د مدرسو سرمدرسان او مهتممین باید دې حدیث ته په کتو د بشر عقل او عاطفه په قرآني علومو وروزي او کنه تر ګټې يې اسلام، مسلمان، اسلامي احکامو او بشري پرګنو ته يې زیان ډېر دی، دا حدیث د قرآن کریم پر تطبیقي نصاب کره کتنه کوي او د دیني نصاب د محتوی لپاره لارښونه لري‎:

«عَنْ زَيْدِ بْنِ وَهْبٍ، حَدَّثَنَا حُذَيْفَةُ، قَالَ: حَدَّثَنَا رسول الله ﷺ حَدِيثَيْنِ، رَأَيْتُ أَحَدَهُمَا وَأَنَا أَنْتَظِرُ الآخَرَ: حَدَّثَنَا: «أَنَّ الأَمَانَةَ نَزَلَتْ فِي جَذْرِ قُلُوبِ الرِّجَالِ، ثُمَّ عَلِمُوا مِنَ القرآن، ثُمَّ عَلِمُوا مِنَ السُّنَّةِ». وَحَدَّثَنَا عَنْ رَفْعِهَا قَالَ:"يَنَامُ الرَّجُلُ النَّوْمَةَ فَتُقْبَضُ الأَمَانَةُ مِنْ قَلْبِهِ، فَيَظَلُّ أَثَرُهَا مِثْلَ أَثَرِ الوَكْتِ، ثُمَّ يَنَامُ النَّوْمَةَ فَتُقْبَضُ فَيَبْقَى فِيهَا أَثَرُهَا مِثْلَ أَثَرِ المَجْلِ، كَجَمْرٍ دَحْرَجْتَهُ عَلَى رِجْلِكَ فَنَفِطَ، فَتَرَاهُ مُنْتَبِرًا وَلَيْسَ فِيهِ شَيْءٌ، وَيُصْبِحُ النَّاسُ يَتَبَايَعُونَ، فَلاَ يَكَادُ أَحَدٌ يُؤَدِّي الأَمَانَةَ، فَيُقَالُ: إِنَّ فِي بَنِي فُلاَنٍ رَجُلًا أَمِينًا، وَيُقَالُ لِلرَّجُلِ: مَا أَعْقَلَهُ وَمَا أَظْرَفَهُ وَمَا أَجْلَدَهُ، وَمَا فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةِ خَرْدَلٍ مِنْ إِيمَانٍ"وَلَقَدْ أَتَى عَلَيَّ زَمَانٌ، وَلاَ أُبَالِي أَيُّكُمْ بَايَعْتُ، لَئِنْ كَانَ مُسْلِمًا رَدَّهُ عَلَيَّ الإِسْلاَمُ، وَإِنْ كَانَ نَصْرَانِيًّا رَدَّهُ عَلَيَّ سَاعِيهِ، وَأَمَّا اليَوْمَ: فَمَا كُنْتُ أُبَايِعُ إِلَّا فُلاَنًا وَفُلاَنًا».[1]

(له زید بن وهب نه روایت دی، چې حذیفه رضي الله عنه وویل: رسول الله موږ ته دوه خبرې کړې وې یوه مې ولیده، بلې ته منتظر یم. موږ ته یې ویل: «د خلکو زړونو تل ته لومړی امانت راښکته شو، بیا قرآن، بیا یې سنت زده کړ» او بل یې راته وویل:"سړی چې ویده کېږي له زړه څخه یې امانت وځي او په زړه کې يې یواځې اثر پاتې کېږي، بیا ویده کېږي او امانت ترې اخستل کېږي، اثر یې د ورغوي پولۍ (تڼاکې) غوندې پاتې کېږي، خلک پخپلو کې پېر و پلور کوي، داسې وخت به راشي، چې هېڅوک به چا ته امانت نه سپاري، خلک به وايي: فلانی ډېر امین انسان دی، بیا به وویل شي، فلانی ډېر، عاقل، ظریف او کلک سړی دی، خو په زړه کې به یې ذره ایمان هم نه وي او همداسې یوه زمانه راباندې راغله چې پروا مې نشته، چې له چا سره بیعت وکړم، مسلمان راته خپل اسلام وړاندې کوي، نصراني خپلې څنګلې وړاندې کوي ؛ خو اوس له فلاني او فلاني پرته بل چا سره بیعت نه کوم).

که موږ غواړو قرآن کریم زموږ لپاره هدايت او رحمت شي، باید لومړى زړه له کبر، حسد، کينې، رخې، بدبينۍ، ظلم او له نورو رواني خائنانه ناروغیو وژغورو، پاکو او درنو ارزښتونو او درنو خويونو ته پکې وده ورکړو، بيا د امانت تر عملي زده کړې وروسته پوهېږو چې زموږ زړه شفا موندلې ده کنه؟ موږ د امانت، اخلاص، رحم او پوهې د کچې له مخې پوهېږو چې څومره هدايت مو موندلى او د قرآن کریم په لوستو له څو ډوله هدايت[2]څومره او څرنګه بې برخې يو؟.

هر انسان چې څومره مهربانه او امین وي، هومره قرآن منلو او پلي کولو ته چمتو وي، څومره چې خاین په درغلیو کې ښکېل او ککړ وي، هومره د قرآن کریم له تطبیقه تښتي او د خپلو خاینانه تصرفاتو توجیه کولو لپاره قرآني آیتونه مغرضانه تحریفوي او رنځورانه تحلیلوي.

په دې حدیث کې د قرآن کریم د تدریس لپاره نبوي تګلاره او شرعي دود ته ځير شئ!.

«وعن أَبي موسى الأشْعريِّ رضي الله عنهُ قال: قال رسول الله صلى الله عَلَيْهِ وسَلَّم:"مثَلُ المؤمنِ الَّذِي يقْرَأُ القرآن مثلُ الأُتْرُجَّةِ: ريحهَا طَيِّبٌ وطَعمُهَا حلْوٌ، ومثَلُ المؤمنِ الَّذي لاَ يَقْرَأُ القرآن كَمثَلِ التَّمرةِ: لاَ رِيح لهَا وطعْمُهَا حلْوٌ، ومثَلُ المُنَافِق الَّذِي يَقْرَأُ القرآن كَمثَلِ الرِّيحانَةِ: رِيحها طَيّبٌ وطَعْمُهَا مرُّ، ومَثَلُ المُنَافِقِ الَّذِي لاَ يَقْرَأُ القرآن كَمَثلِ الحَنْظَلَةِ: لَيْسَ لَها رِيحٌ وَطَعمُهَا مُرٌّ».[3]

(له ابو موسى الأشْعري رضي الله عنهُ نه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي: کوم مؤمن چې قرآن کریم لولي، د ترنج په څېر دی، ترنج خوږ بویه او خوندور دی، هغه مؤمن چې قرآن کریم نه لولي، د کجورې غوندې دی خوږ بویه نه ده ؛ خو خوندوره ده او منافق چې قرآن کریم لولي د کشمالو ګل غوندې دی، خوږ بویه او بدخونده دی، هغه منافق چې قرآن کریم نه لولي د مړغوني غوندې دی، چې بوې یې بد او خوند یې تریخ دی).

[1]. البخاري جعفي محمد بن إسماعيل، الجامع الصحیح ، ج ص كتاب الرقاق ، باب رفع الامانة. قشيري مسلم بن الحجاج ، صحيح مسلم ج ا ص ٢٣٠.

[2]. د هدايت ډګرونه د همدې کتاب په (٢٧۳) مخ کې ولولئ.

[3]. البخاري ، جعفي محمد بن اسمعيل ، الجامع الصحیح ، كتاب الأطعمة ، باب ذکر الطعام ، حديث نمبر ۵۴۲۷ ، ج۱ ، ص ٧٧.

No comments:

Post a Comment