د پورته معناګانو شننه
پورته نظرونه څلور واړه سم او پر علمي او واقعي استدلال بنا
دي ؛ ځکه له قرآن کریم سره د بشريت او نړېوالو واقعیتونو اوسنى تړاو او نتايج ټولې
معناوې صحیح ګڼي.
که ژوره کتنه پکې وشي او له ژوندانه سره په تړاو وشنل شي، نو
جوتیږي چې د موضوع ګانو له پلوه هم یو بل ته نږدې دي، په دې معنی
چې په ښوونیزه او روزنیزه بڼه قرآن کریم څومره اعتقادي، صحي، سياسي، عبادي او
فرهنګي موضوعات په خوږه ژبه، اوبدونکې بڼه، تړاو ورکوونکي سبک او سره ورته اسلوب
وړاندې کړي دي، په ښه والي، خوږ والي، ګټور والي او سپېڅلتیا کې د محتوى او فحوا
له پلوه يو بل ته ورته دي، يو بل تائيدوي، یو له بل سره تړلي دي او خپل منځي ټکر نه لري.
واقعا قرآن کریم په هر اړخیزه معنا د ژوند او مرګ د حقایقو او رښتینو
مفاهیمو انځوروونکی او غور چاڼ کتاب دی.
یو آیت یې مجمل او بل یې تفصیل دی، یو تفصیل او بل مجمل، یو آیت یې قاعده او بل یې مثال، یو
آیت یې مکلفیت او بل آیت يې پایله ده، یو آیت لارښوونه، بل تطبیقي تګلار او استنتاجي کړنلار ده.
د علماوو دغه علمي څېړنې، چې ثمره يې د قرآن کریم د لفظ هر اړخیزه پوره ژباړه لاس
ته راتلنه ده، دا قضاوت صحیح نه دى، چې يو ته سم او بل ته يې ناسم ووايو ؛ بلکې
څلور واړه معناوې سمې دي او د قرآن کریم لفظ د څلورو واړو معناوو لپاره د ژوندانه
په ټولو ډګرونو کې عيني مصداقونه لري، لکه چې پورته سره ياد شول.
له پورته معناوو سره د بشري پرګنو د تړاو له پلوه د لوستلو
معنا ډېره کارول کېږي، له همدې امله قرآنپوهانو دا معنا غوره ګڼلې ده. بشري
نېکمرغۍ او پرمختیا هم د هغوی د مطالعې له کچې سره تلل کېږي ؛ نو ځکه موږ هم
په همدې آند یو، چې د لوستلو معنا پکې پیاوړې ده.
ويلاى شو، چې قرآن کریم په نړۍ کې تر ټولو کتابونو ډېر
لوستوال او ګروهوال لري، د قرآن کریم
لوستل يواځې د يوې ډلې لپاره نه ؛ بلکې د هر مسلک او هر ذوق خاوندانو لپاره دى، د ژوندانه د هرې برخې لپاره ترې پند او خوند اخستلای شي، یواځې انسان نه ؛ بلکې ملایکې، پیریان هم
ورته اړتیا لري او خپله ورکه پکې موندلای شي، نو ویلای شو چې د قرآن د حاملینو اساسي دنده دا ده، چې ټولې
نړۍ ته یې د عمل او نتیجې په قالب کې لفظ او معنا ورسوي، چې د هر انسان ضمیر او وجدان پرې ټکور او خړوب، جسم، عقل او عاطفه يې غښتلې روښانه او پاکه شي، ټولنه متوازنه او پر ځان بسیا شي، د دې کتاب له لارې باید د
نړۍ خلک د مینې او خپلمنځي همکارۍ پر یوه ټغر کېنول شي او د افکارو توحید لپاره
یې باید هدف، معیار او
تګلاره وګرځول شي.
[1]. قومي ، ژبنی ، مذهبي ، سیمه ایز ، ګوندي تعصبات او شرزېږه
اختلافاتو ته ټولنیز رنځ وایي ، د دې رنځونو د ترویج مخکښان په ناپوهو ټولنو کې
ډېر پلویان او ړانده لاس پړکوونکي لري ، پر مختللو ټولنو کې خلک په دې شعارونو نه
غولېږي ، له هر چا سره په کاري کچه حساب کوي ، د اجتماعي ارواپوهنې منابعو ته دې
مراجعه وشي.
[2]. آل عمران: ۶۴.
[3]. سيوطي، عبدالرحمن بن ابي بکر جلال الدين، الإتقان في علوم القرآن ، ج۱ ۱ص۱۸۲. عربي متن يې: «وَقَالَ قَوْمٌ مِنْهُمُ الْأَشْعَرِيُّ: هُوَ مُشْتَقٌّ
مَنْ قَرَنْتُ الشَّيْءَ بِالشَّيْءِ إِذَا ضَمَمْتَ أَحَدَهُمَا إِلَى الْآخَرِ
وَسُمِّيَ بِهِ لِقِرَانِ السُّوَرِ وَالْآيَاتِ وَالْحُرُوفِ فِيهِ».
[4]. سيوطي عبدالرحمن بن ابي
بکر جلال الدين، الإتقان في علوم القرآن ، ج 1 ص 182. عربي متن يې: «وَقَالَ
الْفَرَّاءُ: هُوَ مُشْتَقٌّ مِنَ الْقَرَائِنِ لْأَنَّ الْآيَاتِ مِنْهُ
يُصَدِّقُ بَعْضُهَا بَعْضًا وَيُشَابِهُ بَعْضُهَا بَعْضًا وَهِيَ قَرَائِنُ
وَعَلَى القولين هو بِلَا هَمْزٍ أَيْضًا وَنُونُهُ أَصْلِيَّةٌ».
[5]. سيوطي عبدالرحمن بن ابي
بکر جلال الدين، الإتقان في علوم القرآن ، ج ۱ ص ۸۷.
No comments:
Post a Comment