لیکوال: محمدناصر حلیمي
د نېکمرغۍ هسک مقامونه
قرآن له ښېګڼو، برکتونو او
ارزښتمنو لارښوونو ډک کتاب دی، لوستل،
عملي کول او نورو ته رسول یې بشر د نېکمرغۍ لوړو مقامونو ته رسوي
او نه تطبیق يې ټولنې او وګړي په
کږلېچونو ښکېلوي او ناورینونو کې يې ځپي، نو باید له دې کتاب نه د غفلت او بې
پروایۍ پر بدو عواقبو او نا وړو پایلو ځان او خلک خبر او وژغورو، پر لارښوونو يې عملاً نړۍ ته
عادلانه، عالمانه، رحیمانه، د خواخوږۍ پر
بنسټ پر ځان بسيا ټولنه
لکه رسول اللهﷺ چې وړاندې کړې وه، موږ هم د
قرآن کريم هر اړخيز تطبيق له لارې بشري نړۍ ته همداسې عادلانه او عالمانه ټولنه وړاندې کړو.
الله تعالی وايي: «وَ هٰذَا كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ مُبٰرَكٌ
مُّصَدِّقُ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَ لِتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰى وَ مَنْ
حَوْلَهَا والَّذِیْنَ
یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَ هُمْ عَلٰى صَلَاتِهِمْ
یُحَافِظُوْنَ».[1]
(دا يو کامل كتاب دى چې نازل كړى مو دى، له خير
او بركته ډك دى، هغه کتابونه تصدیقوي، چې
مخکې ترې راغلي وو، ځکه چې ته په دې سره د كليو دا مركز (مكه) او د
دې شاوخوا اوسېدونكي له دنيوي او اخروي سزاګانو
وېروي. څوک چې آخرت مني، هغوی پر دې كتاب ايمان لري او دوی پر خپلو لمونځونو
ټينګ دي).
دا کتاب کامل او د ښېګڼو او
برکتونو سرچينه ده. نیمګړې لارښوونې او کمزورې خبرې نه لري، ټولې خبرې یې له کمال او ښکلا ډکې او د رحيمانه لارښوونو بېلګې دي. د دې کتاب د عاملانو
نېمګړتیاوې، تېروتنې او کمزورۍ تر نورو بې عمله ولسونو کمې دي. هر انسان او قوم
هومره د خیر او برکت سرچينه وي څومره چې د دې کتاب پر اوامرو او نواهیو پوه او عملي کوونکى وي.
No comments:
Post a Comment