دویم فصل:‌د مثمر عمل لپاره قرآن لوستنه


 لیکوال: محمدناصر حلیمي 

 

د مثمر عمل لپاره قرآن لوستنه

قرآني آیتونه، نبوي احادیث او د پخوانیو علماوو ویناوې چې راټولې شي، جوتیږي چې شرعي قرآن لوستنه، د منتج عمل په موخه د قرآن پر لفظ او معنا سمې او کره پوهېدنې ته وايي.

 رسول الله فرمایي: «مَنْ آتَاهُ الله الْقرآن فَقَامَ بِهِ آنَآءَ اللَّيْلِ وَآنَآءَ النَّهَارِ، وَعَمِلَ بِمَا فِيهِ، وَمَاتَ عَلَى الطَّاعَةِ، بَعَثَهُ الله يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَعَ السَّفَرَةِ وَالْأَحْكَامِ». [1]

(چا ته چې الله تعالی قرآن کریم ورکړ، شپه او ورځ د هغه زده کړې او تطبیق ته چمتو و، عمل یې پرې وکړ او د قرآن کریم عملي تطبیق په لار کې مړ شو، الله تعالی به یې د آخرت په ورځ له ملایکو او الهي احکامو سره را ژوندی کړي).

«عَنْ سَهْلٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ رسول الله ﷺ أَنَّهُ قَالَ:"مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ الله الْعَظِيمِ، نَبَتَ لَهُ غَرْسٌ فِي الْجَنَّةِ، وَمَنْ قَرَأَ الْقرآن فَأَكْمَلَهُ وَعَمِلَ لِمَا فِيهِ، أَلْبَسَ وَالِدَيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تَاجًا هُوَ أَحْسَنُ مِنْ ضَوْءِ الشَّمْسِ فِي بُيُوتٍ مِنْ بُيُوتِ الدُّنْيَا، لَوْ كَانَتْ فِيهِ، فَمَا ظَنُّكُمْ بِالَّذِي عَمِلَ بِهِ»[2].

(سهل د خپل پلار له خولې، له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي، وايي: چا چې سُبْحَانَ الله الْعَظِيمِ وویل، په جنت کې ورته یوه ونه زرغونیږي، چا چې قرآن کریم ولوست، پوره يې کړ او عمل یې پرې وکړ، مور او پلار ته به یې داسې تاج ور په سر شي، چې د دنیا تر لمره به ډېره روښانه او ځلانده وي، څه فکر کوئ چې د زده کوونکيو به څه حال وي؟).

له هغې ورځې نه چې قرآن کریم له عمل نه جلا شوی مسلمانانو ښه ورځ نه ده لېدلې، د ژوند په هره برخه کې چې څومره له قرآن نه لرې دي هومره یې وضع ورځ تر بلې بدتره ده او د تطبيقي قرآن له لارې کولای شي تېر زیانونه جبران، د ژوندانه تیاره اړخونه روښانه او اینده پرمختګونو تضمین کړي.

له کړکېچه د وتو لپاره تطبیقي قرآن د توليد او استقرار [3]پړاو ته رسول بې بدیله درملنه او لار ده.

د هر کړکېچ لپاره فردي او اجتماعي قواعد را ایستل، منظم تشکیل ورته رامنځته کول، د (کمیت) تر څنګ پر کیفیت کار او پرنتایجو تمرکز کول، د عامه تقلید او نړېوال قناعت لپاره عملي بېلګې د ژوندانه په ټولو اړخونو کې وړاندې کول تطبیقي قرآن دی.

د قرآن کریم لفظي زده کړې، پر مفاهیمو یې کره پوهېدنې، په فردي او اجتماعي ژوند کې تطبیقېدنې ته منتج کار نه دی شوی، د تولید او استقرار پړاو ته یې رسول څه ډول ممکن دی؟ سره له دې چې دینپوهان د قرآن کریم په اړه په تولید او استقرار الله تعالی ته ژمن دي، نه په مفهومي او معنوي قرآن ؛ خو متاسفانه موږ لا د مفهومي او معنوي قرآن د ترويج او تطبيق ته سر نه دی ور ښکاره کړی، په داسې حال کې چې، مفهوم او معنا توليد او استقرار ته د ختو زينه او پوړۍ ده.


[1]. الدارمي ، أبو محمد عبد الله بن عبد الرحمن بن الفضل بن بَهرام بن عبد الصمد ، التميمي السمرقندي ، السنن الدارمي ، ج ۴ ، ص ۲۱۲۱.

[2]. الشيباني ابو عبد الله أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، احمد، مسند أحمد ، ج ۲۴ ، ص ۴۰۲. سيستاني ، ابوداود سلېمان بن الاشعت ، بن اسحاق ، بن بشيرين شداد ، بن عمران الازدي په سنن ابو داود: ج۲ ص ۷۰. له معاذ الجهني څخه مرفوعاً روايت کړى.

[3]. زما په نظر د قرآن تدریس لپاره باید لاندې پړاوونه ووهل شي: ۱. لفظی زدکړه. ۲. د ترجمې زدکړه. ۳. له ژوند سره عملي تړاو ورکولو زدکړه. ۴. دعملي کولو او ارزونې عملي پړاو. ۵. د تولید مرحله. ۶. د استقرار مرحله (چې د قرآني احکامو تطبیق په هر اړخیزه بڼه په فردي او اجتماعي توګه د مکلفيت د اداء په موخه د نتايجو د استحصال لپاره پلی شي) ، که یوه اداره رغنده ښوونیزه اداره ولري په څلورو کلونو کې یې پلې کولای شي.

No comments:

Post a Comment