لومړى فصل : قرآني موخې د احادیثو په رڼا کې


 

لیکوال: محمدناصر حلیمي

قرآني موخې د احادیثو په رڼا کې

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دعاء کې قرآني موخې رانغاړلي دي، د قرآن ښوونيزی او روزنيزی موخې له يوی خوا په ګوته کوي او بل خوا د انسان د متوازنی ودې ښوونيزی او روزنيزی کړنلارې، معیارونه او عنوانونه مشخصوي: چې حضور ته مو وړاندې کوو.

«قَالَ عَبْدُ الله بْنُ مَسْعُودٍ رضي الله عَنْهُ، قَالَ رسول الله ﷺ:"مَا أَصَابَ مُسْلِمًا قَطُّ هَمٌّ وَلَا حَزَنٌ فَقَالَ: اللَّهُمَّ إِنِّي عَبْدُكَ، وَابْنُ عَبْدِكَ، وَابْنُ أَمَتِكَ، نَاصِيَتِي فِي يَدِكَ مَاضٍ فِيَّ حُكْمُكَ، عَدْلٌ فِي قَضَاؤُكَ، أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ هُوَ لَكَ، سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ، أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ، أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ، أَوِ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ، أَنْ تَجْعَلَ الْقرآن رَبِيعَ قَلْبِي، وَجِلَآءَ حُزْنِي، وَذَهَابَ هَمِّي، إِلَّا أَذْهَبَ الله هَمَّهُ، وَأَبْدَلَهُ مَكَانَ حُزْنِهِ فَرَحًا"قَالُوا: يَا رسول الله أَلَا نَتَعَلَّمُ هَذِهِ الْكَلِمَاتِ؟ قَالَ: «بَلَى يَنْبَغِي لِمَنْ سَمِعَهُنَّ أَنْ يَتَعَلَّمَهُنَّ». [1]

(له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله ویلي دي: چا ته چې غم او خپګان ور ورسېږي او ووايي: ای الله تعالی زه ستا بنده یم، ستا د مريي او وینځې زوی یم، زما برخلیک ستا په لاس دی، ستا فیصله زما په اړه چلنده او عادلانه ده، ستا د هغه نامه په سپارښتنه درنه غواړم چې ځان دې پرې نومولی، یا دې کوم ځانګړي مخلوق ته ښودلی یا دې په کتاب کې نازل کړی، یا په غیب کې درسره پټ دي، پر قرآن کریم زموږ زړونه پسرلی کړه، په سینه کې مې د علم او عدل رڼا بله کړه، خپګان او غمونه مې پرې ومینځه.

 که دا دعاء چا ولوسته الله تعالی به یې غمونه او اندېښنې هوارې کړي، الله تعالی به ورته خلاصون ورکړي چا ورته وویل:ایا دا زده نه کړو؟ هغه وویل: چا چې اورېدلې وي، باید چې زده یې کړي).

د دې حدیث لاندې عبارتونو ته ځیر شئ!.

رَبِيعَ قَلْبِى: له قلب نه مراد عقل او عاطفه ده، د قرآن کریم هدف د عقل او عاطفې پالل، روزل، ويښول، پوهول او هوښیارول دي، د انسان په زړه او ذهن کې دننه چې څومره ژونکې (حجرات) او سلولونه دي، د قرآن کریم په پېغمبري لوستنو سره غوړېږي، وده کوي، بشريت او کایناتو ته د خیر ذریعه، د ښېګڼو سرچينه او د نېکمرغیو وسیله ګرځي.

و نورَ بصَرِيْ: د ليدلو رڼايي را، چې حقایق او مفاهیم سم درک کړم، بصیرت د عقل او عاطفې سترګو ته وایي، یعنې د عقل او عاطفې رڼایي مې دومره زیاته کړه چې حقایق وپېژنم، حقونه اداء او مسؤولیتونه اجرا او په هر څه پوه شم.

وَجِلآءَ حُزْنِى: د خپګان له منځه تګ، د خپګانونو لامل یا روحي انحراف دى، چې علاج یې سالمه عقیده کره عبادت، متوازن اقتصادي بساينه، سياسي ثبات او متوازنه روزنه ده، یا فقر دی، چې له حلال کاروبار او په منتجو چارو سره له مينځه ځي، له دې پېغمبري دعاء څخه جوتېږي چې قرآن کریم همدې څلورو نتايجو لاس ته راوړلو لپاره رالېږل شوی دی. دیني علماء ژمن دي، چې په وګړیز عقل، عاطفه او جسم کې، ټولنیز سیاست، اقتصاد، صنعت، روغتیا، ښوونه او روزنه کې د تورتم ټول ډولونه د قرآن کریم په لمر راڼه کړي او د فقر ټول ډولونه په ریښه کې له منځه یوسي.

قرآن د اقتصادي، اخلاقي، علمي، وجداني، سیاسي، اجتماعي، جنسي، علمي فقر او داسې نورو فقرونو د له منځه وړلو او په همدې ډګرونو کې د غنا د رامنځته کولو کتاب دی.(د حسن بصري وينا) [2]



[1]. الحاکم ، ابو عبدالله محمد بن عبدالله الحاکم النیساپوري ، المستدرك على الصحيحين ، ج ۱ ، ص 690 ، ابن حبان ، ابو حاتم البستي محمد بن حبان بن التميمي ، په صحيح ابن حبان ج ٣ ص ٢٥٣.

[2]. فقر په پورته ډولونو د لومړي ځل لپاره امام حسن البصري رحمه الله وېشلي دي.

No comments:

Post a Comment