دویم فصل:‌ ژبه يې خوږه عربي (۵)


 لیکوال :محمدناصر حلیمي

۵. ژبه يې خوږه عربي

عربي ژبه هغه مهال د کمال مرحلې ته رسېدلې وه چې د نړۍ ننۍ واکواله او علمي انګلیسي ژبه نېمګړې وه. عربي یوه کامله ژبه ده، چې الله تعالی پرې قرآن کریم نازل کړ. قرآنپوه باید عربي ژبه کره او پوره زده کړي. د عربي زده کړې لپاره باید داسې اسانتیاوې رامنځته شي، چې په لږ وخت او لږ زیار ښه زده شي.

له عربي ژبې پرته په تخصصي بڼه د دیني علومو زده کول داسې دي، لکه اوسنی طب چې بې انګلیسي ژبې زده کوي. متأسفانه زموږ دیني مدرسې او پوهنتوني نصاب د عربي ژبې د زده کړې له پلوه دومره نیمګړی دی، چې یو زده کوونکی په اته کاله مدرسه او شپږ کاله پوهنتون کې له پياوړو او تکړه استادانو څخه شپه او ورځ په درس ویلو هم په عربي ژبه نه پوهیږي.

عربي ژبه تر انګلیسي ډېره اسانه ده ؛ خو د انګلیسي ژبې د زده کړې اسانتیاوې ډېرې او د عربي هغې دومره لږې دي، چې په ډېر زیار لږ څه ترې نشي تر لاسه کېدای. که د قرآن کریم خدمت او غوښتنې مو پلي کړي وای، نن به د ټولو علومو ژبه هم
عربي وای.

د تاريخ په زرينو پاڼو کې لولو چې د پرمختيايي او څېړنيزو علومو ژبه عربي وه، خو اوس عربي ژبه په علمي ډګر کې تته ډيوه ده چې بلول او ځلول يې د مسلمانانو وجيبه ده.

No comments:

Post a Comment