دویم فصل :‌قرآن تطبیقي‌ کتاب


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

 

قرآن تطبیقي کتاب

د انسي او جني شیطانانو له دسیسو سره د قرآن کریم تاثیر هله په فرد او ټولنه کې زیانمن، بې خونده او بې اغېزې شي، چې قرآن کریم ته منسوب خلک یواځې په الفاظو بسنه وکړي، د قرآن کریم د الفاظو حقونه اداء او د قرآني لارښوونو تطبیقي حقونه د تودو شعارونو، ویناوو او لیکنو په دایره کې بندي پاتې شي، په عملي ژوند کې د بشر په هر اړخیز انکشاف او پرله پسې پرمختیا د کایناتو د حقایقو په ترلاسولو او د حقونو په ادايېنه کې له قرآن کریم نه استفاده ونه کړي، ستر استعدادونه پرې ونه غوړوي او په کار يې وا نه چوي، دا وخت قرآن کریم له بشري عقلونو او عواطفو څخه مرور او ټولنیز ارزښتونه له قرآن کریم سره په ټکر کې شي، چې درملنه يې ستونزمنه ده.

الله تعالی بې عمله قرآن لوستي داسې رټي: «أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ اٰنْفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (٤٤)». [1]

(ايا تاسې نورو ته د ښو چارو امر کوئ او ځانونه هېروئ؟ او (بیا لا) کتاب هم لولئ ايا تاسې عقل په کار نه اچوئ؟).

امام الوسي دلته یوه پخه خبره کوي: « لأن التوبيخ إنما هو على نسيان أنفسهم لا على أمرهم بالبر ».[2]

( دوی پر ځان هېرولو رټل شوي دي نه بل ته په نېکیو پر امر)، نو معلومیږي چې امر بالمعروف پرېښودل یوه ګناه ده او د امر بالمعروف تر څنګه نېک عمل نه کول بل جرم دی.

رسول الله صلى الله عليه وسلم د بې عمله خطیبانو په اړه داسې وايي: « عن أنس بن مالك قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: « رأيت ليلة أسري بي رجالا تقرض شفاههم بمقارض من نار فقلت من هؤلاء يا جبريل فقال الخطباء من أمتك يأمرون الناس بالبر وينسون أنفسهم وهم يتلون الكتاب أفلا يعقلون».[3]

( رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: هغه شپه چې مسجد اقصی ته بوول شوی وم، یوه برخه خلک مې ولیدل چې شونډې پر بیتیو غوڅېدې، ما وویل: جبراییله دا څوک دي، هغه وویل: دا ستا د امت خطیبان دي، چې خلکو ته په نېکیو امر کوي او خپل ځانونه یې هېر کړي دي، په داسې حال کې چې د الله کتاب هم لولي ایا دوی خپل عقل په کار نه اچوي).

دا د بې عمله خطيب سزا ده، د بدعمله خطيب سزا به څه وي؟!

له نفس نه مراد انساني عقل، روح، روان او جسم دی، چې عالمانه پالنې، لورنده روزنې کریمانه لارښوونې او عزتمن کاري چاپېريال ته ډېره اړتیا لري. د کمعقلۍ او ذهني ځوړتیا لویه نښه دا ده، چې انسان د نورو سمون غواړي، خو ځان ترې هېر وي او د خپلې پرمختیا لپاره پلان، د خپل وخت او استعداد د بوختیا لپاره لارسازي او منتجو چارو لپاره فردي او ګروپي منظمې هلې ځلې نه لري.

د قرآن کریم اساسي غوښتنه دا ده، چې هر انسان د خپل ضمیر دننه فکر وکړي، منفي صفات مشخص او مثبتو خویونو ته وده ورکړي. انسان خپل عيبونه نشي پېژندلاى، د خپلو چارو نيمګړتياوې نشي ارزولاى، د ستونزو تشخیص هم یو دروند کار دی، خپلو عزتمنو خواخوږو ته بايد دا جراْت ورکړي چې عيبونه يې ورپه ګوته او نيمګړتياوې ورته په نښه کړي.

ناقدان هم خپل نقدونه په زړه سوانده، عالمانه او کريمانه بڼه وړاندې کړي. په قرآن کریم کې باید انسان خپل ځان او خپله ټولنه په ژوره توګه وویني، خپلې نیمګړتیاوې په ګوته، خپلې درملنې لپاره قراني نسخه تجويز او عالمانه هڅې وکړي، خپلې چارې او ویناوې د قرآن کریم او نبوي احادیثو په تله وتلي، په دې اړه د اقبال دا شعر قرآني شخصیت انځوروي:

عصـر ما پېغمبری هم آفرید
فاش میخواهی اګر اسرار دین

آنکه در قرآن جز خود راندید
جزء به اعماق ضمیر خویش مبین

زموږ عصـر داسې پېغمبر هم وزېږاوه
که د دین پر رازونو پوهېدل غواړې

چې د قران په آیینه کې فقط ځان ارزوي
نو خپل ضمیر ته کوز شه او ځان اصلاح کړه

***

  کار ما وابسته تخمین ظن

او همه کردار، کم ګوید سخن [4]

     زموږ کار ګمان او اټکل دى                        

خو هغه ټول عمل عمل دى



[1]. البقرة: ۴۴.

[2] . الألوسي, محمود شکري ، البغدادي شهاب الدین ، روح المعاني في تفسیر القران الکریم والسبع المثاني ج 2, ص 239.

[3] . الشيباني ابو عبد الله أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد بن حنبل ، مسند أحمد، حدیث نمبر ‍۱۳۵۱۵.

[4]. لاهوری ، اقبال ، ګنجور رومیزي ، انترنیت.

No comments:

Post a Comment