۱. حق ستاینه او مفسد ځپنه


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۱.       حق ستاینه او مفسد ځپنه

د حق او حقپالو ستايل او پالل، د فساد او مفسد غندل او ځپل او د دواړو دقیق انځورونه راکښل د قرآني کیسو اساسي موخه ده.

« إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا الله وَإِنَّ الله لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (٦٢) فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ الله عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ ».[1]

(دا بېخي د حق کيسې دي او حقيقت دا دى چې بې له الله تعالی هېڅ رب نشته او هغه د همدې الله تعالی ذات دى، چې هغه زورور او د حکمت خاوند دی، نو كه دوى د قرآن کریم له تطبیق نه مخ واړوي نو (دا به په ډاګه شي، چې هغوى مفسدان دي) او الله تعالی فساد خوروونكي ښه پېژني).

د حق کلمه دلته ځکه د حق ادایېنې او حقپالنې په معنا راغله چې په ورپسې (۶۳) آیت کې مفسد غندل شوی او مفسد هغه حق پایمالوونکي ته وايي، چې خپلو تېریو او ظالمانه اهدافو تر لاسي ته سیستم، وسايل او ملاتړ لري. فرعون ته الله تعالی مفسد ویلى او فرعون خپلو نا وړو کړنو ته دلایل، منظم سیستم، وسایل او ملاتړ درلود.



[1]. آل عمران: ۶۳.


No comments:

Post a Comment