لیکوال:محمدناصرحلیمي
رباني [1]
مخکې مو یادونه وکړه
چې رباني هغه چا ته وايي، چې پخپله يې د عقل، عواطفو، جسم او اجتماع له پلوه متوازنه وده کړې
وي، د لا زیاتې ودې پر لور روان وي او نورو ته هم هر اړخیزه وده ورکولای شي.
خو دلته د لاندې
علماوو تعریفونه وړاندې کوو: عبدالله بْنِ عَبَّاس رضي الله عنهما وايي: «وَلَكِنْ كُونُوا رَبَّانِيِّينَ: حُلَمَآءَ، فُقَهَآءَ». ( تاسو رباني شئ، یعنې
حلیم او فقیه شئ).
د
عبدالله بن عباس رضي الله عنهما په نظر د رباني معنا یو حلم دی او بل فقه موږ به دلته فقه او حلم تعریف کړو چې د رباني روزنیزه
او ښوونیزه اصطلاح سم تعریف شي.
[1]. الندوي ، السيدابوالحسن
على الندوى ، ربانیة لا رهبانیة ، محمد
الغزالي رکایز الایمان ته مراجعه وکړئ په دې اړه ارزښتناکې مرغلرې لري.
No comments:
Post a Comment