لیکوال محمدناصر حلیمي
علمي، ادبي او تشریعي کتاب
کتاب یعنې ليکل شوى، د مختلفو ادبي ذوقونو او علمي وړتیاوو خاوندان
چې کله يو نثر او يا شعر ليکي، بیا يې د کره کتنې لپاره د همدې موضوع متخصصینو ته
وړاندې کوي، نو هرومرو ځینې شيان ورته نا مانوسه، د علمي معيارونو په تله کم وزنه او د ادبي
ذوق له مخې تت، بې خونده او نيمګړي برېښي او لږ تر لږه په مسلکي برخه کې د موضوع د ښکلا لپاره هرومرو
يې په الفاظو، کلماتو او تعبيرونو کې بدلون راولي، مګر
هغه بدلون چې د ښکلا او معنا د لازياتوالي او هر
اړخيزوالي ضمانت کوي ؛ په دې ١٤٠٠ کلونو کې داسې يو تن، علمي ارګان او فکري مکتب پيدا نشو چې په دې کتاب کې د ادبي معیارونو، علمي اصولو، اجتماعي ګټورو قواعدو او طبیعي
قوانینو په رڼا کې د څه مناسب تغيير او بدلون وړانديز
وکړاى شي، انتقاد خو لا ډېره لرې خبره ده، ان چې په یوه
جمله، یوه کلمه او یو توري کې هم نشي کولای دا ټول پرېږده تقلید یې هم ټول بشریت ته
ناشونی دی. دا ټول پرېږده حرکات، سکنات او شدونه يې په اعجازي بڼه
ځای پر ځای شوي دي.
همدا لامل دی چې امروډویل وايي: (د
قران کریم مقام ځکه ډېر اوچت دی، چې بت پرستانو ته یې الله تعالی له خپلو ټولو
صفاتو سره ور وپېژانده، اروپا باید دا هېره نه کړي، چې پخپل پرمختګ کې د قران کریم
د احسانونو پوروړې ده، قران هماغه لمر دی، چې د منځنیو پېړیو تورتمونه یې سپین سبا
کړل).
داسې څوک نشي ویلای چې قرآن کریم
له تشـریعي پلوه د ژوند دغه برخه پريښې، قانوني منابع یا قانون يې ورته نه دی وضع
کړی، یا په دغه برخه کې یې تر اړتیا ډېر ټینګار کړی، یا دغه موضوع د انسان تر
وړتیا لوړه ده، یا تطبیق يې د انسان لپاره دغه مادي او معنوي زیان لري او یا هم د
بشـر سپېڅلی فطرت یې له تطبیقه کرکه کوي؟
ګوېته وايي: « پېړۍ پېړۍ له الله تعالی څخه بې خبره مشرانو
موږ له قراني حقائقو لرې وساتلو، خو زموږ چې څومره علم پرمخ لاړ او د تعصب زنځیرونه
مو مات کړل، هومره د قران د احکامو عظمت ته تسلیم او حیران شوم». [1]
No comments:
Post a Comment