لیکوال:محمدناصر حلیمي
د ذوالقرنین ذکر
کله چې د ذوالقرنین په
اړه پوښتنه وشوه، الله تعالی وویل: « وَيَسْأَلُونَكَ عَنْ ذِي الْقَرْنَيْنِ قُلْ
سَأَتْلُو عَلَيْكُمْ مِنْهُ ذِكْرًا (٨٣) ». ( دوی ته د ذوالقرنین په اړه پوښتي، دوی
ته ووایه! د ده په اړه به تاسو ته دریادونه او پند درکړم).
بیا ورپسې آیتونو کې
الله تعالی لاندې موارد یادوی:
1. د ده پراخه دولتي
امکانات او د دغه امکاناتو کارول د بشر په خیر.
2. لویدیځ
او ختیځ ته د ده اوږده سفرونه د حقائقو دليدلو، پوهېدلو او حقونو د اداء په موخه.
3. د ظالمانو او مظلومانو
تر منځ داسې دېوال جوړول چې ظالم مظلوم زيانمن نشي کړای.
4. ولس يې د درنو مالیو
او دولتي باجونو فشار لاندې رانه وستل، دولتي امکانات يې د خلکو په خدمت کې کړل او
داسې نور ...
ګورو چې څومره انساني
خدمات چې د ژوندانه په هر ډګر کې په فکري، عملي او ویناییزه بڼه کېږي قرآني ذکر
دی.
سياسي
تاريخ بايد دوستانونه نه وي، چې زموږ ځوانان له وهمي اتلانو سره مخ کړي سياسي
تاريخ کې بايد د خدماتو کچه، د خدماتو ډولونه د عروج او زوال عوامل زده کړو.
No comments:
Post a Comment