لیکوال: محمدناصر حلیمي
۳. ایمان
او قرآن
ایمان د قرآن او قرآن د ایمان له
لارې په زړونو کې ځاییږي، قرآن باید داسې ولوستل شي، چې ایمان د قرآن او قرآن د
ایمان له لارې پیاوړی شي، د قرآن کریم حافظان باید داسې وروزل شي چې قرآن لوستل یې
ایمان زړونو ته وکوچوي، عقلي او عاطفي قوتونه قرآن لوستو او عملي کولو ته چمتو کړي،
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې ډېرې بېلګې لرو چې مشـرکینو یې تلاوت د
زړه په مینه اورېده او ډېری مشرکین د تلاوت په اورېدو مسلمانان شوي دي.
ابن قیم رحمه الله داسې وايي: « وَلِأَنَّ الْإِيمَانَ أَفْضَلُ الْأَعْمَالِ، وَفَهْمُ
الْقُرْآنِ وَتَدَبُّرُهُ هُوَ الَّذِي يُثْمِرُ الْإِيمَانَ، وَأَمَّا مُجَرَّدُ
التِّلَاوَةِ مِنْ غَيْرِ فَهْمٍ وَلَا تَدَبُّرٍ، فَيَفْعَلُهَا الْبَرُّ
وَالْفَاجِرُ، وَالْمُؤْمِنُ وَالْمُنَافِقُ». [1]
(ایمان تر
ټولو عملونو غوره عمل دی، د قرآن یادول او پکې فکر کول ایماني مېوې ته وده ورکوي، بې
له پوهې او ژورې کتنې نېکان، بدان، مؤمنان او منافقان هم تلاوتونه کوي).
[1]. ابن قيم الجوزية محمد بن أبي بكر بن أيوب بن سعد شمس الدين زاد المعاد في هدي خير العباد ، ج 1 ص 327.
No comments:
Post a Comment