لیکوال:محمدناصرحلیمي
د ټولنیزو اړیکو د سمون خبر
قرآن د وګړو ترمنځ ګټورې ژورې اړیکي تنظیموي او ټینګوي. بشريت داسې یو موټی
کوي، لکه په یوه پاخه دیوال کې د اوسپنې، سمنټو او
جغل ترمنځ کوم ټینګ، بڼون او بافت وي.
ځکه چې هر انسان پخپلو مادي او معنوي، فردي او اجتماعي ګټو پسې ګرځي او
قرآن کریم د همدې ګټو ساتندوی او پالندوی دی، خو پوښتنه دلته ده، چې د عمل په ډګر کې ولې ډېرخطرزېزه جنګونه، وسلوالې شخړې او ضرر زېږې ناندرې
په دوی کې پېښېږي؟
زه په دې باور یم چې په قرآن کریم، سنت او اسلامي کره فقه کې داسې څه نشته، چې مؤمنان له یو بل سره په جنګ کړي، کوم خلک چې د قرآن کریم له لارې روزونکي شاګردان نشي روزلای، ناندرېمار، کنځلمار او د داخلي
جنګونو، شخړو او جنجالونو د ودې اتل ترې جوړوي، د دوی استادان او مدرسین په عاطفي او عقلي
رنځونو رنځور دي، له اختلاف او داخلي ټکرونو نه خوند اخلي او د مظلومانو پر غوښو چې داخلي او بهرني شرمښان شخوند وهي، هډوکي يې شپېلي، د غیرتي انسان په توګه د غاصبو، لوټمارو او
ظالمانو مخې ته د شعيب، هود، صالح، داود،
سلېمان او يوسف عليهم السلام غوندې نشي درېدای.
په دوی کې داسې خلک هم شته چې د دې
لېوانو پاتې شونيو ته يې د امید سترګې نيولې دي، د مسلمانانو پر خپل منځي
اختلاف پر بدو پایلو يې عقل او عاطفه کار
نه کوي. يا په بله ژبه عقل او ايمان عاطفه يې ایماني زور
او علمي وزر نه لري.
د خپل ولس د عزتمن ژوند ارمان په
زړه او ضمیر کې نه پالي. له ظلم څخه د ټولنې د ژغورنې څه هيله او ارمان نه لري لپاره د علم پالنې په رڼا په څېړنيزه بڼه په منتجې
طريقې سره د عدل پالنې تنده او هڅه نه لري. ټولنيز نظم له نورو ولسونو سره د پرمختیاو په سيالۍ کې د ګډون مېړانه نه لري.
کینه کښو ته چې د قرآن کریم تدریس
وروسپارل شي، یا د کینه کښو درملنه ونشي او قرآن کریم ور وښودل شي، قرآني لارښوونې تل د نورو په ځپلو او د ټولنې په
ویجاړولو کې کاروي.
No comments:
Post a Comment