لیکوال : استاد سید امرالله امید
د استاد محمدناصر حلیمي پېژندنه
فاضل عالم او اديب قدرمن استاد محمد ناصر حليمي د محمد
حلیم زوی په کال (۱۳۵۳ ل) د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ د بختان کلي په يوه
دينداره کورنۍ کې سترګې نړۍ ته وغړولې. قدرمن حليمي صاحب خپلې لومړنۍ زده کړې په
کوزه پښتونخوا کې د امام ابويوسف رحمه الله په منځني ښوونځي او د امام اعظم رحمه
الله په مدرسه کې او بیا د افغان سيد جمال الدين په لېسه کې زدکړه وکړه.
له علم او پوهې سره هغه بې ساري
لېوالتيا چې قدرمن استاد حليمي لرله، نوموړی يې لوړو زده کړو ته وهڅاوه او په کال
۱۳۷۵ه له «معهد الشرعي العالي للمعلمین » څخه فارغ شو. هغه په دې بسنه ونه کړه او
د معنويت په دغه سفر کې يې لا نور مزل ته هم ملا وتړله. هماغه و چې په ۱۳۸۱ل کال د
ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې څخه د لسانس په کچه او
بيا يې په همدې پوهنتون کې د ماسترۍ دوره هم بشپړه کړه.
ښاغلی استاد حلیمي د ۱۳۷۵ - ۱۳۷۶
پورې په شهید نورالحق ښوونځي، له ۱۳۸۳ ۱۳۸۶- پورې فقیر الله عالي
لېسه کې او له ۱۳۸۵ څخه تر اوسه پورې د ننګرهار په عالي
دارالمعلمین کې د علمي کادر په توګه توظیف او ټولنې ته د معنوي خدمت په لار کې
بوخت شو.
هغه نه يوازې دا چې په يوه علمي
اداره کې په تدريس بوخت و، بلکې د دې ترڅنګ يې د اعتقادي تقدس سپېڅلې لار او د
ممبر ملګرتيا هم په ښه شان سره وپالله او د ( ۱۳۷۷- ۱۳۸۰ ) پورې يې په چهارباغ صفا
جامع جومات کې د خطیب په توګه، له ۱۳۸۰ - ۱۳۸۳ه پورې د میرانو جامع جومات کې د
امام او خطيب او له ۱۳۸۵ ۱۳۹۷ پورې د ننګرهار په درېيمه ناحیه کې د جامع جومات د
خطیب په توګه د ګروهي قافلې د امامت او خطابت وياړ تر لاسه کړی دی.
قدرمن استاد حليمي د معنوي خدمت په
لار کې خپلې ټولنې ته له وياړه نور ډک ستر کارونه هم ترسره کړي او د ځېنو علمي او
ښوونيزو مرکزونو د تاسيس وياړ ورپه برخه شوی دی، چې د رياض القرآن مدرسه، د النصر
عالي لېسه په جلال آباد ښار، خوګياڼو، روداتو او کامه کې د علمي خدمتونو د مراکزو
جوړول، د النصر په نوم د عالي دارالمعلمين جوړول، د نجونو لپاره د النصر الامين
دينې مدرسه، د النصر دارالعلوم ورڅخه يادولی شو.
قدرمن استاد د لسګونو مدرسو په
تاسيس کې هم ونډه اخېستې اوترخپله وسه يې ورسره همکاري کړې.
لوراند استاد قدرمن حليمي صاحب په
يادو خدمتونو سربېره د النصر د کانکور کور او النصر تعلیمي مرکز د جوړېدا افتخار
هم لري. ښاغلی استاد چې تر دې دمه د لسګونو ناچاپ او چاپ اثارو څښتن دی د دې علمي
ټولګې د چاپ له امله ورته د زړه له تله مبارکي وايو. ستر خالق دې ورته د خپلو نورو
اثارو د چاپ او خپراوي توفيق هم ورنصيب کړي.
قلم يې تاند او د عزت شمله يې هسکه
سيد امرالله امېد
No comments:
Post a Comment