لیکوال:محمدناصر حلیمي
د جرمني د جمهور رييس پر ځاى پېغور
د جرمني جمهور رييسه (انکلا ميرکل)
ويلي وو، چې همدا مسلمانان د مختلفو مذهبونو او ګوندونو پيروان وي،
چې په اروپا کې يو
بله سره
د ورورګلوۍ ژوند کوي ؛ خو
خپلو هېوادونو کې يو بل وژني، عجيبه ده چې بوت پاله خلک يو بل نه وژني او دوى چې د
يو الله تعالی د عبادت دعوې لري، د يو بل وينو ته تږي ناست دي؟.
قرآن کریم د تېروتنو د سمون کتاب دی، د
داسې عاقلانه نیوکو سره غبرګون نه ښايي، د لوی زړو او روڼ اندو شخصیتونو ځواب ته د
ريښتیا، عدالت او مېړانې ډګر ته د پوهانو داسې لاریون رابلي چې د داخلي او خارجي
لاملونو د کره تشخیص له لارې خپله پړه مشخصه او ويې مني، که څه هم دا پړه مسلمانانو ته تور
او پېغور جوړ شي، قرآن کريم حقائق او حقوق د تطبیقي طرحې او سمبالن تشکیل د
ایجاد له مواصفاتو سره یې نړېوالو ته داسې وړاندې کړي چې د ترخو حقایقو رښتیني
انځورونه پکې وي، که د اسلام د قیادتونو کرغېړن انځور خلکو ته برملا شي ګټور دی، خو
چې د اسلام پاکه لمنه داغي نشي.
زه دې زړورې مېرمنې ته چې د کډوالو په
حق کې د بشري حقونو سره په ژمنتیا د ستاینې وړ دریځونه لري لاندې کتابونه ورښایم، چې د دوی الماني پوهانو
لیکلي دي
او دا هم ورته نه وایم چې ستا عسکر زموږ په خړو، خټینو او خاورینو کورونو کې زموږ
وږي تږي ماشومان، زنانه او غیرتي ځوانان ولې شهیدان کړل؟ ځکه چې د ده پوښتنه له
موږ نه علمي ځواب غواړي او زموږ پوښتنه د دوی د وجدان دروازه ټکوي.
ISLAM THE ALTERNATIVE)) هوفمان مراد چې
د جرمني سیاسي دیبلومات، سفیر هم تېر شوی ويې لولئ، د كتاب ليكوال يې اسلام
د نړۍ د ټولو
بشری پرګنو، ادیانو او ایزمونو لپاره
رغنده بدیله نسخه معرفي کړې، تاسو يې ولولئ، باور لرم چې د اسلام د لمر پر حقانیت
مو زړه ډاډمنیږي.
تاسې کولاى شئ، چې له مريم
بېترونين او
هغو عقلمنو مېرمنو نه
د اسلام په اړه پوښتنه وکړئ، چې د اسلام رڼې او خوږې پلوشې یې
د زړه او عقل تاقچه ښایسته، خوږه او خوشبویه کړې ده.
یوه څېړنیزه
اداره جوړه کړه او دا ځان ته جوته کړه چې د اسلامي امت د پرمختګ مخې ته خنډونه او
انکشاف د ځنډ لاملونه څوک د کومو موخو لپاره په کومه بڼه په څومره بې رحمانه، نامردانه
او اجیرانه بڼه جوړوي؟!.
No comments:
Post a Comment