له قرآن کریم نه د استفادې اتلسمه تګلار: د حقپالنې پر بنسټ ته هدایت او رحمت


 لیکوال: محمدناصرحلیمي

۱۸.      د حقپالنې پر بنسټ ته هدایت او رحمت

څومره چې بشر د حقپالنې په موخه د هدایت او رحمت پر بنسټ خپلې چارې پرمخ بیايي هومره د بشري اختلافاتو کچه ټیټېږي او د قرآن د ترویج مخه هوارېږي.

قرآن کریم د بشري پرمختیاوو اساس د هدایت او رحمت پر بنسټ حقپالنه ګڼي او دغه درې تشخیصي او تجویزي ژمنې دي چې د دریو واړو مقایسوي شنل او عملي کول اسلامي امت له خطرناکو څپو څخه د نجات ساحل ته رسولای شي.

د قرآن اساسي موخه د بشري اختلاف روښانه کول دي، چې خلک یې پر عواملو، عاملینو او علتونو ځان پوه او د عزتمن ژوند لپاره په وګړیزه او ټولنیزه ساحه کې پاخه او ګټور تصامیم ونیسي.

«وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ [1]

(موږ دا كتاب د دې لپاره درنازل كړی دى، چې دوى ته د هغو اختلافاتو حقيقي بڼه روښانه كړې، چې دوى پکې اخته شوي دي. دا كتاب، د هغو خلكو لپاره چې ایمان لري د لارښود په توګه نازل شوى دى)

د دې کتاب هدف همدا دی، چې د بشـريت ترمنځ را ولاړ شوی اختلاف ښکاره کړي، کره او کوټه سره بېل کړي، د حق او باطل له مخه پرده لرې او دواړه ښکاره کړي، د حق او باطل د حقپال او باطلپال ظاهري او معنوي ځانګړتیاوې په ګوته کړي.

هغه مؤمن قوم چې د بشري حقونو په اړه ورته ځان ژمن ښکاري، دا قرآن کریم د بشر د نجات يواځنۍ لار ګڼي، هغوی ته دا قرآن کریم درې ډالۍ ورکوي:

که مو د قرآن په رڼا کې د بشـري اختلافاتو پر اعتقادي، سیاسي، عبادي، اقتصادي عواملو شننې وکړي، بشریت له قرآن کریم نه درې ډالۍ اخستلای شي.

1.   هدايت: د کامیابۍ لارې چارې هم ورښيي او د کامیابۍ لوړو څلو او هسكو پوړیو ته يې هم رسوي، پر بشريت د لمر غوندې راخېژي، د ژوند ټولې تیارې يې رڼوي، د خیر، ښېګڼو او انصاف پر محور یې را څرخوي.

2.   رحمت: د هر کار، هرې وینا او پرمختیا لپاره رحم بنسټ ګڼي، هدف يې د بې وسو لاسنیوی، معیار یې ټولنیزه خواخوږي او تګلاره یې د نورو خلکو د ستونزو په حل او هر اړخیزه وده کې عالمانه او مخلصانه نقش ترسره کول دي.

3.  د حق ښکاره کېدل: که دوی پخپله د قرآن کریم حق ادا کړي، د ژوند حقایق به ورته روښانه او د پرمختیا لارې چارې به ورته اسانه شي.



[1]. النحل: ۶۴.


No comments:

Post a Comment