رسنیز ظلم


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

رسنیز ظلم

رسنۍ باید خلکو ته دروغجنې خبرې ونه رسوي دوی باید د حقایقو انځورګران وي، اشغال او حرام خورو او ناژمنو کاذب شهرت ورنه کړي عادلانه پرېکړې، عالمانه شننو اعلانول د ټولنيزو او وګړيزو رنځونو درملنه ده.

کمزوري ولسونه الله تعالی داسې را پېژني چې دوی درواغ خپروونکي حرام خواره او دروغجنان دي:

«سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِنْ جَاءُوكَ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِنْ تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَنْ يَضُرُّوكَ شَيْئًا وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ إِنَّ الله يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ».[1]

(دوى دروغ اوروونكي او حرام خواره دي، نو كه دوى تا ته (له خپلو دعوو سره) راشي ؛ نو تا ته واك دركول كېږي، كه دې خوښه وي، فيصله يې وكړه او كه نه نو انكار وكړه. كه انكار وكړې ؛ نو دوى هېڅ زيان نشي در رسولاى او كه فيصله كوې ؛ نو د عدالت له مخه يې وكړه، چې الله تعالی عدالت كوونكي خوښوي).

د امن او وېرې پر موضوع ګانو باید مسلکي، ژمنې، پایله والې ناستې او پخې پرېکړې وشي.عامو خلکو ته بايد د ناامنۍ او امن خبرې ونشي، هغو خلکو ته باید وشي، چې حل لاره او مؤثر نقش لرلای شي.

«وَإِذَا جَآءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ الله عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا».[2]

(دوى چې كله كوم د ډاډ يا وېرې خبر اوري ؛ هغه خبر وي، په داسې حال كې چې كه پېغمبر او د خپلې ډلې مسوولو كسانو ته يې ورسوي ؛ نو په هغه به داسې ډول خلك وپوهېږي چې ددوى په منځ كې د دې خبرې واک لري، چې له هغې څخه سمه نتيجه واخېستلاى شي. كه پر تاسې د الله تعالی مهرباني او رحمت نه واى ؛ نو (نيمګړتياوې مو داسې وې چې) له څو تنو پرته به نور ټول په شيطان پسې تللي وئ).



[1]. المائده: ۴۲.

[2]. النساء: ۸۳.


No comments:

Post a Comment