لیکوال:محمدناصر حلیمي
د لورانده قرآنپوه دنده
د قرآنپوه دنده د ناوړو چارو، کړنو او
د کم عقلو چارو بدو پایلو ته د وګړو
او ټولنو ځیرول
او د ښو چارو، د درنو ويناوو ګټورو فکرونو د ايجاد فرصتونو رامنځته کول دي.
· په
قرآن کریم کې ډارول د عبرت اخستنې او پند
مننې په موخه
دي قرآن کریم انسان د غير انساني
ځانګړنو له خپلولو څخه ډاروي.
· قرآن انسان د انساني
ځانګړنو له
بایللو څخه ډاروي.
· قرآن انسان د دنیوي او اخروي زوال او پر
شاتګ له عواملو څخه ډاروي.
· قرآن انسان د ذلت د لاملونو له بدو نظامونو،
کرغېړنو
او د ناوړه خلکو
له
ملتیا نه ډاروي.
· قرآن انسان د هر ډول حق ځپنې له ناوړو پایلو څخه ډاروي په تېره د ژونديو حقوق بيا د انسان بیا د ښځو او ماشومانو د حقتلفۍ له بدو پایلو او زیانمنوونکو سيستمونو څخه. يا په لنډه توګه که ووايو، چې قرآني ډارونه پندبښنه ده.
«وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الطُّورِ إِذْ
نَادَيْنَا وَلَكِنْ رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أَتَاهُمْ مِنْ
نَذِيرٍ مِنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ».[1]
(ته د طور په لمن كې هغه وخت نه وې، چې
موږ (موسٰى ته لومړى ځل) اواز كړى و، خو دا ستا د رب رحمت دى
(چې تاته دا معلومات دركول كېږي) چې ته هغه خلک ووېروې، چې له تانه مخكې
ورته كوم وېروونكى نه دى راغلى ښایي چې هغوى ځير شي او
عبرت واخلی.
ګورئ قرآن کریم د
رب له خوا رحمت دی ؛ خو
د پند اخیستنې لپاره
چې بشريت یې په لارښوونو عمل وکړي او نېکمرغه شي، اساسي هدف دی.
قرآن د مظلومانو ملاوې مضبوطوي،
ظالمان ډاروي، زور يې اوبه کوي، حق پالنې، مظلوم نازونې
او ظلم ځپنې ته يې هڅوي.
No comments:
Post a Comment