د ذکر عمومي قواعد


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د ذکر عمومي قواعد

قرآن کریم د نېکمرغۍ او بدمرغۍ، پرمختګ او پرشاتګ، د بري او ناکامۍ عمومي قواعد او ګټور قوانین درښايي، داخلي او بهرني عوامل يې در په ګوته کوي. د دغې معلومې قاعدې او کره معلوماتو له لارې مؤمن ژمن دی، چې د ژوندانه بېلابېل اړخونه د بري لوړې کچې ته ورسوي. د ژوند د هرې برخې پر مادي او معنوي تشه د ګناه احساس وکړي او تر هغې باید مسلمان ارام ونه کړي، چې فردي او اجتماعي ژوند پرمختللی او نېکمرغه نه کړي.

د بېلګې په توګه، پوښتنې او ځوابونه باید داسې شي:

زموږ کونډې ولې تر نورو هېوادونو ډېرې دي؟

ولې تر کونډ پالنې کونډ زېږونې او تر یتیم پالنې، یتیم زېږونې طرحې راباندې ډېرې تپل کېږي؟

ځکه چې موږ مسلمانانو د اسلامي ټولنې په جوړولو کې خپله دیني وجیبه او انساني ژمنه نه ده ترسره کړې.

علمي کچه ولې ټیټه ده؟

د علم په اړه مو خپله ژمنه او علمي خدمتونه نه دي ترسره کړي.

پوهان مو ولې دردونه نشي پېژندای او درملولای؟

نصاب مو د خپلو ارزښتونو پر محور نه دى، بهرني فرمايشونه پکې ډېر دي، نظري دی عملي نه دی.

حلال خوراک ولې نلرو؟

د زراعت، صنعت، تجارت، د مالي منابعو د ودې اوساتنې، د اوبو مهارونې آيتونه او نبوي أحاديث مو شاته غورځولي.

ښکېلاګران ولې زموږ ځوانان زموږ پر ضد کارولای شي؟

ځکه موږ خپلو ځوانانو ته عالمانه مينه او مسلکي روزنه نه ورکوو، پوهان مو له ځوانانو فاصله اخیستې.

سیاسي بې ثباتي ولې رامنځته شوې او موږ یې په حل ولې نه پوهیږو؟

د سیاست په اړه مو خپله دیني ژمنه نه ده پېژندلې او نه ترسره کړې. سیاستوال مو د ولسپالنې پر ځای په څرونو يې فکر کوي. عام خلک له شا د سیاستوالو عیبونه وايي او مخامخ يې غوړه مالي کوي، پوهان مو سياستوالو ته د نصيحت پرځای د هغوی د دسترخوان ملنګي کوي.

درانه خویونه ولې نشته؟ که شته ولې تت، ځوروونکي او زیانمنوونکي دي؟

د اسلامي روزنې لپاره پوهانو خپل مسؤولیت نه دی پېژندلی. تاوتریخوالی چې له علمي، اخلاقي او مالي فقره سرچینه اخلي، کورونه ړنګ، ټولنې يې ویجاړې، واکمنان يې کاواکه، بې واکه، بلواکه او حکومتونه يې کمزوري کړل. متأسفانه موږ د کوچنیو اختلافاتو، ګوندي منتر او مذهبي کنځلمارۍ له لارې ولسونه د پشه کال په ګرمۍ کې د اسلام سړو، خوږو او رڼو چېنو ته تږي راولو او بېرته یې تږي بیايو!

تعلیمي نصاب مو په دنيوي او اخروي علومو کې ځکه ډېر خطرناک دی، چې له لوستونکیو څخه ویناییز اتل، د عمل په ډګر کې د غلیم پر وړاندې بګېل مړز او د داخلي اختلافاتو د پارولو لښکر جوړوي. ټولې زده کړې مو غير تطبيقي، ترخه، بې خونده او پيکه مېوه لري. همداسې د کیمیا استاد شل کاله تحصیل او تدریس وکړي، یو صابون نشي جوړولای، زموږ دیني عالم شل کاله تحصیل وکړي دروغجن، رښتينی، غیبتګر، ناصح او ډارن زړورولای نه شي.

دیني عالم خپلې ټولنې ته سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختیا لپاره وړ شخصیت نشي روزلای. زموږ د بدمرغۍ پړه پر اسلام ځکه نشته، چې اسلام انسانان داسې باطني سپېڅلتیا او صالحو اعمالو ته په عالمانه بڼه چمتو کوي، چې وګړي او ټولنې د سعادت لوړې کچې ته رسوي. دغه لارښوونې په قرآن، نبوي احادیثو او اسلامي فقه کې شته. ټوله پړه پر چارواکو ده چې مالي منابع په عامه خدماتو کې نه لګوي، پر پوهانو ده چې دیني او عصري تعلیمي نصاب، ښوونیز چاپېریال او روزنیزو برنامې په تطبیقي او منتجه بڼه نه جوړوي، متاسفانه نصاب مو بې شمېره مسلکي او علمي نیمګړتیاوې لري، دا په داسې حال کې چې اسلام هېڅ کمی او نیمګړتیا نه لري.

 په لنډه توګه، د اسلام د وړاندې کولو دود مو نبوي نه دی. هر څوک له خپلو خامو تجربو سره خامې طرحې وړاندې کوي او هر یوه ډله ځان ته د اسلام اصلي ممبر او مخالفو ډلو ته بې لارې وايي، دا په داسې حال کې چې د بشري نړۍ د ستونزو د حل معمولي بار هم نشي پورته کولای ؛ سرته رسول او پرځای کول خو ستره او د دوې ترکاري او عاطفی کچې لوړه او درنه خبره ده.


No comments:

Post a Comment