لیکوال:محمدناصر حلیمي
۱۹.
د دوی په مشرۍ، بېړۍ په وړو څپو کې ډوبېږي
د نفس د ناوړو غوښتنو په دام کې ښکېلېدل، د ظلم اراده، بد نیت او کرغېړن هوډ په زړه کې پالل او د اجتماعي ظلمونو رامنځته کول، په
حقیقت کې له قرآني هدايت څخه د وګړو ټولنو د رټلو په معنا دی.
«فَإِنْ لَمْ يَسْتَجيبُوا لَكَ
فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَآءَهُمْ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنَ اتَّبَعَ
هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِنَ الله إِنَّ الله لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظالمينَ
(٥٠) وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (٥١)
الَّذِينَ اٰتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِهِ هُمْ بِهِ يُؤْمِنُونَ(٥٢)».[1]
(اوس كه هغوى ستا غوښتنه ونه منله، نو پوه شه چې په اصل كې دوى د خپلو هوسي غوښتنو
پيروان دي او تر هغه به څوک
زيات ګمراه وي، چې له خدايي
هدايت نه پرته د خپلو بدو غوښتنو
پسی ځي؟ الله تعالی داسې ظالمانو ته هېڅكله هدايت نه
كوي او موږ پرله پسې ورته (د نصيحت) خبره رسولې ده چې له غفلته راويښ شي. كومو
خلكو ته چې موږ له دې نه مخكې كتاب وركړى و، هغوى پر دې قرآن
ايمان راوړی).
له دې آیت څخه داسې ښکاري، چې هدايت او شفا یو له بل سره پېلي او
تړلي دي. قرآن د عقلي او
روحي، رواني او جسمي روغتيا هدايت دى د رنځورتيا پرمهال يې درملنه د دوا تجويز، تشخيص او استفاده ده. قرآن هم مثبتو خویونو ته وده ورکوي او هم د انسانانو په اصلاح کې د منفي صفاتو درملنه کوي باید دواړه په
نظر کې ونیول شي.
«لَوْ جَعَلْنَاهُ قُرْاٰنًا
أَعْجَمِيًّا لَقَالُوا لَوْلَا فُصِّلَتْ اٰيَاتُهُ أَأَعْجَمِيٌّ وَعَرَبِيٌّ
قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ اٰمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِي
اٰذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى أُولَئِكَ يُنَادَوْنَ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ».[2]
(الله چې څوک په ګمراهۍ كې وغورځوي،
له الله تعالی نه وروسته هېڅوک د هغه متوجه كوونكى خواخوږى نشته، ته به ووينې چې
دا ظالمان كله د الله تعالی عذاب وګوري، وبه وايي چې اوس د بېرته ستنېدو لپاره
كومه لار شته؟).
په دې آیت کې قرآني آیتونه د هغه
آيت نښې ګڼل کېږي چې ترې انکار یا بې ارزښته ګڼي، وګړي
له ناخوالو او ټولنې
له دردناکو ناورینونو سره مخ کوي او د انسان د هدايت لپاره طبیعي اسانۍ هم شته چې الله تعالی د
انسانانو لپاره د خپل فضل له مخه تابع کړي دي.
No comments:
Post a Comment