لیکوال:محمدناصرحلیمي
د بشر مشترک غږ
د بشري کړکېچ ستر لامل د بشر ترمنځ د مشترکې عقلي او عاطفي
ژبې نشتون دی. انسانان په سلګونو دینونه او په
زرګونو مذهبونه لري، د ټولو هدف د انسان مادي او معنوي، دنیوي او اخروي نېکمرغي ده.
دغه نېکمرغي څوک یو ډول او څوک بل
ډول تعبیروي. څوک يې په یو څه کې او څوک یې په بل څه کې ګڼي، چې د تاریخ په اوږدو کې د میلیونونو انسانانو په وژنه پای
ته رسېدلې ده.
قرآن راغی چې بشریت ته د رښتینې
نېکمرغۍ رښتینی تعبیر او دقيق انځور وړاندې کړي. داسې فردي او
اجتماعي اصول ور په ګوته کړي چې دنیوي او اخروي، مادي او معنوي ستونزې یې حل شي.
No comments:
Post a Comment