د رحم پر بنسټ خاين غندنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د رحم پر بنسټ خاين غندنه

لوی رحم پر یو قوم د امانتکارو شخصیتونو د اعتبار د کچې لوړلو او د خاينانو د اعتبار د کچې ټيټول دي، تر هغه قوم مظلوم قوم په نړۍ کې نشته چې خائنان پکې ستایل کېږي او امین خلک پکې له پامه غورځول کېږي، د خائنانو د واک د کچې د لوړېدا په پرتله ولسونه په محروميتونو، جنجالونو، ناورينونو، فسادونو او ظلمونو کې ښکېلېږي. د خاين او خيانت پر ضد د امين او امانتدارۍ لپاره عملي لارسازي کول پر بېوزلو ستر رحم دى چې قرآن همدا کار بشري نسلونو ته کړی دی.

د فساد او مفسد پر ضد لفظي مبارزه او تش شعارونه زمزمه کول، د خاين او خيانت عمر غزوي او په وچو خبرو او رياکارانه شعارونو سره بېوزلو ته کاذب ډاډ وربښي.

الله تعالى پېغمبر ته وايي: (وَمَا كُنْتَ تَرْجُو أَنْ يُلْقَى إِلَيْكَ الْكِتَابُ إِلَّا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِلْكَافِرِينَ (86) وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنْ آَيَاتِ الله بَعْدَ إِذْ أُنْزِلَتْ إِلَيْكَ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (87) وَلَا تَدْعُ مَعَ الله إِلَهًا آَخَرَ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (88».[1]

(ته هېڅكله د دې خبرې هيله من نه وې، چې پرتا دې كتاب نازل شي دا خو یواځې ستا د رب په مهربانۍ پرتا نازل شوى دى نو ته د كافرو ملاتړ مه کوه او داسې دې هېڅكله ونشي، چې د الله تعالی آيتونه چې كله پرتا نازل شي ؛ نو كافران تا ترې راواړوي. د خپل رب لورې ته بلنه وركړه او هېڅكله په مشركانو كې مه ورګډېږه او له الله تعالی سره كوم معبود مه ګډوه، له هغه پرته بل هېڅ معبود نشته. د هغه له ذات نه پرته هر شى هلاكېدونكى دی. حکم د همغه دی او د همغه لوري ته تاسې ټول ستنېدونكي ياست).

د پورته آیت په رڼا کې لاندې ارزښتونو ته رسېږو:

1.  قرآن کریم د الله تعالی له خوا بشريت ته رحمت دی، نو موږ د قرآن کریم د تطبیق معیار رحم ګڼو، هر څوک چې خپلې چارې څومره لورنده، کريمانه او عالمانه پرمخ بیايي، هومره یې چارې قرآني دي او څومره چې د رحم روحيه پکې ماتېږي هومره له قرآني اهدافو لرې وځي.

2.  د قرآن کریم لوستونکى باید د مظلوم مدافع وي، د بې وسو او بې کسو تر شا ودرېږي د ظالمانو لیکې باید په مخامخ او شاپر شا په وینا، عمل او چوپتيا سره پياوړې نه کړي.

3.  خلک بايد يوازې د رب بنده ګۍ ته وبلل شي. هېڅوک د هېچا او د هېڅ قوم بنده نشي.

4.  د نړۍ مادي او معنوي ځواکونه باید الهي پېرزوینې وګڼي د هېڅ شي د هېچا عبادت په هېڅ وجه هېڅکله ونشي.

5.  انسان د انسان مریی نشي او د بل د مریېنې هیله په زړه کې ونه پالي.

6.  بې له الله تعالی هر څه هلاکېږي، د الله تعالی رضا باید وروستۍ او بنسټي موخه وي، مسلمان باید خپل استعداد، وخت او امکانات د خير په کارونو کې ولګوي.

د مؤمن قوم لپاره قرآن کریم رحمت او پند دى قرآني رحمت او قرآني پند د ايمان په زور اخستل کېږي له قرآني رحمت او پند څخه غافل خلک په لاندې درېو اجتماعي رنځونو اخته کېږي.

١. باطل پالنه چې د ژوند هره برخه يې په دروغو، ظلم، خيانت او فساد تېرېږي، قرآن کې غندل شوي دي.

٢. زيان، يو بل زيانمنول، د غليمانو د طرحو ښکار کېدل.

٣. ناڅاپي آسماني عذابونه، زلزلې، کاخت، توپانونه، سېلابونه پر خاينو
قومونو راځي.

«قُلْ كَفَى بِاللَّهِ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ شَهِيدًا يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ آَمَنُوا بِالْبَاطِلِ وَكَفَرُوا بِاللَّهِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ (52) وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَوْلَا أَجَلٌ مُسَمًّى لَجَاءَهُمُ الْعَذَابُ وَلَيَأْتِيَنَّهُمْ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ 53».[2]

«الم (1) تِلْكَ آَيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ (2) هُدًى وَرَحْمَةً لِلْمُحْسِنِينَ (3) الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ بِالْآَخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (4) أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (5)».[3]

(دا له حکمته د ډک كتاب آيتونه دي، هدايت او رحمت د نېكو چارو لپاره هغه كسان چې لمونځ کوي، زكات وركوي او پر آخرت باور لري، همدا خلک د خپل رب له لوري پرسمه لار دي او همدوی بريمن دي).

 قرآن کریم الهي رحمت دی، هغه رحم چې هېڅ مخلوق ترې بې برخې نه دى که د مسلمانانو نننۍ وضع درته بې رحمه او خواشينوونکې ښکاري، پړه يې پر مکرجنو او بلوسګرو واکمنانو، چې مسلمانان يې تر استبداد لاندې ساتلي او ځپلي دي او پر هغو چې تل يې د مسلمانانو استعدادونه په هغو فرعي مسائلو بوخت کړي، چې د جنتي کېدو او دوزخي کېدو عوامل د هېڅ واقعي عالم په خوله کې نه دي بیان شوي. يا يې په قومي، مذهبي، ګوندي او ژبنیو تربګنیو اخته کړي او استعمار ته يې د ولسونو د زبېښلو مخه ورکړې ده.



[1]. القصص: 86 – 88.

[2]. العنكبوت: 51-53.

[3]. لقمان: 1 – 5.


No comments:

Post a Comment