لیکوال: محمدناصر حلیمي
سلامتيا او امن ته ژمنتیا۱۶.
څومره چې یو انسان سره د انساني ټولنو
د سلامتیا او امن ارمان پورته او پراخه وي هومره انسان له قرآني آیتونو څخه د بشـر
د مادي او معنوي سعادت لپاره کار آخستلای شي.
د ایمان او اسلام معنا دا ده، چې
مؤمن او مسلم ژوندي او نا ژوندي مخلوقات له پورته ناخوالو څخه وژغوري، اما
متأسفانه موږ د ایمان او اسلام له ادعا سره له یوه رښتني، عملي، جامع، پوهنيز، ښوونیز او روزنیز نصاب څخه دومره
بې برخې یو چې خپل وګړي او ټولنې نشو ژغورلای او د دې فسادونو د مهارولو پر ځای
خپله ښکېل شوي او پاتې راغلي یو.
موږ مسلمانانو بشريت له کوم تورتمه
ژغورلی او یا د ژغورنې هڅه يې لرو!؟
زموږ په ټولنه کې فردي بده روزنه، اجتماعي ظلم، فقر، رنځ، ناپوهي، بې نظمي،
بېکاري، قتل، اخلاقي، اداري، زراعتي، صنعتي، علمي او صحي فساد او داسې نور پر مورګو اوښتي، بیا هم زموږ پوهان د کور دننه له خپلو ورونو سره ځان
پخپله تله کې خپله درنه ګڼي او د نورو
سپکه وايي.
د جاهلیت د زمانې عربي شاعر چې کله خپل خلک ووژل، وروسته پوه شو
چې ما خو خپل لاسونه پرې کړل او نورو خطرناکو دښمنانو ته مې د ځان د
ورسپارلو مخه هواره کړه، اوس هم په
ځینو قيادتونو کې د جاهلیت د زمانې هومره عقل نشته.
عام خلک یو متل کوي، وايي: «که د خپل کلي زمریان دې ووژل، نو د بل کلي ګیدړان به دې
وخوري».
قیس بن زهیر[1]
وايي:
قتلت باخوتي سادات قومي وقد
کانوا لنا حلی الزمان
فان اک قد بردت بهم غلیلي فلم
اقطع بهم الا بناني
(په داسې حال کې مې د خپل قوم مشران ووژل چې زموږ د وخت ښایستونه وو. که مې
پر هغوی زړه یخ کړی؛ نو د خپلو ګوتو څوکې مې هم پرې کړي دي).
موږ ژمن يو، چې د ایمان او قرآن کریم لپاره داسې حکیمانه تطبیقي سیستم جوړ کړو، چې قرآن کریم او ایمان مو د بشريت لپاره د نجات بېړۍ شي نه د کسات انګېزه.
نړېواله طرح او نړېپال تشکیل دا
کار ښه ترسره کولای شي، په دې اړه لاندې نبوي حديث د تامل وړ ده:
«عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ، قَالَ:
ذَكَرَ رسول الله ﷺ دُعَاةً عَلَى أَبْوَابِ جَهَنَّمَ، مَنْ أَطَاعَهُمْ
أَقَحَمُوهُ فِيهَا، قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، فَكَيْفَ النَّجَاةُ
مِنْهَا؟ قَالَ: «تَلْزَمُ الْجَمَاعَةَ وَإِمَامَ
الْجَمَاعَةِ». قَالَ: قُلْتُ: فَإِنْ لَمْ تَكُنْ جَمَاعَةٌ وَلَا إِمَامُ
جَمَاعَةٍ؟ قَالَ: «فَاهْرُبْ مِنْ تِلْكَ الْفِرَقِ كُلِّهَا، وَلَوْ يُدْرِكُكَ
الْمَوْتُ وَأَنْتَ عَاضٌّ بِسَاقِ شَجَرَةٍ».[2]
(له حذیفه بن یمان نه
روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جهنم د داعیانو یادونه وکړه او ويې ویل:
چا چې د دوی اطاعت وکړ دوی هم په اور کې وریتوي، ما وویل: ای د الله تعالی رسوله!
نجات په څه کې دی؟ هغه وویل: د مسلمانانو له جماعت سره ملګری شه!.
ما وویل: که د
مسلمانانو جماعت نه وي؟ او جماعت یو مشر ونه لري؟
هغه وویل: له ټولو ډلو
وتښته، که څه هم په داسې حال کې مړ شې چې د ونې په ډډ دې غاښ لګولی وي).
جماعت هغه ډلې او طرحې
ته وايي چې حرکت، لاسته راوړنې او پرمختګ يې د ټولو لپاره وي نو د خاصو خلکو لپاره.
[1]. د جاهلیت د زمانې شاعر ، قیس بن زهیر بن جذمه العبسي ، الغطفاني
، د غطفان د قبیلې مشر و ، د ده دوه اسونه و چې داحس او غبراء نومېدل او په همدې
نامه د ده دوه هغه کورني جنګونه هم یاد شوي دي ، چې خپل خلک يې پکې ووژل او بهرنیو
غلیمانو ته یې پر ځان او ټبر د یرغل مخه هواره کړه ، پښتانه څه ښه وايي: د خپل کلي
زمریان مه وژنه چې د بل کلي ګیدړان به دې وخوري.
[2]. الخزاعي المروزي، أبو عبد الله نعيم بن حماد بن معاوية
بن الحارث الفتن: ج۱ ص ۱۴۳.
No comments:
Post a Comment