۲۳. انساني ژوند ته لارموندنه هدايت د اسلام اساسي موخه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۲۳.         انساني ژوند ته لارموندنه هدايت د اسلام اساسي موخه

دعملي پوهې او سپېڅلتیا لوړو پړاوونو ته د بشر د عقلي، عاطفي او جسمي قوتونو پرمخ وړل، پياوړي کول او د انسانيت لوړو پوړیو ته رسول او له هر څه نه د بشر د نېکمرغولو لپاره کار اخستل، شپه ورځ، په پټه او ښکاره د انسان د نېکبختولو لپاره زیار ګالنه د انسان لپاره د قرآني هدايت وروستی هدف دی.

کوم انسان چې د قرآني لارښوونو سمه روزنه اخیستې وي او د قرآني هدايت په رنګ رنګېدلی وي، هغه لاندې موخې په زړه کې پالي، د عمل په ډګر کې ورته کار او په پوره هوښيارۍ مینه او رحم زیار ګالي انسان بايد هڅه وکړي چې «هدى للعلمين» شي که نشي کېدای باید «هدی للناس» شي، که نشي کولای باید «هدى للمؤمنين» شي.

1.   هدی للعلمين: ټولو کايناتو ته هدايت.

2.   هدی للناس: ټولو انسانانو ته هدايت.

3.   هدی للمؤمنین: ټولو مؤمنانو ته هدايت.


No comments:

Post a Comment