۱۸. مړه، کاڼه، ړانده او هدایت


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۸.           مړه، کاڼه، ړانده او هدایت

پېغمبران راغلي دي چې مړه قومونه ژوندي، کاڼه اوریدونکي او ړانده لیدونکي کړي. د انسان عقل، عاطفه او روان په پیاوړي جسم کې دننه ژوندی، روښانه او اوریدونکې کړي.

پېغمبرانو خپل قومونه د دې لپاره نه ځپل چې د ازادۍ، درناوی او پرمختګ احساس، ضمير، روح او روان يې وژل کېږي مړه قومونه که ایل هم شي، کاڼه قومونه که سره وخوري د عمل په ډګر کې د خپلو خلکو د ستونزو په حل کې او د غلیم د شومو موخو په مخنیوي کې، ړانده د حق او حقیقت په پېژندنه او پالنه کې هېڅ نشي کولاى. هر پېغمبر چې راغلی لومړی یې پخپل قوم کې د ازادۍ، عزت نفس او پرمختګ احساس ژوندی کړی، بیا یې د حقایقو اورېدو ته د زړه او عقل غوږونه نيولي او بیا يې ورته د حق او حقیقت سترګې رڼې کړي دي او بیا یې په دیني ښوونې روزلي دي.

قومونه د تعصب په زهرو وژل کېږي، د جهل په اپیونو له منځه ځي، پخپل سرۍ ځپل کېږي او د استبداد په کمچینو ژوول کېږي، که موږ غواړو قرآن کریم د خلکو په منځ کې خپور او لارښوونې يې تطبیق کړو، باید چې لومړى په قوم کې د ازادۍ، درنښت او پرمختګ احساس راژوندی، د علم لمر روښانه او د استبداد ریښې وچې کړو په کوم قوم کې چې تعصب، جهل او استبداد پیدا شي، هغوی یو بل سپکوي په ټولنه او خلکو کې درنښت او وقار بېخي له منځه وړي، چې بیا ګوندي کنځلمارو او مذهبي ناندریمارو ته د خلکو د ناروا تسخیر مخه هوارېږي.

د استحبابي اختلافي موضوع پر سر د دیني عالمانو ناندرې ورځ تر بلې زیاتیږي دوی ته په لاندې روایت کې وګورئ، بیا يې د شریعت په حقوقي کنډه وتلئ!.

دا روایت یو ځل بیا په ځیر ولولئ: «عَنْ زَيْدِ بْنِ وَهْبٍ، حَدَّثَنَا حُذَيْفَةُ، قَالَ: حَدَّثَنَا رسول الله ﷺ حَدِيثَيْنِ، رَأَيْتُ أَحَدَهُمَا وَأَنَا أَنْتَظِرُ الآخَرَ: حَدَّثَنَا: «أَنَّ الأَمَانَةَ نَزَلَتْ فِي جَذْرِ قُلُوبِ الرِّجَالِ، ثُمَّ عَلِمُوا مِنَ القرآن، ثُمَّ عَلِمُوا مِنَ السُّنَّةِ».[1]

(اول الله تعالی د نارينه وو د زړه تل ته امانت راکېيست، بيا يې قرآن کریم نازل کړ او بیا یې سنت زده کړه).

ځکه دا آسماني کتاب دى، دا په ويښ عقل، ژوندي ضمير او عزتمن احساس اخستل کېږي او همدا امانتونه دي. د الله تعالی له وېرې او مینې څخه بې برخې مريي خويه، ناپوه او سپک خلک د قرآن کریم دروند او له درنښته ډکه کښتۍ د بـشري ناورين له خطر ناکو څپو څخه نشي ژغورلای.



[1]. بخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل البخاري ، الجامع الصحیح ، صحيح البخاري ، ج8 ص 104. حديث نمبر: 6497


No comments:

Post a Comment