چاپېریال له لاندې شیانو څخه عبارت دی


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

چاپېریال له لاندې شیانو څخه عبارت دی

1)    اوبه: چې په عربي کې ورته (مآء) وايي، په قرآن کریم کې ۶۳ ځلې ذکر شوی او په نبوي احادیثو کې يې په زرګونو ځلې یادونه یې شوې ده، د اوبو د پاک ساتنې کنترول او زېرموونې په اړه چې موږ څومره آیتونه او احادیث لرو د موجوده او راتلونکو نړېوالو څېړنو لنډيز دی.

2)   خاوره او خټه: په ټولنه کې د خاورو او خټو پاک ساتل له سترو دیني مسؤلیتونو څخه دي چې په قرآن کریم کې شپږ ځلې د (تراب) او اته ځلې د (طین) کلمه یاده شوې ده آن تر دې چې انسان ته وايې ستا وجود ترې جوړ دی.

3)   هوا: قرآن کریم دوه ډوله کلمات د هوا لپاره کارولي دي، یوه یې (الرِّيَاح) چې ګټورو، پاکو او پنځوونکو بادونو او هواګانو ته وايي او بله يې (رِيح ) کلمه ده چې زیانمنو، ناولیو او ځپونکو بادونو او هواګانو ته وايي، د (الرِّيَاح) او (رِيح ) کلمات باید یواځې په طبیعي هوا ګانو منحصر نشي، نبوي احادیثو او فقهي څېړنو ته په کتو د هوا ټولې طبیعي او مصنوعي پاکۍ او ککړتیاوې ترې مراد دي. زموږ پوهان باید په همدې دوو محورونو پرې علمي شننې او منتجې ارزوونې وکړي.

4)    غږ: د لسګونو آیتونو او سلګونو نبوي احادیثو څخه موږ د غږیزې چاپېریال ساتنې په اړه یو آیت او یو نبوي حدیث ستاسو مخې ته ږدو، الله تعالی فرمايي :« وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ (١٩) ». [1] (پخپل تګ كې ميانه روي غوره كړه او خپل غږ لږ ټيټ كړه، له ټولو اوازونو څخه ډير بد اواز د خرو وي).

دا چې د بازارونو د شور او زوږ له امله څومره خلک په عصبي او رواني رنځونو اخته شوي او اخته کېږي، څېړنه او احصائیه غواړي، خو الله تعالی غالمغال د خرو سره ځکه مشابه کوي چې خره د هوش او ذکاوت له پلوه وروسته پاتې دي، غالمغالي ټولنه خره ټولنه ده. دولت مکلف دی چې په ټولنه کې د مواصلاتي وسائطو او نورو ځوروونکو غږونو مخه ونیسي.

بخاري رحمه الله یو باب لري او په هغه باب کې وايي: «كَرَاهِيَةِ السَّخَبِ فِي السُّوقِ». (په بازار کې غالمغال بد دی). تاسو فقط دغه حدیث ته ځیر شئ، چې د غالمغال له منځه وړل یو له پېغمبري برنامو څخه و. د دې حدیث تحلیل اخلاقو او قانون سره په تړاو د چاپېریال ساتنې محققینو ته پرېږدم.

«عَنْ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا أَنَّهُ سُئِلَ عَنْ صِفَةِ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ فِي التَّوْرَاةِ، قَالَ: أَجَلْ، وَاللَّهِ إِنَّهُ لَمَوْصُوفٌ فِي التَّوْرَاةِ بِبَعْضِ صِفَتِهِ فِي الْقُرْآنِ: ]يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا[ [الأحزاب: 45]، وَحِرْزًا لِلْأُمِّيِّينَ، [2] أَنْتَ عَبْدِي وَرَسُولِي، سَمَّيْتُكَ المتَوَكِّلَ، لَيْسَ بِفَظٍّ [3]وَلَا غَلِيظٍ، وَلَا سَخَّابٍ فِي الْأَسْوَاقِ، وَلَا يَدْفَعُ بِالسَّيِّئَةِ السَّيِّئَةَ، وَلَكِنْ يَعْفُو وَيَغْفِرُ، وَلَنْ يَقْبِضَهُ اللَّهُ حَتَّى يُقِيمَ بِهِ الْمِلَّةَ الْعَوْجَاءَ، بِأَنْ يَقُولُوا: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَيَفْتَحُ بِهَا أَعْيُنًا عُمْيًا، وَآذَانًا صُمًّا، وَقُلُوبًا غُلْفًا».[4]

(له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما نه په تورات کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ستاینې په اړه وپوښتل شو. عبد الله رضي الله عنه وويل: هو. قسم پر الله چې قرآن غوندې په تورات کې هم رسول الله صلى الله عليه وسلم داسې ستایل شوی دی: «اى پېغمبره! ته مې خلکو ته ګواه، زيرى ورکوونکى او وېرونکی استولى يې، ته مو نالوستو ته ساتندوی استولى يې، زما بنده او پېغمبر يې، متوکل مې نومولی یې، تریخ او بد خویه نه یې، سخت دریځه او په بازار کې غالمغالي نه یې، بدي په بدۍ نه ځوابوې، تېرېدنه او بښنه دې ډېره ده، الله تعالى دې تر هغه نه مړ کوي، چې کوږ ووږ ولس درسره سم شوی نه وي او ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) داسې ونه وايي چې د دوی ړندې سترګې بینا شي، کاڼه غوږونه یې آوریدونکي شي او تړلي زړونه او عقلونه يې وسپړل شي).

5)   د لارو، کوڅو، سیورو او عامه تمځایونو پاکوالی: په دې اړه له سلګونو احادیثو نه یو حدیث مو حضور ته وړاندې کووم: «عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: اتَّقُوا الْمَلاَعِنَ الثَّلاَثَةَ: الْبَرَازَ فِي الْمَوَارِدِ، وَقَارِعَةِ الطَّرِيقِ، وَالظِّلِّ».[5] ( له مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ بن جبل رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: له دریو لعنتي چارو څخه ځانونه وساتئ، پر لار، اوبو او سیوري کې پلیتي اچول).

6)   اسلامي ټولنه جاسوسه او غیبتګره ټولنه نه ده: اسلامي ټولنه د الله او بنده ګانو حقونو د ادا او خوندیېنې لپاره د انسانانو د عقلي ارتقاء او عاطفي سپېڅلتیا لپاره د منتجې بوختیا پر محور داسې عاقل او نوښتګر مدیران روزي چې ټولنه کې یو انسان ته بل انسان د آینې نقش ولري، نیمګړتیاوې د خواخوږۍ په لمسون د درملنې په موخه په ستر او پرده کې جوتیږي. رسول الله صلی اله علیه وسلم فرمايي: عن أَبِى أُمَامَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « إِنَّ الأَمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ فِى النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ ».[6] (هغه مشر چې خپل رعیت پسې جاسوسان ګماري، په فساد کې يې ښکېلوي).

7)   د ضرر ټول ډولونه: په شریعت کې د ضرر ټول ډولونه حرام دي، د اسلامي شریعت ځانګړتیا دا ده چې د انسانانو لپاره عقلي، جسمي، عاطفي مصؤنیت په فردي او ټولنیزه کچه غواړي، شرعي ټولنه رټونکې او مسلمان وګړي ملنډمار نه وي. لاندې حدیث په دقت سره ولولئ. «عَنْ ابْنِ عُمَرَ قَالَ صَعِدَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمِنْبَرَ فَنَادَى بِصَوْتٍ رَفِيعٍ فَقَالَ « يَا مَعْشَرَ مَنْ أَسْلَمَ بِلِسَانِهِ وَلَمْ يُفْضِ الْإِيمَانُ إِلَى قَلْبِهِ لَا تُؤْذُوا الْمُسْلِمِينَ وَلَا تُعَيِّرُوهُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا عَوْرَاتِهِمْ فَإِنَّهُ مَنْ تَتَبَّعَ عَوْرَةَ أَخِيهِ الْمُسْلِمِ تَتَبَّعَ اللَّهُ عَوْرَتَهُ وَمَنْ تَتَبَّعَ اللَّهُ عَوْرَتَهُ يَفْضَحْهُ وَلَوْ فِي جَوْفِ رَحْلِهِ».[7]

( له ابن عمر رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله ممبر ته وخاته، په لوړ غږ يې وویل: ای هغوی چې پر ژبه مسلمان او په زړه بې ایمانه دي، مسلمانان مه ځوروئ، عیبونه یې مه بیانوئ، نیمګړتیاوې يې مه پلټئ، چا چې د خپل ورور عیبونه لوڅ کړل الله تعالی به يې بی پته کړي او د چا عزت یې چې لوڅ کړ دننه کور کې يې شرموي).



[1]. لقمان :۱۹.

[2]. حِرْزًا: ساتندوی.

[3]. فَظٍّ: سخت زړي او زړه کراړي.

[4]. غُلْفًا:په پخ کې بند.

[5]. أبو داود ، السجستاني الأزدي سلېمان بن الأشعث بن شداد بن عمرو ، سنن أبي داود ج7 ص 1.

[6]. أبوداود عبد الله بن سلېمان بن الأشعث الأزدي السجستاني، سنن أبى داود ج ، 4 ص 423.

[7]. الترمذي ، محمد بن عيسى بن سَوْرة بن موسى بن الضحاك ، سنن الترمذى ج ، 7ص 337.


No comments:

Post a Comment