لیکوال:محمدناصر حلیمي
عملي توپير
اسلام د مؤمن او
منافق، د کافر او مسلمان، د بر او فاجر د محسن، متقي او محبت توپيرونه د معاملاتو د کره والي، سوچه والي
او ګټوروالي پر معيار کوي، نه د شعار، تقرير او وينايېزو اتلوليو له لارې.
د عمر رضي الله عنه وینا ته ځیر شئ: «كان عمر بن الخطاب رضي
الله عنه يقول لَا تَغُرَّنَّكُمْ طَنْطَنَةُ الرَّجُلِ بالليل يعني صلاته فإن
الرجل كل الرجل من أدى الأمانة إلى من ائتمنه ومن سلم المسلمون من لسانه ويده».[1]
(د چا د
شپې په لمونځونو مه تېر وځئ ؛ ښه انسان
هغه دی، چې ورسپارل شوي امانتونه بېرته وروسپاري او هغه چې نور مسلمانان یې د لاس او ژبې له ضرر څخه
روغ او په امن کې وي ) .
[1]. ابن أبي الدنيا ، عبد
الله بن محمد بن عبيد بن سفيان بن قيس البغدا دي ، مکارم الاخلاق ، تحقیق مجدي
السید ابراهیم ، ص ۲۴۳.
No comments:
Post a Comment