له قرآن کریم نه د استفادې دیارلسم کړلار: ټولګټې تطبیقي طرحې


 لیکوال: محمدناصر حلیمي 

۱۳. ټولګټې تطبییقي طرحې

الله تعالی زموږ ټولنیز ژوند داسې جوړ کړی لکه د یو انسان غړي، که بشري ټولنه کې متوازنه پرمختیا راغله ټول به سوکاله وي او که نه ټول به لالهانده وي. که په یوه ټولنه کې یو غریب او بل شتمن وي، یو رنځور او بل روغ وي، يو پوه او بل ناپوه وي، یو ظالم او بل مظلوم وي، یو کاروبار کې بوخت او بل وزګار وي، په دې ټولنه کې به ټول لالهانده وي، هره ټولنه د خپلو محرومو، بېوزلو او وږو خلکو په تناسب د هلاکت کندې ته غورځیږي، څومره چې د یوې ټولنې ډېر خلک خپلې اړتیاوې رژولای او خدمات ډېرو خلکو ته رسولای شي، هومره يې عمر او ثبات زیاتېدای شي.

ټولګټې طرحې، ستر او سپېڅلي شخصیتونه، پاک او پیاوړي نسلونه، کامل او شامل دين د اسلامي امت هغه شتمني ده، چې له ډېرو ولسونو سره نشته؛ بس د نړېوالې طرحې د خاکې تطبیقي او مسلکي ژمن تشکیل له کمیو سره مخ یو، د دې کمیو پوره کول له پورتنیو دریو توکو سره ډېر اسانه او ارزانه دي.

په اجتماعي، سیاسي او اقتصادي چارو کې هغه طرح اسلامي ده، چې د ټول بشریت، نباتاتو او ژويو  سعادت پکې نغښتی وي، د سعادت هغه طرحې چې اقلیمي او توکمیز محدودیتونه لري، اسلامي طرح نه ګڼل کېږي، همدا لامل دی چې زموږ د پېړیو پېړیو د کار او فعالیتونو نتیجه اقلیمي او توکمیزه نېکمرغي هم نشي تضمینولای.

له پورته خبرو سره په تړاو لاندې آیت ته ځیر شئ او وګورئ چې ځګونه او د ټولنیزو ګټو ترمنځ توپیر د بلاغت، حقپالنې او حقیقت له پلوه څومره خوندور انځور شوی دی؟ ټول انسانیت ته ګټوره طرح قرآني طرحه ده نه ګوندي او ګروپي طرحې.

«فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ».[1]

(ځګونه بې ځایه ځي او هغه چې ټولو انسانانو ته ګټور وي په زمکه کې پاتې کېږي).

که د قرآن کریم په رڼا مو د نړېوالې نېکمرغۍ لپاره نړېواله طرح جوړه او تطبیق کړه، هغه ورځ لرې نه ده چې یو ځل بیا د النصر سورت انځور په رڼو سترګو وګورو:

«إِذَا جَاءَ نَصْرُ الله وَالْفَتْحُ (١) وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ الله أَفْوَاجًا (٢) فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا (٣)».[2]

(كله چې د الله تعالی مرسته راشي او برى در په برخه شي او (اى پېغمبره!) ته به وګورې چې خلك ډلې ډلې د الله تعالی په دين كې راننوځي، نو د خپل رب له ثنا او ستاينې سره د هغه تسبېح ووايه او له هغه نه بښنه وغواړه، بېشكه هغه ستر توبه قبلوونكى دى).



[1]. الرعد: 17.

[2]. النصر: ۱-۳.


No comments:

Post a Comment