پر اساسي اړتیاوو ظلم


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

پر اساسي اړتیاوو ظلم

هر انسان پر دولت حق لري چې کور، کالي، ډوډۍ او اوبه ورته له تکلیف پرته ورسوي، د ژوند نورې اړتیاوې دې هر انسان پخپلو هلو ځلو ترلاسه کړي، متاسفانه زموږ مظلوم خلک د جسمي او عقلي ځواکونو په پناه کولو هم نشي ترلاسولای، کریم پېغمبر ۱۴۰۰ کاله مخکې موږ ته ویلې دي، چې هله پر خلکو مشري وکړئ چې د خلکو اساسي اړتیاوې حل کړئ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث کې دقت وکړئ!.

عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لَيْسَ لِابْنِ آدَمَ حَقٌّ فِي سِوَى هَذِهِ الْخِصَالِ بَيْتٌ يَسْكُنُهُ وَثَوْبٌ يُوَارِي عَوْرَتَهُ وَجِلْفُ الْخُبْزِ وَالْمَاءِ».

(له عُثْمَان بْنِ عَفَّان نه روایت دی چې پېغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم وویل: پرته له دریو حقونو پرموږ نور حق څوک نلري، یو کور چې پکې ژوند وکړي، جامې چې وا يې غوندي، کافي خواړه او کافي اوبه).

لاندې حدیث باید د مسلمانانو د ټولنیز ژوند تطبیقي انځور وي: « الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِى ثَلاَثٍ الْمَاءِ وَالْكَلإِ وَالنَّارِ ».[1] (مسلمانان په دریو شیانو کې شریکان دي، اوبه، واښه او اور کې). اما د مسلمانانو ژوند کاملا ددې حدیث پر خلاف دی، له اوږدو پېړیو راهیسې د مسلمان مېشته هېوادونو واکمنان ملي شتمنۍ له خپلو هوسونو قربانوي.

هر هېواد مکلف دی چې د خپل هېواد اوبه وساتي، دښتې یې پری ابادۍ کړي او خپل خلک له وچکالۍ وژغوري.

ورشوګانې، څړځایونه، ځنګلونه، ... د ټول امت امانت دی یو کس او یو قوم حق نه لري چې خېټه پرې واچوي...

له اور نه مراد د سوند ټول اړوند مواد دي لکه ګاز، تېل، پترول، ډیزل، ډبروسکاره، برق، لیتیم او نور مواد...

د اسلامي نظام دنده همدا ده چې پورته شیان په عصري وسائلو او مسلکي څېړنوالانو ډېر کړي او د خلکو تر منځ يې داسې عادلانه توزیع کړي، چې بې برخې انسان پکې نه وي او که څوک پخپل زیار ډېره ګټه کوي دا د هغه شخصي حق دی څوک ترې نشي اخیستای.



[1]. أبو داود ، السجستاني الأزدي سلېمان بن الأشعث بن شداد بن عمرو ، سنن أبي داود ج ۳ ، ص ، 289.

 


No comments:

Post a Comment