۱۶. عقل مضبوطوونکې لارې چارې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۶.           عقل مضبوطوونکې لارې چارې

د لاندې اعمالو کره او پوره ترسره کول، د انسان عقل هوښياروي او عواطف يې رڼوي او دې ته يې چمتو کوي، چې انسان د خپلو اعمالو کچه لوړه او سپېڅلې کړي:

۱. ایمان: د ضمیر، وجدان، روح او روان، پاکۍ، نېکچارۍ ته هڅاند او بشري پرګنو ته لوراند عالمانه احساس.

۲. لمونځ: پوره او کره لمونځ چې ډېر دروند کار او د فردي او اجتماعي اصلاحاتو بنسټیز عمل دی، د هغه چې [1] حضوري لمانځه د ادا وړتیا پیدا کړي، قرآني لارښوونې سم درک او پوره تطبیقولای شي.

۳. زکات ورکول: په مال له سخاوت سره د انسان په زړه کې د بخل، کنجوسۍ، ځانپالنې او مال پالنې خیرن احساسات وینځل کېږي سخاوت، مېړانې، ټولپالنې، په نېکو چارو کې د مال لګولو رڼا او انرژي په زړه کې ځلېږي، د انسان ښکاره او پټ استعدادونه د نېکو چارو ترسرولو ته چمتو کېږي.

۴. پر اخرت یقین: د يقين د زیاتوالي په تناسب د انسان عقل، روح او جسم د قرآن کریم زده کړې، پوهېدنې او عملي کولو ته چمتو کېږي انسان د خپلو پټو او ښکاره استعدادونو استعمال د الهي، بشري او د کايناتو د حقونو ادا لپاره منتجه یا په پایله واله بڼه استعمالول د قرآن کریم لپاره د تطبیق لار هواروي.

«الم (١) تِلْكَ اٰيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ (٢) هُدًى وَرَحْمَةً لِلْمُحْسِنِينَ (٣) الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (٤) أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُوْلَائِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ(٥)».[2]

(دا د حكمتونو د كتاب آيتونه دي نېكو چارو ته هدايت او رحمت دی: هغه كسان چې لمونځ کوي، زكات وركوي او پر آخرت باور لري، همدوی د خپل رب له لوري پرسمه لار دي او همدوی بریمن دي).

«طس تِلْكَ اٰيَاتُ الْقُرْاٰنِ وَكِتَابٍ مُبِينٍ (١) هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ (٢) الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (٣) إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْاٰخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَالَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ (٤) أُولَئِكَ الَّذِينَ لَهُمْ سُوءُ الْعَذَابِ وَهُمْ فِي الْاٰخِرَةِ هُمُ الْأَخْسَرُونَ (٥) وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى الْقُرْاٰنَ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ (٦)».[3]

(دا د قرآن کریم او څرګندوونكي كتاب آيتونه دي. لارښوونه او زېرى د هغو مؤمنانو لپاره چې لمونځ کوي او زكات وركوي او هغوى داسې خلک دي، چې پر آخرت پوره باور لري. یقینا كوم كسان چې آخرت نه مني، د هغو لپاره مو د هغوې كړه وړه ښاېسته كړي دي، ځکه نو هغوى په عقل او زړه ړانده دي. دا هغه كسان دي چې ورته بده سزا ټاکلې ده او په آخرت كې همدوى تر ټولو زيات په زيان كې پاتې كېدونكي دي او  ته بېشكه دا قرآن کریم د يوه حكيم او عليم ذات لخوا مومې).

د دې قرآني رڼا، خوږې وږمې، ښایسته لارښوونې او رڼې پلوشې هغه زړونه، ضميرونه او عقلونه رڼوي چې په عدالت ښایسته په مینه خوږ بویه او په رحم نرم وي او له نورو انسانانو سره په احسان پالل شوي وي د نورو له خدمته خوند اخلي او تر خپلې وسې د خلکو د ستونزو په هواري کې نقش لري.



[1] . حضوري لمونځ. د هغی مرکز.

[2]. لقمان: ۱-۵.                                                                                                                  

[3]. النمل: ۱-۶.


No comments:

Post a Comment