لیکوال:محمدناصر حلیمي
سخت زړى معلم
سخت زړو، ماشوم وهونکو
او کنځلمارو ته د قرآن کریم د تدریس اجازه باید له سره ورنه کړای شي.
سخت زړي ته د معصومو
ماشومانو ځپنې اجازه خیانت، نه جبرانیدونکی جنایت او د استعدادونو او
راتلونکو نسلونو د ځپلو او له منځه وړلو اساسي عنصر دی. زموږ ټولنه تر هر څه مهربانو عدلپال او علمپالو قرآنپوهانو ته اړتیا لري، چې د قرآن کریم له لارې دردونه درمل کړي، پر ټپونو مو پټۍ کېږدي وګړیز او ټولنیز رنځونه
او دردونه مو تشخیص او د درملنې لپاره يې عاقلانه تشکیل، تنظیم او تطبیق کړي.
په لاندې آیت کې هم غور وکړئ، چې الله تعالی خپل
پېغمبر او د قرآن کریم لومړني حامل ته څه وايي:
«وَ لَوْ كُنْتَ
فَظًّا غَلِیْظَ الْقَلْبِ لَا نْفَضُّوْا مِنْ حَوْلِكَ».[1]
(که ته توند خويه او سخت زړى وای، نو دا ټول به درنه خواره شوي وای).
No comments:
Post a Comment