رهايشي ظلم


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

رهايشي ظلم

که په ټولنه کې داسې یو هوښيار، سپېڅلی، همتناک او برکتناک ټېم جوړکړای شو، چې د لوټمارانو، انحصارچیانو او د دښتو، میرو، ځنګلونو، ورشوګانو، کانونو، او د دولتي املاکو د غاصبانو مخه ونیسي، هر انسان د داسې یو پراخه کور څښتنېدای شي چې مخې ته يې مسجد، مدرسه، پارک، لوبځایونه، پراخه سړکونه او د ژوندانه نور سهولتونه ولري.

متاسفانه موږ افغانان د فساد او غصب د مخکښانو په شرمښانه چلن اول له کوره بې برخې یو او که کور لرو له هغو شرایطو سره یې برابر نلرو، چې زموږ روح او روان، ایمان او وجدان ته ډاډ او پرمختیا وبښلای شي.

ان شاءالله هغه ورځې لری نه دی چې زموږ سپېڅلی قشر د ژبنیو، قومي، مذهبي، سمتي او... احمقانه اختلافاتو پر ځای د خپلو ولسونو اساسي ستونزو د عاقلانه رژولو اتلان شي.


No comments:

Post a Comment