د قرآن کریم حفظ


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د قرآن کریم حفظ

د قرآن کریم حفظ له مهمو مسلکي، دیني، ټولنیزو غوښتنو، انساني ارزښتونو او ایماني دندو څخه دی، باید د دې لپاره علمي، مسلکي او خواخوږی چاپېریال رامنځته شي او څوک چې د رحم او مینې چاپېریال نشي چمتو کولای، د حفظ د تدریس برخه کې بايد ورته د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.

زما په نظر حفظ دې له درې کلنۍ پیل او په اوه کلنۍ پاى ته ورسېږي، دا شرط نه دی چې ټول قرآن کریم دې حفظ کړي له اوه کلنۍ وروسته له ترجمې سره دې هغه مناسب ځایونه تدریس شي، چې د زده کوونکي عاطفي، عقلي، جسمي، روحي عمر پکې په نظر کې ونیول شي او د هر عمر لپاره مناسب آیتونه د مهربانو، ماشوم پېژندونکو او پوهانو استادانو له لوري تدریس شي.


No comments:

Post a Comment