لیکوال:محمدناصر حلیمي
ذکر لپاره ښوونیز او روزنیز تعامل
له مصعب
بن عمير سره نبوي پوهنیز، ښوونیز او روزنیز تعامل څه و، چې د قرآن کریم تدریس ته انتخاب
شو؟
د مصعب بن
عمیر رضى الله عنه عقلي او عاطفي ځانګړنې باید وڅېړل شي، چې حکیم پېغمبر محمد ﷺ په
دومره سترو صحابوو کې دی ولې د قرآن کریم د تدریس لپاره غوره کړ؟
سره له دې چې ژوند یې په ناز او نعمت کې تېر شوی و.
بیا مصعب
بن عمیر رضي الله عنه په مدینه منوره کې د اسعد بن زراره رضى الله عنه کور ټاکي او
له هغه ځایه خپل دعوت پیلوي. د قرآن کریم په آورولو سره د بني عبدالاشهل دوه مشران
سعد بن معاذ او اسید بن حضیر رضى الله عنهما د خپلو قومونو سره په داسې حال کې
اسلام منلو ته چمتو کوي چې اسلام مادي امتیاز ترې اخلي او د سر قرباني ترې غواړي.
د مصعب بن
عمیر رضى الله عنه عقلي او عاطفي ځانګړنې پټې پاتې دي. همدا لامل دی چې د قرآن
کریم غوندې لوی کتاب شته خو بیا هم
پلویان يې پېړۍ پېړۍ د کورنیو او بهرنيو غلیمانو په لومو کې ښکېلېږي، وژل کېږي او
څرول کېږي.
په تدریس
کې پېغمبري دود باید د پېغمبر ﷺ په ژوند کې ولوستل شي او د اصحابو رضى الله عنهم
په ژوند کې يې پایلې د یوې دقیقې علمي او څېړنېزې ارزونې
له لارې پر ښوونيز او روزنيز
بنسټ وموندل شي. تر هغه چې پېغمبري دود په قرآني درس
کې ښکاره او پلی نه شي، بشري نړۍ په عمومي توګه او مسلمانان په ځانګړې توګه عزتمن
کېدای نه شي. هومره ژوندي او عزتمن کېږو چې د تدریس په ډګر کې دغه هېر شوی سنت په
نظري او عملي توګه د تطبيقي قرآن پوهنې لپاره د معياري قرآنپوهانو
په لاس ژوندی او عزتمن کړو.
No comments:
Post a Comment