عقل او عاطفه پرې رڼېږي


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

عقل او عاطفه پرې رڼېږي

که قرآن کریم په سمه معنا او پېغمبري دود ولوستل شي، د انسان عقل او عاطفه له کوچنيوالي نه پکې خړوب شي، انکشاف او وده وکړي. د اختلاف او تعصب پر ځای د ستونزو د تشخیص او کره درملنې لپاره وروزل شي، له فطرت سره د ټکرد انحراف په رنځ رنځور نه شي. قرآن لوستی د داخلي تربګنيو او ګونديمارو د پارولو اتل نشي، د ړوند تعصب په زهرجنو لوګو يې زړه او ضمیر تور نشي..

 د قرآن کریم له لارې د انسان د مینې، هیلې او وېرې اړیکې له الله تعالی سره دومره مضبوطېږي، چې شیطاني خویونه او انګېرنې هېڅکله پکې نفوذ نشي کولای.

خارق العاده اخلاقي مشخصات پکې پیدا کېږي. د امانتدارۍ، وفا، اخلاص، عزت النفس، رحم، شجاعت او پېرزوینې داسې نمونه شي، چې نور خلک يې سالم تقلید ته چمتو شي ؛ ځکه انسان ۹۵٪ چارې د روزنې او تقلید له لارې او پاتې ۵٪ د وينا له لارې کوي ؛ خو متأسفانه زموږ ښوونیز، پوهنيزاو روزنیز بهیر په ۹۵٪ خبرو او ۵٪ تطبیق باندې روان دی، چې زموږ دټولو ناخوالو سرچينه ده.

زموږ د دنيوي او اخروي روزنیز بهیر لوی عیب دا دی، چې وينا مو غښتلې او د تقلید سرچينه او لارښوده مرجع مو په ژوندیوقرآني لارښونو سره په پرتله کې ډېر لږ، محدود او په نشت حساب ده.


No comments:

Post a Comment